لنډ خبرونه په متن او انځور کې
تاج محل ته د داخليدو تکت پنځه چنده لوړ شوی، ايران د توغندي آزموينه تائېد کړې او د يمن کې لوږه د بې شميره انسانانو ژوند گواښي......
تاج محل ته د داخليدو تکت پنڅه چنده گران شوی
هندي چارواکو په آگره ښار کې تاج محل ته د خلکو د هجوم د مخنيوي او د ازدحام له وجې د دغه ودانۍ د زيانمنيدو د مخنيوي په موخه دې تاريخي ځای ته د داخليدو د تکت بيه ډېره لوړه کړې ده. هنديان بايد په راتلونکي کې تاج محل ته د داخليدو له پاره ۲۵۰ هندي روپۍ ورکړي. دا پيسې تر هغه پنځه چنده زياتې دي چې تر اوسه ورکول کېدلې. د خارجيانو له پاره تاج محل ته د داخليدو بيه د مخکې په پرتله درې برابره زياته شوې ده.
افغانستان: په بيلا بيلو بريدونو کې ۲۲ تنه پوليس او عسکر وژل شوي
افغان چارواکو ويلي دي چې په کابل، کندهار او کندوز کې د وسله والو په بريدونو کې د امنيتي ځواکونو ۲۲ غړي وژل شوي دي. د کابل ولايت په پغمان ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر يوه کتار د موټر بم بريد په پايله کې څلور تنه وژل شوي دي.په عين وخت کې په کندوز کې لس پوليس هغه وخت ووژل شول چې وسله والو یې پر پوسته يرغل وکړ. په کندهار کې هم پر يوې پوستې باندي د طالبانو په بريد کې ۸ سرتيري وژل شوي دي.
په اتريش کې يوه ۱۶ کلنه نجلۍ وژل شوې ده
په اتريش کې يوه ۱۶ کلنه نجلۍ د چړۍ په گوزارونه سره وژل شوې ده. د اتريش د څارنوالۍ په حواله دا قتل ښايي يو ۱۷ کلن افغان وي چې د دې نجلۍ ملگری وو. دغه افغان مهاجر اوس له خپله ځايه لادرکه شوی دی. پوليسو وويل چې د نجلۍ مړی یې مور د هغې په خونه کې د يکشنبې په ماښام ناوخته موندلی وو. تر دې د مخه دغه نجلۍ د خپل همدې افغان ملگري سره په دغه کوټه کې ملاقات لرل. د دغه افغان مهاجر د نيولو امر شوی دی.
ايران تازه اتومي آزموينه تائید کړې
ايران تائېد کړې ده چې لږه موده مخکې یې د منځني واټن يو توغندی آزمويلی دی.د فارس خبري آژانس په حواله د انقلابي گارد د هوايي ځواکونو قوماندان امير علي حاجي زاده وويل: «موږ خپلو راکتي آزموینو ته دوام ور کوو او وروستي آزموينه مو ډېره مهمه وه.» خو د آزموينې نيټه او د توغندي د ډول په هلکه نورې څرگندونې ونه شوې. امريکا متحدو ايالاتو او غربي هيوادونو د دسمبر د لومړۍ نیټې پر تازه آزموینو سختې نيوکې کړې وې.
په يمن کې لوږه د بې شميره انسانانو ژوند گواښي
د ملگرو ملتونو په حواله په يمن کې اوسمهال۲۰ ميليونه انسانان چې د هېواد د نفوس دوه پر دريمه برخه ده، خوراکي توکو ته د لاس رسي په برخه کې له سترو ستونزو سره مخامخ دي. په نيويارک کې د ملگرو ملتونو د بيړنيو مرستو همغږي کوونکي مارک لووکوک وويل چې کابو۲۵۰ زره انسانان د لوږې له کبله د مرگ له گواښ سره مخامخ دي. هغه زياته کړه چې د ۲۰۱۹م کال له پاره څلورو ميلياردو ډالرو ته اړتيا ده. د
امريکا پر شمالي کوريا نور بندیزونه غوره کړي
امريکا متحدو ايالاتو د شمالي کوريا د مشرتابه د دريو غړيو پر ضد جزايي اقدامات غوره کړي دي. په دغه کسانو کې د کارگر گوند د تبليغاتو د برخې مشر، د امنيت دولتي وزیر او د ادارې او د تنظيم د برخې مشر شامل دی چې د ولسمشر کم جونگ اون باوري تن بلل کيږي. د امريکا د ماليې وزارت په حواله دې کسانو د بشري حقونو څخه سرغړونه کړې ده. د وزارت له خوا د دې کسانو بانکي حسابونه کنگل کړل شوي او د پېسو انتقال درول شوی دی