لنډ خبرونه په متن او انځور کې
پاکستان: د سياسي انگیزې له مخي په نوملړ کې شامل شوي يو، په يمن کې ايراني وسلې موندل شوي، د هند په ايالتي ټاکنو د حکومتي گوند ناکامي....
پاکستان: د سياسي انگیزې له مخي په نوملړ کې شامل شوي يو
پاکستان د امريکا متحده ایالاتو له خوا په هغه نوملړ کې د شامليدو پر ضد احتجاج کړې چې مذهبي آزادي نقضوي. په اسلام آباد کې حکومت له خوا دغه کار «د سياسي انگیزه» لرونکي گام په توگه خندل شوی دی. د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي دي چې پاکستان يو «څو مذهبي هيواد دی او د مختلفو فرقو او عقيدو خلک» پکښې ژوند کوي.
په دوو ولایتونو کې ۱۱ امنیتي ځواکونه وژل شوي
افغان چارواکو ویلي دي چې په بدخشان او هرات ولایت کې د طالبانو په بریدونو کې یوولس امنیتي ځواکونه وژل شوي دي. د آلمان خبري آژانس په حواله د دغه ولایت په جرم ولسوالۍ کې پر یوه پوځي پوسته باندې د طالبانو په برید کې شپږ عسکر وژل شوي دي. په عین وخت کې د هرات د ولایتي شورا غړي سردار بهادري، ویلي دي چې په غوریان ولسوالۍ کې پر یوه پوسته باندې د طالبانو په برید کې پنځه پولیس وژل شوي دي.
هند: په ایالتي ټاکنو کې د برحاله گوند ناکافي
هندو ناسيونالستي حکومتي گوند د هند په ایالتي ټاکنو کې په مهمو ایالاتونو کې له ناکامۍ سره مخامخ شوی دی او په دې ترتيب یې له ۲۰۱۴م کال راهيسې تر ټولو سخته ماته خوړلې ده. د کانگرس گوند چې راهول گاندهي یې مشري کوي، بيا برعکس په می میاشت کې د پارلماني ټاکنو تر مخه بریالی شوی دی. هندي رسنيو ويلي دي چې د لومړيو پر اساس برحاله بهارتیه جنته گوند په چتي گړه، مدهيا پرديش او راجستان کې ټاکنې بايللي دي.
م.م: په یمن کې د ايران جوړ وسله موندل شوي
د ملگرو ملتونو په حواله په جگړه ځپلي هېواد يمن کې نورې داسې وسلې موندل شوی چې احتمالاً د ايران جوړ دي. د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونيو گوتيرش په هغه رپوټ کې چې د چهار شنبې په ورځ به پرې د ملگرو ملتونو په امنيت شورا کې بحث وشي، ويل شوي دي چې د سعودي عربستان په مشرتوب پوځي ائتلاف په يمن کې دوه کانتينره د ټانک ضد مرمۍ موندلې دي.
د شتراسبورگ پېښې په عامل پسې لټه روانه ده
د فرانسې په شتراسبورگ کې د کريسمس پر يوه بازار تر بريد وروسته د آلمان امنيتي چارواکي نه يوازې د عامل په لټه کې مرسته کوي، بلکې د هغه د ورور په هلکه یې هم پلټنې پېل کړي دي. د امنيتي کړيو په حواله دغو دواړو کسانو په دې وروستيو کې په شتراسبورگ کې ژوند کاوه. په شتراسبورگ ښار کې د کريسمس په بازار کې د بريد په پايله کې درې کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوی دي. د فرانسې حکومت د ترهگرۍ د خطر خبره کړې ده.
می بايد د خپل گوند څخه د اعتماد رای ترلاسه کړي
د بريتانيا لومړۍ وزیره تريزا می چهار شنبې په ورځ د خپل گوند څخه د اعتماد رای بايد ترلاسه کړي. په خپل گوند کې د هغې مخالفينو د دې رای اچونې زمينه برابره کړې ده. می وویل چې دا به په پوره ځواک سره له دې بهيره د بريالۍ راوتلو هڅه وکړي. می د دوشنبې په ورځ د اروپايي ټولنې څخه د برېتانیې د وتلو د تړون په هلکه د پارلمان د غړيو رای اچونه وځنډوله ځکه نوموړې یې د رديدو ويره درلودله.