لنډ خبرونه په متن او انځور کې
افغان حکومت يو اخراج شوی کډوال بيرته آلمان ته استولی، مالتا د مهاجرو دوو کښتيو ته په خپل بندر کې درديدو اجازه ورکړې، چين او امريکا تجارتي شخړې په حلولو کې پرمختگ کړی....
افغانستان ته اخراج شوی پناه غوښتونکی بيرته آلمان ته ليږدول شوی
له آلمانه افغانستان ته د تازه اخراج شويو ۳۶ افغان پناه غوښتونکو څخه يو ۲۳ کلن بيرته آلمان ته ليږدول شوی. د آلماني چارواکو حواله دغه پناه غوښتونکی د تاوتريخوالي په څو قضيو کې د لاس درلودو له کبله په څو ځلي جزا محکوم شوی دی. خو د افغانستان د مهاجرو او راستنېدونکو چارو ورازت د راستنېدونکو د حقوقي ملاتړ رئيس مرتضا رسولي دويچه ويله ته وويل چې دغه افغان، ځکه دوی بيرته لېږلی دی چي رواني ناروغي يې لرله.
خلیلزاد د سيمې هېوادونو ته د سفر نوې لړۍ پېل کړه
د افغانستان د سولې له پاره د امريکا متحدو ايالاتو ځانگړي استازي زلمي خليلزاد افغانستان ته په سفر سره د سيمې هيوادونو ته د سفرونو نوې لړۍ پيل کړه. د امريکا متحدو ایالاتو د بهرنيو چارو وزارت په يوه اعلاميه کې ويل شوي دي چې زلمی خليلزاد به چې تيره اوونۍ یې په ابوظبۍ کې د طالبانو له استازو سره وليدل، په خپل دې سفر کې چې د جنورۍ تر ۲۱ پورې دوام کوي، افغانستان، چين، هند او پاکستان ته هم سفرونه وکړي.
آلماني کښتيو د مالتا په بندر کې د دريدو اجازه ترلاسه کړې
مالتا په مديترانې سمندرگي کې د يوې آلمانې مرستندويي ټولنې له څو اوونيو راهيسې ولاړو کښتيو ته چې ۴۹ کډوال پکښې سپاره دي، د لنگر اچولو اجازه ورکړې ده. د مالتا لومړي وزير یوسپ مسکات يوې مطبوعاتي غونډې ته وويل چې ژغورل شوي کډوال به د اروپايي ټولنې پر اتوو هېوادونو وويشل شي. د برلین د «سي - واچ» مرستندويه ټولنې د دسمبر پر ۲۲ نيټه ۳۲ مهاجر ژغورلي ول.
کم جونگ اون د چین سفر پای ته رسولی
د شمالي کوريا واکمن کم جونگ اون د چين رسمي سفر پای ته ورساوه. خو نه چينايي او نه هم د شمالي کوريا رسنيو د نوموړي د سفر د پروگرام په هکله زيات جزيات خپاره کړل. د جنوبي کوريا د ینهوپ خبري آژانس خبر ورکړی دی چې کِم تر بيرته ستنيدو لږ د مخه په پيکنگ کې د درملو يوه شرکت ته ورغلی وو. د سه شنبې په ورځ نوموړي د ولسمشر شي جين پينگ سره يو ساعت خبرې وکړې.
چين او امريکا د تجارتي شخړې په حلولو کې پرمختگ کړی
امريکا متحدو ايالاتو او چين په پيکنگ کې د تجارتي شخړې د حلولو له پاره د خبرو اترو تازه پړاو پای ته رسولی دی. د امريکا د زراعت وزير تيد مک کيني وويل چې خبرې ښې پر مخ ولاړې. د چين د بهرنيو چارو وزارت ويلي دي چې د غونډې پايلې به ژر اعلان شي. زيات شوې ده چې د غونډې يوه ورځ غځيدل په دې معنا دي چې جدي خبرې اترې ترسره شوي.
ترمپ وايي له مکسيکو سره بايد ديوال جوړ شي
د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ ولس ته په خپله وينا کې له مکسيکو سره دیوال جووړني له پاره تبليغ وکړ. ترمپ وويل چې سرحدي سيمه د ټولې امريکا له پاره يوه امنيتي مسئله ده او غير قانوني مهاجرتونه په يوه پراخ بشري بحران بدل شوي دي. ترمپ يو وار د دې پروژې له پاره د کابو پنځوو ميلياردو ډالرو غوښتنه وکړه او پر ديموکراتانو یې غږ وکړ چې دا پيسې دی ومني.