لنډ خبرونه په متن او انځور کې
م.م: په افغانستان کې هوايي بريدونو ۱۴ ملکيان وژلي دي
په افغانستان کې د هوايي بريدونو په پايله کې د ملکيانو تلفات مخ پر ډيریدو دي. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو سياسي دفتر يوناما د پنجشنبې په ورځ ويلي چې يوازې په روانه اوونۍ کې په هلمند او کونړ ولایتونو کې په هوايي بريدونو کې ۱۴ ملکيان وژل شوي دي چې ۵ ښځې او ۷ ماشومان هم پکښې شامل دي. ملگرو ملتونو پر ښکيلو اړخونو غږ کړی دی چې د ملکيانو د ساتنې په موخه دې د نړيوالو مکلفيتونو درناوې وکړي.
پاکستان د اوږده واټن توغندی ازمویلی
د پاکستان پوځ ویلي دي چې د لېرې واټن ویشتونکي توغندي بریالۍ ازموېنه یې تر سره کړې ده. د پوځ په وینا دغه توغندی د اتومي سرګلولې د انتقالولو وړتیا هم لري. اسوشیتد پرس خبري آژانس د پاکستان د پوځ د اعلامیې له مخې ویلي دي چې له ځمکي څخه پر ځمکه هدف ویشتونکی شاهین دوه، توغندی د پنجشنبې په ورځ توغول شوی دی چې په عرب سمندرګي کې لګیدلی دی. زیاته شوی ده چې دغه توغندی ۱۵۰۰ کیلومتره واټن وهلی شي.
د هند په ټاکنو کې د مودي گوند مخکې دی
د رسنيو په حواله د هند په پارلماني ټاکنو کې د برحاله لومړي وزير نريندر مودي د بريا نخښې نښانې زياتې دي. د تقريباً ۶۰۰ ميليونو رايو تر لومړي شميرنو وروسته د مودي بهارتيا جنتا گوند په مشرتوب ديموکراتيک ائتلاف د اپوزيسيون د کانگرس گوند څخه په واضح توگه مخکې دی. حتمي پايلې به د ورځې په اوږدو کې اعلان شي. د اړينو امنيتي تدابيرو او د هېواد د ۱،۳ ميليارده نفوس له کبله ټاکني په اووه پړاونو کې ترسره شوې.
د اندونيزيا په پلازمينه جاکارتا کې نوې مظاهرې
په اندونيزيا کې يو وار بیا د ولسمشر جوکو ويدودو د بيا ټاکل کيدو پر ضد خونړۍ مظاهرې شوي دي. د عيني شاهدانو په حواله د ناکام کانديد پرابوو سونيانتو پلويانو موټرو ته اور ورته کړ او د پوليسو مرکز ته د ننوتو هڅه یې وکړه. د پوليسو په حواله د سه شنبې ورځې په دې مظاهرو کې ۶ کسان وژل شوي او تر ۲۰۰ زيات ټپيان شوي دي. پخوانی جنرال سوبيانتو پر حکومت په تاکنو کې د درغلې تور لگوي.
سوريه: نويو هوايي بريدونو ملکيان وژلي
فرانسې خبري آژانس د فعالانو په حواله خبر ورکړی دی چې د سوریې هوايي ځواک د هيواد په شمال لويديځ کې د پنجشنبې په ورځ څو ښارگوټي بمبار کړي دي چې له امله یې ۵ ملکيان وژل شوي دي. دا نوي بريدونه په ادليب کې چې زياتره برخې یې د ياغيانو په لاس کې دي، د دوشنبې او چهار شنبې د شپو تر بمباريو چې ۲۳ ملکيان پکښې وژل شوي ول، وروسته شوي دي.