له آلمان څخه اخراج سوي مهاجر کابل ته ورسېدل
۱۳۹۸ شهریور ۶, چهارشنبهافغان مامورينو ويلي دي چي په دغه الوتکه کي چي له آلمان څخه د کابل نړيوال هوايي ډگر ته رسېدلې ده ۳۱ مهاجر سپاره ول.
دا لا روښانه سوې نه ده چي دغه مهاجر د آلمان له کوم ايالت څخه اخراج سوي دي. خو دومره روښانه وه چي الوتکه يې له فرانکفورت هوايي ډگر څخه پرواز کوي.
دا د ۲۰۱۶م کال له دسمبر مياشتي راهيسي له جرمني څخه د افغان مهاجرو ۲۷ ډله ايز اخراج وو.
د آلماني چارواکو په حواله په تيرو ۲۶ پروازونو کي ۶۴۵ نارينه افغان مهاجر افغانستان ته اخراج سوي ول.
له آلمان څخه د نه منل سوو افغان مهاجرو د اخراج موضوع جنجالي ده. په افغانستان کي اوس هم له وسله والو طالبانو او داعش سره جگړه روانه ده او هره ورځ انسانان وژل کيږي.
د ملگرو ملتونو د معلوماتو پر اساس، يوازي د روان کال په جولای مياشت کي تر ۱۵۰۰ ډيرو انسانانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده. دا له ۲۰۱۷م کال راهيسي تر ټولو ستر تلفات دي.
په آلمان کي د مهاجرو پلوي سازمان «پرو ازول» د سه شنبې په ورځ د افغان مهاجرو پر پلان سوي اخراج سختي نيوکي کړي وې.
دغه سازمان ويلي ول، په داسې حال کې چې په افغانستان کې امنيتي وضعيت سخت خراب دی، له دغه هيواد څخه په الوتکو کې ۲۷م وار ډله ایز اخراج ترسره کيږي. هغوی زياته کړې وه چې «جگړې او بحران ځپلي» هيواد افغانستان ته دي بالاخره اخراجونه ودرول سي.
(n.z/s.n(dpa