لنډ خبرونه په متن او انځور کې
جيش العدل ډلې د سيستان - بلوچستان د بريد پړه منلې ده
د ایران په سيستان - بلوچستان ايالت کې پر سپاه پاسداران انقلاب د چهار شنبې د ورځې د بريد پړه چې ۲۷ سرتیري پکښې وژل شوي ول، د جيش العدل په نوم سني ترهگرې ډلې منلې ده. جیش العدل د جندالله ياغي ډلې چې په ۲۰۰۰ م کال کې یې د ايران د اسلامي جمهوريت پر ضد خونړۍ بغاوت پېل کړی وو، يوه بڼه ده. خو دغه ډله په ۲۰۱۰م کال کې د مشر عبدالمایک ريگي تر نيول کيدو او اعدام وروسته ډېره کمرزوې شوه.
طالبان په پاکستان کې امريکايانو او عمران سره ويني
طالبانو د چهارشنبې په ورځ وویل چې غواړي له امریکايي چارواکو سره د افغانستان د سولې په هکله د پاکستان په اسلام آباد کې خبرې او مذاکرات وکړي. یادې ډلې همدا راز زیاته کړې چې په پام کې لري چې دا ځل د افغانستان په هکله د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره هم خبرې او ملاقات کوي. لا تر اوسه پورې اسلام آباد په دې اړه څه نه دي ویلي خو واشنګټن بیا ویلي چې دوی د طالبانو له دې اعلانه خبر دي.
د هند تر ولکې لاندې کشمير کې ۱۲ هندي عسکر وژل شوي
د فرانسې خبري آژانس په حواله د هند تر ولکې لاندې کشمير سرينگر ښار ته څيرمه د پوځ پر يوه کاروان بريد لږ تر لږه ۱۲ هندي عسکر وژلي دي. د ځاي پوليسو يوه لوړپوړي مشر وويل چې چاودنه د مخکې نه د ځای پر ځای شويو چاوديدونکو توکو د انفجار له کبله شوې ده. هغه زياته کړې چې د زخميانو په انتقال بوخت دي او د کره شمېر په هکله یې لا څه نه شي ويلی. د اټکلونو پر اساس هند په کشمير کې کابو ۵۰۰ زره عسکرلري.
يوې امريکايي ميرمن ښايي د ایران له پاره جاسوسي کړي وي
د امريکا متحدو ایالاتو د عدليې وزارت په حواله د امريکا د استخباراتي خدماتو يوې کارکوونکي ښايي څو کاله د ایران له پاره جاسوسي کړي وي. د تکساس پر ۳۹ کلنې مونيکا ويټ تور لگول شوی چې په ۲۰۱۳م کال کې ورته د ایران له خوا دا دنده سپارل شوې وه. نوموړې ښايي پر نورو سربيره د ايران حکومت ته ډېر مهم محرم معلومات ورکړي وي او همدا راز یې ورسره د يوه بل امريکايي جاسوس د هويت په اړه هم معلومات شريک کړي وي.
رپوټ: د نړۍ کابو هر پنځم ماشومان په جگړه ځپلې سيمه کې ژوند کوي
د يوه رپوټ په حواله د نړۍ کابو هر پنځم ماشوم په بحران ځپلې سيمه کې رالوېږي. د «Save the Children» رپوټ کې ويل شوي چې په ۲۰۱۷م کال کې په ټوله نړۍ کې ۴۲۰ ميليونه ماشومان په هغه سيمو کې اوسيدل چې جگړې پکښې روانې وې. د رپوټ په حواله دمگړۍ د ماشومانو له پاره تر ټولو خطرناک لس هېوادونه افغانستان، يمن، جنوبي سوډان، مرکزي افريقا جمهوريت، کانگو ديموکراتيک جمهوريت، سوريه، عراق، نايجيريا، سوماليا او مالي دي.
اسرائيل غواړي له عربي هېوادونو سره په شريکه يو ايران ضد ائتلاف جوړ کړي
د آلمان خبري آژانس په حواله اسرائيل غواړي د عربي هېوادونو سره گډه يو ايران ضد ائتلاف جوړ کړي. د اسرائيلو لومړي وزير بنيامن نتنياهو د پنجشنبې په ورځ په وارسا کې د منځني ختيځ د سولې په کنفرانس کې دا يوه «تاريخي موقع» وبلله چې د اسرائيلو يوه لومړي وزير او د مخکښو عربي هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په گډه «په غير عادي قاطعيت، روښانتيا او يووالي سره د ایران د رژيم د گواښ پر ضد» دريځ نيولی وي.
چين او امريکا د تجارتي شخړې د هواري هڅې کوي
د يوه ضرالاجل تر ختميدو لږ د مخه امريکا متحدو ايالاتو او چين يو وار بيا خبرې اترې پېل کړي دي. د چين مرستيال لومړي وزیر ليو هي د پنچشنبې په ورځ د تجارت له پاره د امريکا ځانگړي استازي وربيرت لايهايزر او د ماليې وزير سټيون منوچين ته په پيکنگ کې هرکلی ووايه. د نړۍ دا دوه ستر اقتصادي قدرتونه به دوه ورځې په خپل منځي اختلافاتو بحث وکړي.
زېهوفر د پناه غوښتونکو د آسان اخراج مسوده چمتو کړې
د رسنيو په حواله د آلمان د کورنيو چارو وزير هورست زېهوفر د مجرم پناه غوښتونکو د بيرته ليږدولو په موخه د اړوندو قوانينو پر لا کلکولو کار کړی څو د دې ډول کډوالو اخراج آسان شي . د «Passauer Neue Presse» ورځپاڼې دوی ته د رسيدلي سند پر بنسټ ويلي چې دا خبره د اخراج د مکلفيت په شان سره د عملي کولو په موخه د يوه دويم قانون په مسوده کې شوې ده.