لنډ خبرونه په متن او انځور کې
پروازول: د افغانانو پر دوسیو دې د پریکړې پر وخت د افغانستان شرائط په نظر کې ونيول شي
په آلمان کې د پناه غوښتونکو پلوي سازمان «پروازول» ويلي دي چې د افغانستان په هره برخه کې په دې وروستيو کې جگړه روانه ده. دغي ټولنې د چهار شنبې په ورځ په فرانکفورت کې وويل چې د افغانستان حکومت د هيوادو په زياتو برخو کې د خپلو وگړو پر ساتلو قادر نه دی. دغه سازمان ويلي دي چې د آلمان د کډوالو او مهاجرت اداره بايد د افغانانو پر دوسيو د پريکړې پر وخت دا حقايق په نظر کې ونيسي.
پاکستان: د وسله والو پر يوه پټنځای بريد کې ۴ تنه وژل شوي
د پاکستان پوليسو ويلي دي چې امنيتي ځواکونو د وسله والو پر يوه پټنځای د چاپې پر وخت درې شکمن وسله وال وژلي. ویل شوي دي چې په پېښه کې يو ملکي وگړی هم سهوتاً وژل شوی دی. نوموړي زياته کړې ده چې په وژل شويو کې د محمد اسلام په نوم د وسله والو يو قوماندان هم شامل دی چې د ۲۰۱۸م کال په نوامبر کې یې د اورکزيو په کلايا سيمه کې د شيعه مذهبو پر بازار بريد طرح کړی وو.
په هامبورگ کې يو پناه غوښتونکی له طالبانو سره د همکارۍ په تور محاکمه کیږی
د آلمان د هامبورگ په ستره محکمه کې د سه شنبې په ورځ د وسله والو طالبانو سره د همکارۍ په تور د يوه ۲۵ کلن افغان محاکمه پېل شوې ده. پر دې ځوان پناه غوښتونکي تور دی چې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۴م کالونو ترمنځ یې له طالبانو سره همکاري درلودله. دا کس له يوه خارجي ترهگر سازمان سره په همکارۍ او په نورو جرمونو کې په لاس درلودول تورن دی. هغه خپله هم منلی چې د غچ اخيستني له ویرې یې له دې ډلې سره گډکار کړی دی.
سوريه: ځانمرگي بريد د امريکايي عسکر په گډون اته کسان وژلي
د سوریې په منبج ښار کې د امريکا متحده ایالاتو په مشرتوب ائتلاف پر ځواکونو د ځانمرگي بريد په پایله کې د يوه امريکايي عسکر په گډون اته کسان وژل شوي دي. دا خبر د بشري حقونو د څار سوريایي ټولني ورکړی دی. خو د ائتلاف له خوا د امريکايي عسکرو د وژل کیدو خبر نه دی تائید شوی. دغه ټولنې زياته کړې ده چې وژل شوي اووه کسان ملکيان دي. د بريد پړه داعش منلې ده.
په نړۍ کې د عیسويان پر ضد روز زياتی ډېر شوی دی
د «Open Doors» عيسوي مرستندويه ټولنې په حواله په ټوله نړۍ کې د عیسويانو تعقيب زيات شوی دی. زياته شوې چې په ځانگړي توگه په چين او هند کې وضعيت د انديښنې وړ دی. خو د ټولنې د تعقيب په نوملړ کې د شمالي کوريا نوم په سر کې دی چې يو «ډېر ظالم استبدادي رژيم» لري. تر دې وروسته افغانستان او سوماليا دي. د دې وضعيت علتونه استبدادي سستمونه، وسله وال اسلامي غورځنگونه او ناسيونالیزم ياد شوي دي.
اروپايي سياستوالو د بريگزيت تړون پر نه تصويبیدو خواشيني څرګنده کړې
د بريتانيا د پارلمان له خوا د بريگزيت يا له اروپايي ټولنې څخه د بريتانيا د وتلو تړون تر رديدو وروسته اروپايي سياستوالو له ټولنې څخه د بريتانيا په غير منظم ډول له جلا کيدو څخه خبرداری ورکړی. د اروپايي ټولنې د کميسيون مشر ژان کلود يونکر د بگزيت تړون نه شتون تر ټولو د «خراب امکان» په توگه ياد کړ. د اروپايي ټولنې د شورا مشر دونالد دوسک د تويتر له لارې ويلي چې د تړون پر سر به نورې خبرې ونه شي.