لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د طالبانو په بريدونو کې د امنيتي ځواکونو ۱۲ منسوبين وژل شوي، په لیبيا کې ځانمرگي بريد مرگ ژوبله اړولې، ترکیې فرانسې ته د کردانو له ملاتړ څخه خبرداری ورکړی.....
چين او پاکستان وايي د افغانستان کړکيچ يوازې د خبرو له لارې حليدلی شي
د پاکستان او چين د بهرنيو چارو وزيرانو د افغانستان د کړکيچ په هلکه خبرې کړي. د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل: «دواړه مشران په دې آند دي چې د افغانستان کړکيچ په پوځي لارو نه شي حليدلی او د يوه داسې سياسي حل رامنځته کول چې د مخالفينو سره پر پخلاينه متمرکز وي، يوازنۍ واقعې او شوني لاره ده. له افغانستانه د کابو نيمايي امريکايي ځواکونو د ايستلو اعلان د دې خبرو د اجنډا د سر موضوع وه.
دوولس افغان امنيتي ځواکونه وژل شوي دي
افغان چارواکو ويلي دي چې په فارياب او ننگرهار ولايتونو کې د طالبانو په بريدونو کې ۱۲ امنيتي ځواکونه وژل شوي دي. د فارياب د ولايتي شورا غړيو ضبغت الله سېلاب او حق محمد نوري وويل چې په گورزيوان ولسوالۍ کې د طالبانو د هاوان په بريد کې د پوليسو د مشر په گډون څلور پوليس وژل شوي. په عين حال کې د ننگرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي ويلي چې په بټي کوټ ولسوالۍ کې د سيمه ايزو پوليسو اته کسان وژل شوي دي.
په لیبيا کې ځانمرګي بريد مرګ ژوبله اړولې
د چارواکو په حواله په طرابلس کې يوه ځانمرگي بريد درې کسان وژلي دي. د بريد هدف د ليبيا د بهرنیو چارو وزارت ودانۍ وه. زياته شوې ده چې يو دويم ځانمرگی تر هغه مخکې چې په ځان پورې تړولو توکو ته چاودنه ورکړي، امنيتي ساتونکو ويشتلی دی. د روغتيا وزارت د دريو کسانو وژل کيدل تائید کړي او ويلي يې دي چې په بريد کې لس نور کسان ټپيان شوي هم دي. تر اوسه هيڅ کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې.
ترکیې فرانسې ته د کردانو د ملاتړ څخه خبرداری ورکړی
د ترکیې د بهرنيو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو فرانسې ته په سوريه کې د کردانو د ولس ساتونکو مليشو (YPG) د نور ملاتړه په برخه کې خبرداری ورکړی. د دولتي آژانس انادولو په حواله چاوش اوغلو د سه شنبې په ورځ وويل چې که فرانسه په سوريه کې د دغو مليشو «ساتنې» ته دوام ورکړي نو دا به د «هیچا په گټه» نه وي. ترکيه د کردانو ولس ساتونکي مليشو ته د کردانو له کارگر گوند سره د اړيکو له کبله د ځان له پاره گواښ گڼي.
پاپ پر خپلو پيروانو له نورو انسانانو سره د مرستې غږ وکړ
د نړۍ د کاتوليکي عيسويانو مشر پاپ فرانسسکوس د مسيحي اختر يا کرسمس په شپه په خپله وينا کې پر افراط نيوکه وکړه او له نورو انسانانو سره يې د مرستي او همدردۍ غږ وکړ. نوموړي په روم کې د پيتردوم په کليسا کې خپلو زرونو پيروانو ته په وينا کې وويل چې نن سبا انسانان ډېر حريص شوي او هيڅ مړښت او قناعت نه پيژني. پاپ فرانسسکوس د دې په نتيجه کې د انسانانو ترمنځ پر رامنځته شوي توپير نيوکه وکړه.
له شمالي کوريا څخه د ۵۰۱ ميليونه ډالرو تاوان غوښتنه
شمالي کوريا بايد د امريکايي اوتو وارمبير د مړينې له کبله د هغه کورنۍ ته ۵۰۱ ميليونه ډالره ورکړي. دا پريکړه په واشنگټن کې يوې محکمې وکړه. په ۲۰۱۶م کال کې ۲۱ کلن اوتو وارمبير د يوه ډله ايز سفر په ترڅ کې ونيول شو او د «دولت ضد کړنو» له وجې ۱۵ کاله په يوه کمپ کې د کار کولو په سزا محکوم شو. هغه په ۲۰۱۷م کال کې امريکا ته تر ستنيدو لږ وورسته په جون مياشت کې مړ شو.
چين: يو يرغمل کړل شوی سروس موټر پر خلکو ور ځغول شوی
د چين په ختيځه برخه فوجان ايالت کې يو يرغمل نيول شوی سروس موټر پر يوه ډله پلي روانو خلکو ور ځغول شوی دی. د دولتي رسنيو په حواله په دې ترڅ کې ۵ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان دي. يو شکمن کس چې چاقو ورسره وو، نيول شوی دی. تر اوسه د بريد د انگیزې په اړه څه نه دي ويل شوي.
د سوډان ولسمشر د اصلاحاتو ژمنه وکړه
د سوډان ولسمشر عمر البشير د اصلاحاتو د رامنځته کولو خبره کړې ده. د دولتي خبري آژانس سونا په حواله به دا اصلاحات خلکو ته د يوه منظم ژوند تضمين ورکړي. په سوډان کې له تېرې چهار شنبې راهیسې د ډوډۍ بيي د درې برابره لوړيدو پر ضد مظاهرې پېل شوي وې. په ځينو ښارونو کې خلک سړکونو ته راوتلي ول. د امنيتي ځواکونو او مظاهره کوونکو ترمنځ د اخ و ډب په ترڅ کې لږ تر لږه اته انسانان ووژل شول.