لنډ خبرونه په متن او انځور کې
ايران: بار وړونکې الوتکې د بيړنۍ ناستې پر وخت اور اخيستی
د ايران په هوايي ډگر کې يوې بار وړونکې الوتکې د بيړنې ناستې پر وخت اور اخيستی دی. د پوځ د معلوماتو په حواله په پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي. د آي آر آي بي دولتي خبري آژانس په حواله پېښه د کرج په هوايي ډگر کې رامنځته شوې ده. د بيړنۍ ناستې پر وخت دا بوينگ ۷۰۷ ډوله الوتکه له ليکې تر وتلو وروسته له ديوال سره جنګیدلې او اور یې اخيستی دی. اطفاعيه او د ژغور عمله د پېښې ځای ته رسيدلي دي.
آلمان: شکمن افغان پناه غوښتونکي يوه ميندواره ښڅه په چړو وهلې ده
د آلمان په باد کرويڅناخ ښارگوټي کې يوه ميندواره ښځه د يوه شکمن افغان پناه غوښتونکي له خوا پر چړو تر وهلو وروسته سخته ټپي شوی او ماشوم یې وژل شوی دی. پېښه د جمعې په ورځ رامنځته شوې ده. پوليسو ويلي چې عامل يو ۲۵ کلن افغان پناه غوښتونکی دی چې د دغه حامله دارې ښځې ليدو ته روغتون ته ورغلی وو. زياته شوې چې دغه سړي ۲۵ کلنه ميندواره ښځه د لفظي شخړې پر وخت څو ځلي په چړې وهلې ده.
ملګري ملتونه: پاکستان دې رواني ناروغ نه اعداموي
د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو پر پاکستاني چارواکو غږ کړی چې د هغه رواني ناروغ د مرگ سزا دې وځنډوي چې د پلان له مخې به د سه شنبې په ورځ اعدام شي. د يکشنبې په ورځ په ژنيو کې د ملگرو ملتونو له خوا ويل شوي چې په ۲۰۰۳م کال کې د مرگ په سزا د محکوم شوي پخواني پوليس خضر حيات اعدامول «له نړيوالو مکلفيتونو څخه د پاکستان ښکاره سرغړونه» ده.
مصر د ترهگرو سره د اړيکو په شک دوه آلمانيان اخراج کړي
مصر د آلمان د گيسن ښار يو ۱۸ کلن هلک له افراطي ډلې داعش سره د احتمالي اړيکو له کبله اخراج کړی دی. د «الارحرام» ورځپاڼې د دغه ځوان انځورونه خپاره کړي چې هغه پکښې د قاهرې په هوايي ډگر کې ليدل کيږي. د رپوټ په حواله د مصر چارواکو له خوا د دغه ځوان څخه پوښتنو گرويږنو ښوولی چې هغه غوښتل د سينا نيمه ټاپو په شمال کې له ترهگرو سره يوځای شي. دا ۱۸ کلن هلک د دسمبر له نيمايي راهيسې لادرکه وو.
ترمپ ترکیې ته پر کردانو د احتمالي بريد په هکله خبرداری ورکړ
د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ترکیې ته د سوریې په شمال کې پر کردانو د بريد په صورت کې د سختو اقتصادي پايلو گواښ کړی دی. ترمپ پر تويتر ليکلي دي چې که چيرې ترکيه پر کردانو بريد وکړي نو له اقتصادي پلوه به ويجاړه کړل شي. نوموړي په عين وخت کې پر کردانو غږ کړی چې ترکيه دې نه پاروي. ترمپ په دسمبر مياشت کې په ناڅاپي توگه له سوریې څخه د ټولو امريکايي ځواکونو د رايستلو اعلان وکړ.
امريکا او سعودي عربستان غواړي په يمن کې اوربند عملي شي
امريکا متحده ايالات او سعودي عربستان په يمن کې د ملگرو ملتونو په منځگړيتوب د رامنځته شوي اوربند پر عملي کولو ټينگار کوي په سعودي عربستان کې د امريکا د سفارت له خوا ويل شوي چې د بهرنيو چارو وزیر مايک پمپيو، او وليعهد محمد بن سلمان، د زور زياتي د مخنيوي او د اوربند په هلکه د شوي تړون پر سر خبري کړي دي. د سفارت له خوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې يو هر اړخيز سياسي حل د شخړې د ختمولو يوازنۍ لاره ده.