لنډ خبرونه په متن او انځور کې
طالبانو د کابل د بريد پړه منلې ده
په کابل کې د چهار شنبې په ورځ د کاونتر پارت په نوم نړيوالې موسسې د بريد پړه طالبانو منلې ده. د چارواکو په حواله د کابل په شهر نو سيمه کې پرتې دغه ودانۍ ته د ننوتلو له پاره بريدگرو لومړی د موټر بم چاودنه وکړه او بيا د افغان امنيتي ځواکونو سره د ډزو تبادله وشوه. په پېښه کې د يو شمير کسان د ټپي کيدو خبر ورکړل شوی دی.
پاکستاني طالبانو د لاهور د بريد پړه منلې ده
د آلمان خبري آژانس(ډي پي ای) په حواله په لاهور کې د چهار شنبې په ورځ يوه طالب ځانمرگي بريد گر د يوه صوفي زيارت مخې ته په ځان پورې تړلي مواد چولي دي چې په نتيجه کې یې ۱۰ کسان وژلي او زيات شمير نور یې ټپيان کړي دي. د «حزب الاحرار» په نوم د پاکستاني طالبانو يوې څانگې چې ويل کيږي په افغانستان کې ميشته ده، د بريد پړه منلې ده.
ایران هم د اتومي تړون د ځينو برخو د لغوه کولو اعلان کړی دی
د امريکا متحدو ايالاتو له خوا د ایران سره د اتومي تړون د لغوه کيدو د کليزې پر ورځ ولسمشر حسن روحاني هم د خپل لوري د دغه تړون د ځيني برخو د لغوه کولو اعلان کړی. د اسنا خبري آژانس په حواله روحاني په يوه ليک کې چين، آلمان، فرانسه، بريتانيا او روسيه پر خپله دې پريکړه خبر کړي دي. ياد اتومي تړون د ۲۰۱۵م کال په جون مياشت کې د ايران او د ملگرو ملتونو پنځوو ويټو حق لرونکو غړيو او آلمان ترمنځ لاسلیک شوی وو.
حکومت له پاکستان څخه د آسيه بي بي وتل تائيد کړل
د مرگ په سزا محکومه شوې آسيه بي بي چې وروسته ورته د محکمې له خوا برائت ورکړل شو، د حکومتي معلوماتو په حواله له پاکستانه وتلي ده. د بهرنيو چارو وزارت تائید کړې ده چې هغه اوس په پاکستان کې نه ده. د دويچه ويله د معلوماتو په حواله نوموړې ښايي کاناډا ته پر لار وي. دا چې آسيه بي بي يوازې او که له کورنۍ سره ده، روښانه شوې نه ده. نوموړی د اسلام مقدسات ته د احتمالي سپکاوي له کبله په جزا محکومه شوې وه.
د امريکا په يوه ښوونځي کې د ډزو بله پېښه
د امريکا د کولارادو په يوه ښوونځي کې دوو زده کوونکو يو بل ۱۸ کلن شاگرد وژلی دی. پوليسو وويل چې نور اته زده کوونکي ټپيان شوي دي. دواړه احتمالي عاملين نيول شوي دي. دا ښوونځی هغه ښوونځي ته نزدې پروت دی چې تيره مياشت پکښې د يوې ناوړه پېښه شل کلنه غونډه ولمانځل شوه. هغه وخت دوو په وسلو سنبالو زده کوونکو دولس شاگردان او يو ښوونکی په ډزو وژلي ول او بيا یې ځان وژنه کړې وه.
د سوریې ځواکونو د ياغيانو د سيمې پر لور پرمختگ کړی
د سوریې د حکومت پلوه رسنيو په حواله حکومتي ځواکونه په شمال لويديځ کې د ياغيانو تر کنترول لاندې سيمو ته د پرمختگ په حال کې دي. ويل شوي چې په داسې حال کې چې حکومتي ځواکونو خپل عملیات پراخه کړي دي. د چهار شنبې په ورځ د پوځ د مرکزي رسنۍ له خوا ويل شوي چې حکومتي ځواکونه کفر نبوده کلي ته ننوتي چې د ياغيانو د ټاټوبي په جنوب ختیځه څنډه کې پروت دی.