لنډ خبرونه په متن او انځور کې
«د سريلانکا د بريدونو انگیزه ښايي د نوي زيلند د بريدونو غچ اخيستنه وي»
د سريلانکا حکومت پر کليساوو او لوکسو هوټلونو باندي د خونړيو بريدونو پړه پر يوې سيمه ایزې ترهگرې ډلې اچولې ده. د دفاع وزارت له خوا ويل شوي چې د لومړي پلټنو له مخې د بريدونو انگیزه د نوي زيلند د جوماتونو غچ اخيستنه وه. د نوي زيلند په کرايست چرچ کې پر دوو جوماتونو په بريد کې۵۰ کسان ووژل شول. په سريلانکا کې پر کليساوو او هوټلونو په بريدونو کې ۳۱۰ انسانان وژل شوي او تر ۵۰۰ زيات ټپيان دي.
فلېپين يوې بلې زلزلې لړزولی دی
د فلېپين په پلازمينه منیلا کې تر زلزلې يوه ورځ وروسته د هېواد نوري برخې هم زلزلې لړزولي دي. د ريشتر پر کچه د زلزلې قوت ۶،۴ وو. د زلزلې مرکز په سمار ټاپو کې ۷۰ کيلومتره ژور وو. د سيمه ایزو رسنيو په حواله یو شمیر انسانان د کورونو تر خرابو لاندې شوي دي.
آلمان: دوه افغان او دوه ايراني کډوال پر پوليسو د برید له کبله محاکمه کيږي
څلور کډوال په آلمان کې بايد محکمې ته ځواب ووايي. پر دې څلورو ځوانانو تور لگول شوی چې په امبيرگ ښار کې پر لارويانو او پوليسو حمله کړې او هغه یې ټپيان کړي دي. دا کډوال په خټه افغانان او ايرانيان دي او د څلور مياشتې تر مخه بريد پر وخت یې عمرونه د ۱۷ او ۲۱ کالونو ترمنځ ول. دې قضیې د مجرمو مهاجرو د اخراج په اړه بحثونه پارولي ول.
د ملاريا د واکسين ستر کمپاين پېل شوی
ساينس پوهانو او ډاکترانو په لومړي ځل د ملاريا ضد واکسينو يو پراخ کمپاين په لاره اچولی دی. د يوې سترې پروژې په ترڅ کې به لومړی د افريقا په ملاوي، گانا او کينيا هېوادونو کې هرکال کابو ۳۶۰ زره ماشومان د دې ناروغۍ د مخنيوي په موخه چې د يوه مياشي له لارې خپريږي، واکسين کيږي. د ملاريا د مريضانو شمير په دې وروستيو کې يو وار بيا لوړ شوی دی.
«په ميانمار کې په يوه کان کې حادثې ۵۰ تنه وژلي»
اسوشيتد پريس خبري آژانس د ميانمار د پارلمان د يوه غړي په حواله خبر ورکړی چې د هېواد په شمال کې په يوه کان د ځمکې ښوېدنې له کبله تر ۵۰ زيات کسان وژل شوي دي. هغه زياته کړې چې تر اوسه درې جسدونه موندل شوي او ۵۴ نور کسان لادرکه دي. زياته شوې چې پېښه د دوشنبې په ورځ د کاچين ایالت په هپاکنت سيمه کې رامنځته شوی ده.