لنډ خبرونه په متن او انځورونو کې
لنډ خبرونه په متن او انځورونو کې
د نوي زيلاند د ۵۱ مسلمانانو قاتل خپل ځان بې ګناه ښيي
په نوي زيلاند کې د ۵۱ مسلمانانو پر وژنه تورن، برنتون تارانت په يوې محکمې کې ويلي چې «بیګناه یم». تارانت په می مياشت کي د نوي زيلاند په کرايست چرچ ښار کې په دوو جوماتونو کې پر مسلمانانو ډزې وکړې او بيا يې د حملو انځورونه په انترنيت کې خپاره کړل. تارانت اوس بندي دی او احتمال لري چې د عمري بند په سزا محکوم شي. د محکمې قاضي کامرون د هغه د اصلي محکمې نيټه، د راتلونکي کال د می ۴مه ټاکلې ده.
ايران د امريکا تورونه بې بنسټه او خطرناک بولي
ايران د عمان په خليج کې پر دوو تېل لېږدونکو کښتيو باندې تر شکمنو بريدونو وروسته، هر ډول مداخله رد کړې ده. د متحده آيالاتو خارجه وزير، مايک پومپيو، پر تهران تور لګولی چې د دغو پېښو مسئوليت لري، خو د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند، عباس موسوي، ويلي دي چې دغه تورونه «بې بنسټه دي، خو په ورته وخت کې د اندېښنې وړ او خطرناکه» هم دي. دا چې د پنجشنبې په ورځ څه شوي، تر اوسه پورې معلومه نه ده.
د ترکيې قضا د بلومبرک پر ژورناليستانو دعوا کړې ده
د ترکيې قضا، د بلومبرګ خبري اژانس، په دوو ترکي ژورناليستانو حقوقي دعوا کړې ده. دوي د ۲۰۱۸ کال په اګست مياشت کې د ارزي بحران پر وخت د ترکي بانکونو او ادارو د چلند په اړه يو رپوټ ليکلی وو. د استانبول يوې محکمې د څارنوالۍ د دعوې اقامه منلې چې د دوو تر درو کلونو پورې د حبس غوښتنه پکې شوې ده. پر ۳۶ نورو کسانو هم دعوا شوې چې د ټولنيزو رسنيو لارې يې د ترکیې د اقتصادي وضعيت په هکله تبصرې کړې وې.
سعودي د حوثي ياغيانو ډرون الوتکې نيولې دي
د سعودي عربستان امنيتي ځواکونو په حواله پوځ پنځه ډرون الوتکې نيولې دي چې حوثي ياغيانو له ګاونډي هېواد يمن څخه ورلېږلې وې. د يوه وياند په خبره دغه بې پيلوټه الوتکې د ابها نړيوال هوايي ډګر ته په لاره وې چې د خميس مشيط ښار ته څېرمه يې بیا له منځه وړلي دي. د چارشنبې په ورځ د حوثيانو له خوا په ورته دغسې يوه بريد کې په هوايي ډګر کې ۲۶ تنه ملکيان ټپيان شوي وو. انځور کې حوثي ياغيان.
امريکايي شرکتونو د چين په وړاندې د اقتصادي جګړې پای غوښتی
له چين سره په تجارتي جګړه کې د متحده آيالاتو ولسمشر، دونالد ترمپ، اوس د خپل هېواد له زړه څخه له فشار سره مخامخ شوی دی. دا هغه سيمه ده چې په ۲۰۱۶ کال کې ورته ډېرو خلکو رايې ورکړې وې. څه باندې ۵۰۰ شرکتونو او ۱۴۰ ټولنو ترمپ ته يو خط استولی دی چې پکې يې د نوو تعزيراتو سره مخالفت کړی او له چين سره د خبرو بيا پيلېدل يې غوښتي دي.