لنډ خبرونه په متن او انځور کې
محمد عمر داوزی: په مارچ میاشت کې به لويه جرگه را وبلله شي
د سولې په چارو کې د افغان ولسمشر ځانگړي استازي محمد عمر داودزي ويلي دي چې په مارچ مياشت کې به لويه جرگه له طالبانو سره د سولې پر مذاکراتو د بحث له پاره را وبلل شي. هغه ويلي دي چې جرگه به د مارچ مياشتي په دوهمه نيمايي کي راوبلل شي. انتظار کيږي چې د جرگې غړي له طالبانو سره د خبرو اترو له پاره افغان حکومت ته يو چوکاټ وړاندې کړي.
آلمان: په يوه لارۍ کې افغان مهاجر موندل شوي
ويسبادن ښار ته څيرمه د موټرو په يوه دمه ځای کې دوه افغانان نيول شوي، چې په پټه یې په يوه لارۍ کې سفر کاوه. پوليسو وويل چې دغه دواړو ۱۶ کلنو ځوانانو پيژند پاڼې نه درولودلې. د لارۍ موټروان ويلي دي چې د يوه توقف پر وخت يې په موټر کې دربی واورېد. په دغه لارۍ موټر کې چې فرنيچر بار ول ياد کسان په ترپال کې د يوه کوچني سوري له لارې داخل شوي ول. دا چې دوی له کومه ځای په لارۍ کې سپاره شوي ول معلومه نه ده.
سعودي غواړي په هند کې د ۱۰۰ ميلياردو ډالرو پانگونه وکړي
سعودي عربستان په نزدې راتلونکي کې په هند کې تر ۱۰۰ ميلياردو ډالرو زياتې پانگونې پلان لري. دا خبره د سعودي وليعهد محمد بن سلمان د هند له لومړي وزير نريندر مودي سره تر ملاقات وروسته کړې ده. هغه ويلي دي چې غواړي له مودي سره دا خبره ډاډمنه کړي چې په راتلونکو دواړو کلونو کې دغه پانگونه عملي شي. نريندر مودي هم له سعودي عربستان او نورو اسلامي هيوادونو سره د ژورې اقتصادي همکارۍ خبره وکړه.
بيت القمدس: په حرم القدس شريف کې فلسطنيانو او پوليسو اخ و ډب
د بيت المقدس د ختيځ په زاړه ښار کې د يوې دروازې د جوړولو پر سر جگړه د سه شنبې په شپه يو وار بيا پراخه شوې ده. په حرم القدس شريف کې يو ډله فلسطنيانو هغه ساحې ته د داخليدو هڅه کړې ده چې د اسرائیلو له خوا تړل شوې ده. د رسنيو په حواله په دې ترڅ کې يو شمير انسانان ټپيان شوي دي. سربيره پر دې ۱۹کسان نيول شوي هم دي. د پوليسو په حواله وضعه اوس بيرته آرامه شوې ده.
د هند په يوه زندان کې يو پاکستانی سنگسار شوی دی
د هند د جېپور په مرکزي زندان کې يو پاکستانی زنداني چې د عمري بند په سزا محکوم شوی وو او له اتو کالونو راهيسې په زندان کې وو، د نورو زندانيانو له خوا سنگسار شوی دی. د راجستان ایالت د پولیسو مشر کپيل جارج د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې دغه تن تر يوې لفظي شخړې وروسته په ډبرو ويشتل شوی او وژل شوی دی. دا پېښه په داسې حال کې ترسره شوې چې د هند او پاکستان ترمنځ کشمکش ډېر پراخ شوی دی.
ترکيه وايي روسی دافع هوا سسټم به تر اکتوبره چمتو شي
ترکيه غواړي S- 400 روسی دافع هوا سسټم له اکتوبر مياشت څخه کار اخستنې ته چمتو کړي. د ترکیې د وسلو د صنعت څانگې مشر اسماعيل ديمير د چهار شنبې په ورځ وويل: «دغه سسټم به په جولای مياشت کي ترکیې ته انتقال او ځای پر ځای شي او تر اکتوبر مياشتې پورې به فعال شي.» په دې ترتيب به ترکيه د ناټو لومړی هېواد وي چې د روسیې د وسلو پر سسټم چې د ناټو د وسلو له سسټمونو سره نه عياريږي، تکيه کوي.