لنډ خبرونه په متن او انځور کې
م.م. په افغانستان کې د امريکا په هوايي بريدونو کې د ملکي تلفاتو د ادعا په اړه پلټنې کوي
په افغانستان کې د ملگرو ملتونو سياسي دفتر (يوناما) ويلي دي چې په فراه او نيمروز کې د امريکا د هوايي بريدونو په نتيجه کې چې د مخدرو موادو د توليد پر کارخانو شوي ول، د ملکي تلفاتو په اړه پلټنې کوي. دا تورونه هغو هوايي بريدونو ته متوجې دي چې ويل کيږي د هيروينو او نورو مخدرو موادو د جوړولو يو شمير مرکزونه پکښې له منځه وړل شوي دي.
افغان چارواکي: طالبانو په سرپل کې ۷ امنيتي ساتونکي وژلي
افغان چارواکو ويلي چې طالبانو په سرپل ولايت کې يوه پوسته په نخښه کړې او د امنيتي ځواک ۷غړي يې وژلي دي. د سرپل د ولایتي شورا رئيس محمد نور رحماني وويل چې د يکشنبې ورځې په دې بريد کې ياغيانو دوه کسان يرغمل کړي او پنځه نور یې ټپيان کړي دي. د سرپل د والي وياند وويل چې په دې ترڅ کې د نښتې پر مهال چې ۷ ساعته يې دوام کړی، څلور طالبان هم وژل شوي دي.
سوريه: حکومتي ځواکونو د ياغيانو په پاخه سنگر کې دوه کلي نيولي
د سوریې حکومت پلوه رسنيو ويلي چې حکومتي ځواکونو په ادليب ايالت کې چې د ياغيانو وروستی سنگر بلل کيږي، دوه کلي او يوه نزدې پرته غونډۍ نيولې ده. دا پرمختگ د هغو عملياتو په ترڅ کې شوی چې حکومت تيره اوونۍ د ياغيانو پر خلاف پېل کړي ول. تر اوسه يو شمیر ياغيان وژل شوي او تر ۱۵۰ زرو زيات نورو سيمو ته تللي دي. د اپوزيسيون فعالانو ويلي دي چې حکومتي ځواکونه د ادليب په بيلا بيلو سيمو کې هوايي بريدونه کوي.
ترکیه ستر پوځي تمرينونه کوي
د ترکیې پوځ په روان کال کې په دويم ځل په اژه سمندرگي، مديترانې او تور سمندرگي کې پوځي تمرينونه کوي. د دفاع وزارت په حواله په دې مناورو کې ۲۵۹۰۰ پرسونل، تر سلو زياتې کښتۍ، څرخي الوتکې او بې پېلوټه الوتکې برخه اخلي. په دې عملياتو کې به د ځمکنيو، سمندري او هوايي ځواک ترمنځ همغږي و آزمويله شي. دا تمرين په داسې حال کې ترسره کيږي چې له گاونډي هېواد قبرص سره ترنگلتيا زياته شوې ده.
هند: د فاني په نوم توپان د قربانيانو شمير ۶۴ ته رسيدلی
په هند کې د «فاني» په نوم سخت توپان لس ورځې وروسته د قربانيانو شمیر ۶۴ ته لوړ شوی دی. د اړيسا ایالت له ناورينونو سره د مبارزې ادارې وياند د دوشنبې په ورځ وويل چې د شنبې او يکشنبې په ورځ د ۲۳ کسانو د وژل کيدو خبرونه ورکړل شوي دي. ویل شوي چې زياتره خلک د کورونو د ويجاړيدو او ونو د چپه کېدو له کبله مړه شوي دي. کابو ۲۴۰ کسان ټپيان شوي هم دی.
په خليج سيمه کې د تېلو د ټانکرو د زيانمولو پېښه
په خليج کې سياسي کړکيچ د تېلو د څلورو ټانکرونو په احتمالي زيانمنولو سره لا پسې پراخ شوی دی. د سعودي د انرژۍ وزير د دوشنبې په ورځ پر څلورو کښتيو چې دوې یې د سعودي دي، د متحده عربي اماراتو بندري ښار الفجيره ته څېرمه د بريد خبره وکړه. الفجيره د هرمز تنگي لارې ته چې د عربي نيمه ټاپو او ايران ترمنځ د تيلو د صادراتو مهم تنگی دی، پروت دی. د ايران حکومت د پېښې په اړه د توضيحاتو د ورکړې غوښتنه کړی.