لنډ خبرونه په متن او انځور کې
افغانستان: په بيلا بیلو بريدونو کې ۳۲ امنيتي ځواکونه وژل شوي
رويترز خبري آژانس د رسمي سرچينو په حواله خبر ورکړی چې د وسله والو طالبانو په بريدونو کې ۳۲ افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي دي. چارواکو د پنجشنبې په ورځ وويل چې پر نورو سربيره په کندز، بغلان، تخار او بادغيس ولايتونو کې د کنترول پر پوستو يرغلونه کړي دي. ويل شوي دي چې د نښتو پر وخت زيات شمير طالب جنگيالي هم وژل شوي دي. د طالبانو يوه وياند د دې يرغلونو پړه منلې ده.
په يمن کې د حوثي ياغيانو بريد ۵ تنه وژلي
په يمن کې په دسمبر مياشت کې پر رامنځته شوي اوربند سربيره د پوځي رسم گذشت پر وخت د حوثي ياغيانو د احتمالي بريد په پايله کې يو شمير انسانان وژل شوي دي. د سعودي عربستان او حوثيانو د رسنيو په حواله بريد په لحاج ايالت کې شوی دی. د العربيه تلویزيوني شبکې په حواله په پېښه کې ۵ تنه وژل شوي دي. د حوثيانو المسيره شبکې بيا ويلي دي چې د بريد هدف «د اشغالگرو مشرتابه» وو.
په سوډان کې د مظاهرو پر وخت مرگ ژوبله اوښتې
په سوډان کې د نويو مظاهرو پر وخت درې کسان وژل شوي دي. دا درې کسان هغه وخت ووژل شول چې په امدورمان ښار کې پوليسو پر مظاهره کوونکي اوښکې بهونکی گاز وپاشه. د سونا دولتي خبري آژانس په حواله په دې ترڅ کې يو شمير کسان ټپيان شوي هم دي. د سه شنبې په ورځ د بشري حقونو فعالانو پر پوليسو تور لگولی وو چې له مظاهره کوونکو سره روز زياتی کوي او پر هغوی یې ډزې کړي دي.
د بريتانيا پوليسو ۲۸ غير قانوني کډوال نيولي
د بريتانيا پوليسو په يوه لارۍ کې ۲۷ احتمالي غير قانوني مهاجر موندلي دي. پوليسو ويلي دي چې دغه بار وړونکی موټر یې د چهار شنبې په ماښام د بريتانيا ستوک اون ترينت ښار سره نزدې پر لويه لاره درولی وو. زياته شوې ده چې موټر چلوونکی نيول شوی او پوښتنې گرويږنې ترې روانی دي. بريتانيا هم د نورو اروپايي هيوادونو په څير د غير قانوني مهاجرو د ورتگ له ستونزې سره لاس او گريوان دی.
ايران د يوه امريکايي نيونه تائيد کړې ده
ايران د يوه امريکايي تبعه د نيولو خبر تائید کړی دی. د بهرنيو چارو وزارت په حواله امريکا متحدو ايالاتو ته په دې هکله خبر ورکړل شوی دی. خو وزارت په دې اړه نور جزيات په ډاگه نه کړل. نيويارک ټایمز ورځپاڼې مخکې ليکلي ول چې د امريکا د سمندري ځواکونو يو پخوانی عسکر مايکل وايټ د جولای مياشتې له پای راهيسې په ایران کې بندي دی. سربيره پر دې درې نور امريکايان له کالونو راهيسې په ايران کې په زندان کې دي.
د سوریې ياغي مليشو ښايي ادلب ښار نيولی وي
القاعدې ته يوې نژدې ډلې ويلي دي چې په سوريه کې يې هغه ستره سيمه نيولې ده چې د ياغيانو وروستی سنگر بلل کید. د حيات تحرير الشام افراطي مليشو ويلي دي چې دوی د سيالې ياغې ډلي «د خپلواکۍ ملي جبهې» سره يوه تړون کړی دی. دغه ډله د ترکیې متحده ده. زياته شوې ده چې په تړون کې راغلي دي چې د ادليب ښار شا او خوا سيمې به د «ژغورني د يوه حکومت» لاندي وي.