لنډ خبرونه په متن او انځور کې
نړيوال بانک: د افغانستان اقتصاد وچکالۍ او ناامنۍ اغیزمن کړی
د نړيوال بانک په يوه رپوټ کې چې نن، چهارشنبه په کابل کې خپور شو، ويل شوي دي چې د افغانستان اقتصاد د سختې وچکالۍ او ناامنۍ په پايله کې زيان ويني. زياته شوې چې تمه کيږي په ۲۰۱۹م کال کې پکښې يو څه ښه والی وليدل شي خو تمه کيږي چې وده به بيا هم باثباته نه وي. په رپوټ کې ويل شوي چې په ۲۰۱۸م کال کې د افغانستان اقتصاد د روان زورزياتي او وچکالۍ له کبله يوازې يو فيصد وده کړې وه.
افغان حکومتي ځواکونه تر طالبانو د زياتو ملکي قربانيانو سبب شوي
په افغانستان کې د حکومتي ځواکونو او د هغوی د بهرنيو متحدينو په هوايي بريدونو او ځمکنيو عملياتو کې مخ پر زياتېدونکي ډول ملکيان قرباني کيږي. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو سياسي دفتر (يوناما) په يوه رپوټ کې راغلي دي چې د روان ميلادي کال د جنورۍ تر مارچ مياشتو پورې افغان او نړیوال ځواکونه د جگړې په ترڅ کې تر طالبانو او نورو یاغیانو د زیاتو ملکي افغانانو د وژلو سبب شوي دي.
په ادليب کې چاودنې ۱۵ کسان وژلي
د سوریې په شمال ادليب ايالت کې يوې چاودني ۱۵ انسانان وژلي دي. د ياغيانو تر ولکې لاندې ښار جسر الشغور کې ۳۵ کسان ټپيان شوي هم دي. چاودنه يوه بازار ته څېرمه شوې ده. د ادليب ايالت ډېره برخه د «حيات التحرير الشام» ډلې له خوا کنتروليږي. دا ايالت د سوریې وروستۍ سيمه ده چې زياتره برخه یې د ياغيانو په لاس کې ده.
پاکستان: وسله والو د پوليو د واکسين ډلې ساتونکی پوليس وژلی
وسله والو کسانو د خيبر پښتونخوا په بنير سيمه کې يو پولیس چې د پوليو ضد واکسينو کمپاین کارکوونکو ساتنه يې کوله، په ډزو وژلی دی. همدا راز د پوليسو په حواله په لاهور کې هم پرون، سه شنبه د پوليو واکسين د کمپاين يو کار کوونکی د يوه ځايي اوسيدونکي له خوا په چړو وهل شوی وو. په بنو ښار کې بيا يو پوليس چې د پوليو ټيم یې بدرگه کاوه، په ډزو وژل شوی دی.
کيم جونگ له پوتين سره د ملاقات له پاره روسیې ته رسیدلی
د شمالي کوريا واکمن کيم جونگ اون د روسیې ولادي واستوک ښار ته رسېدلی دی. د روسيې تلويزيون له لارې وليدل شول چې څرنگه کم له يوه ځانگړي اورگاډي څخه پر سرو غاليو راکښته شو. نوموړی به د پنجشنبې په ورځ د روسیې په دې شرقي ښار کې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره وگوري. دا به د دواړو مشرانو لومړۍ ليدنه کتنه وي. د شمالي کوريا پر اتومي پروگرام سربيره به د دواړو هيوادونو پر اقتصادي همکارۍ هم خبرې وشي.
په جگړو کې د جنسي تیريو په اړه پريکړه ليک تصويب شو
د ملگرو ملتونو امنيت شورا په جگړو کې د جنسي تيريو پر ضد د آلمان له خوا د وړاندې شوي پريکړه ليک مسوده تصويب کړه. د آلمان حکومت دا متن په دې موخه وړاندې کړی چې په جگړه ځپلو سيمو کې د جنسي تيريو پر وړاندې ژر او اغیزناک چلن وکړای شي. په دې مسوده کې د ملگرو ملتونو له غړيو څخه غوښتنه شوې چې د دې ډول زرو زياتيو پر وړاندې خپل قوانين سخت کړي د عاملينو د تعقيب ساحه پراخه کړي.