لنډ خبرونه په متن او انځور کې
چارواکي: د الینګار امنيه قوماندان له خپلو ۴ ملگرو سره وژل شوی دی
د ځايي چارواکو په خبره د سه شنبې په ورځ د لغمان د الینګار ولسوالۍ امنیه قوماندان ډګروال سید محمد عارف سادات، د سړک د غاړې ماین چاودنه کې وژل شوی دی. په پیښه کې څلور نور پولیس هم وژل شوي او دوه نور ټپیان دي. د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي، دویچه ویله ته وویل چې دغه پېښه د الینګار ولسوالۍ په مسکین آباد سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه چې د امنیې قومندان عارف سادات، له دغې سیمې څخه تېرېده.
ميانمار د رويترز خبريالان آزاد کړي دي
په ميانمار کې د رويترز خبري آژانس دوه خبريالان چې تر ۵۰۰ زياتې ورځې بنديان ول، آزاد شوي دي. د روهينگيا د بحران په اړه د خبر ورکولو له کبله په ۷ کلونو بند سزا محکوم شوي خبريالان وا لون او کياو سيو اوو په رنگون کې د ولسمشر وين ميانت له خوا تر پخښل کيدو وروسته آزاد شول. دې ژورناليستانو په ميانمار کې د روهينگيا د مسلمان اقليت د قتل عام په اړه د رپوټ ورکولو له کبله یې يوه معتبره نړيوال جایزه هم گټلې.
په ترکيه کې د انتخاباتو د نتايجو پر لغوه کيدو نيوکې
د ترکیې په استانبول ښار کې د انتخاباتو کميسیون له خوا د محلي ټاکنو د نتايجو لغوه کيدل د اروپایي ټولنې د سختو نیوکو سبب شوی دي. د آلمان د بهرنيو چارو وزير هايکو ماس دا يوه غير شفاف پريکړه بللې او ويلي يې دي چې دا د درک وړ نه ده. اروپايي ټولنې د ټاکنو پر کميسيون غږ کړی چې ژر تر ژر دې د نويو ټاکنو د ترسره کولو علتونه په گوته کړي.
د سوریې په ادليب کې د ملکيانو د وژل کیدو په اړه انديښنه
د فرانسې ولسمشر ايمانويل مکرون د سه شنبې په ورځ د سوریې په ادليب کې د حکومتي ځواکونو پر بريدونو انديښنه څرگنده کړې او د ملگرو ملتونو په ملاتړ یې د دې شخړې د سیاسي حل غوښتنه کړې ده. مکرون پر خپله تويتر پاڼه ليکلي دي: «په سوريه او ادليب سيمه کې د زور زياتي پر پراخيدو ډېره انديښمن يم. د حکومت او د هغه د متحدينو بريدونو چې پر نورو سربيره پر روغتونونو هم کوي، په دې وروستیو کې يو شمير ملکيان وژلي دي.»
په ميليونو آلمانان ليک او لوست نه شي کولی
په آلمان کې ۶،۲ ميليونه لويان په آلماني ژبه سم ليک او لوست نه شي کولی. دا خبر د آلمان د زده کړو وزارت په غوښتنه په ترسره شوې څېړنه کې چې نن په برلين کې خپره شوه، ور کړل شوی دی. اغیزمن کسان که څه هم چې يو دوه جملو ويلی او ليکلی شي خو اوږده متنونه نه شي ليکلی. له دوی څخه یې د کابو نيمايي ژبه آلماني ده.