لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د افريقا په جنوب کې د توپان د قربانيانو شمير تر ۳۰۰ اوښتی
د حکومتي معلوماتو له مخې د «ايدای» په نوم توپان د تیریدو پنځه ورځې وروسته په موزمبيق او زېمبابوې کې د قربانيانو شمير تر ۳۰۰ اوښتی دی. په دواړو هېوادونو کې د قربانيانو د شمير د لوړيدو ويره هم موجوده ده. د تیرې پنجشنبې په شپه ناوخته دغه توپان د موزمبيق بيرا ښار ته رسیدلي و او هلته يي سختې ویجاړۍ رامنځ ته کړې. تر هغې وروسته دغه توپان په زیمبابوې کې هم زیانونه واړول.
ملګري ملتونه: سیلابونو تر ۱۲۲۰۰۰ ډیر افغانان مرستې ته اړ کړي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ادارې ویلي دي چې په افغانستان کې وروستیو سیلابونو تر ۱۲۲۶۰۰ ډیر کسان مرستو ته اړ کړي دي. په وروستیو میاشتو کې د افغانستان په ډیرو برخو کې سیلابونه راغلل. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي ادارې د سه شنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې ویلی دي چې سیلابونو د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه ۱۴ یې زیانمن کړي دي. د دې سیلابونو له کبله په زرونو کورونه ویجاړ یا زیانمن شوي دي.
د رد شويو افغانانو يوه بله ډله له آلمانه کابل ته رسيدلې ده
له آلمان څخه د اخراج شوو افغان مهاجرو یوه بله ډله د چهارشنبې په سهار کابل ته ورسیده. افغان چارواکو ویلي دي چې په دغه الوتکه کې ۲۱ افغانان خپل هیواد ته اخراج شوي دي. دغې الوتکې د آلمان د لايبڅک ښار څخه پرواز کړی وو. دا د ۲۰۱۶م کال راهيسې افغانستان ته د رد شوو افغان مهاجرو د ډله ایز اخراج د لړۍ له پیلیدو راهیسې دا ۲۲ پرواز دی چې تر سره کیږي.
پاکستان کې د طالبانو برید شپږ امنیتي ځواکونه وژلي
د پاکستاني چارواکو په حواله د چهار شنبې په ورځ په بلوچستان ايالت کې د مليشه ځواک پر يوه پوسته د طالبانو يرغل ۶ تنه عسکر وژلي دي. د ځايي پوليسو يوه چارواکي نعيم شاه، د آلمان خبري آژانس ته ويلي دي چې په مشيندارو او لاسي بمونو سمبالو وسله والو په لورالايي کې د سه شنبې په شپه ناوخته په يوه ليرې پرته پوسته بريد کړی. د پاکستاني طالبانو يوه وياند د بريد پړه منلې ده.
«د اسرئيلو پوځ دوه فلسطنيان وژلي»
د اسرائیل د پوځ د معلوماتو له مخې اسرائيلو عسکرو د سه شنبه د شپې ناوخته د اردن سيند په لويدیځه غاړه کې دوه فلسطنيان وژلي دي. د پوځ په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې دغه سړي چې په موټر کې سپاره ول، د هغو عسکرو پر لور یې چاوديدونکي توکي گوزار کړي چې د یوسف ع په مقبره کې یې د يوې دروازې ساتنه کوله. ويل شوي چې عسکرو ځوابي ډزې کړي.
آسترليا غواړي په راتلونکي کې کم کډوال ومني
د آستراليا حکومت غواړي لږ کډوال هېواد ته ور پريږدي. د چهار شنبې په ورځ په پلازمينه کانبره کې محافظه پال لومړي وزير سکوت موريسن اعلان وکړ چې هېواد به یې په راتلونکي کې په هر کال يوازې ۱۶۰ زرو کډوال ومني، چې تر اوسه دغه شمیر ۱۹۰ زره کډوالو ته رسیده. پر دې سربیره به په راتلونکي کې کډوال د لويو ښارونو پر ځای زيات په کليوالو سيمو کې ځای پر ځای کيږي.