لنډ خبرونه په متن او انځور کې
د ملگرو ملتونو د مهاجرت تړون تصويب شو، په پاکستان کې د پوليو ستر کمپاین پر لاره اچول شوی او چين او آلمان د ژورو اقتصادي اړيکو هوډ څرگند کړی.......
مراکش: ۱۵۰ هیوادونو د ملگرو ملتونو د مهاجرت د تړون مسوده تائېد کړه
په مراکش کې د ملگرو ملتونو د دوه ورځنۍ کنفرانس پر مهال تر۱۵۰زياتو هېوادونو د ملگرو ملتونو د مهاجرت تړون مسوده ومنله. د تړون په دې سند کې د مهاجرت نړيوال سیاست د ښه کولو او د غير قانوني مهاجرت د درولو د لارو چارو په هلکه وړاندیزونه شوي دي. د مهاجرت دا تړون الزامي بڼه نه لري. تر دې دمخه د ملگرو ملتونو عمومي منشي انتونيو گوتېرش غوښتنه کړې چې پر ستونزه د لاس بري په موخه دې د مهاجرت تړون مسوده ومني.
د طالبانو په بيلا بیلو بريدونو کې ۲۲ تنه پوليس وژل شوي
افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ ويلي دي چې د طالبانو په بيلا بیلو بريدونو کې د افغان امنيتي ځواکونو ۲۲کسان وژل شوي دي.ويل شوي چې د يکشنې په شپه ناوخته لس پوليس د طالبانو له خوا پر يوه پوسته په بريد کې وژل شوي دي. په دې منځ کې د هرات د ولايتي شورا غړي غلام حبيب هاشمي وويل چې د دې ولايت په گلران ولسوالۍ کې د افغان سرحدي ځواکونو څلور تنه غړي هغه وخت ووژل شول چې طالبانو یې پر پوسته يرغل وکړ.
په پاکستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو
د پاکستاني چارواکو په وینا په دغه هیواد کې د گوزڼ ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین د دوشنبې له ورځې پیل شو. افغانستان او پاکستان یو له هغو هیوادونو دي چې لا هم پکښې د گوزڼ ناروغي شته. په پام کې ده چې په ټول پاکستان کې څه دپاسه ۲۷۰ زره روغتیا پال څو میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین قطرې ورکړي. په دغه کمپاین کې به تر پنځه کلنۍ کښته ۴۰ میلیونه ماشومانو ته د واکسین قطرې ورکړل شي.
په ټوله نړۍ کې د وسلو توليد زيات شوی دی
په ټوله نړۍ کې د وسلو توليد په ۲۰۱۷م کال کې په پرله پسې دريم ځل نور هم زيات شوی دی. په ستاکهولم کې د نړۍ د سولې د څيړنې موسسې «سيپري» ويلي دي چې د نړۍ د سلو سترو تجهیزاتي شرکتونو د وسلو تجارت په تير کال کې کابو ۴۰۰ ميليارده ډالرو ته رسيد چې دا د ۲۰۱۶م کال په پرتله ۲،۵ سلنه زيات وو. د سيپري په حواله د امريکايي شرکتونو توليدات کابو دوه سلنه زيات شوي دي.
»برېتانيا کولی شي د بريگزيت له تړونه ووځي»
د اروپا د محکمې د پريکړې په حواله برېتانيا کولی شي چې د اروپایي ټولنې د پاتو غړيو پر تصويب سربيره په يو طرفه توگه د بریگزيت له تړونه ووځي. په دې توگه د بريگزيت له تړونه د وتلو شرائط د هغه آسان دي چې فکر یې په اړه کيده. د سکاتلند سترې ملکي محکمې د اروپايي محکمې څخه په دې اړه د اروزنې غوښتنه کړې وه چې آیا امکان لري چې برېتانيا په يو طرفه توگه له دې تړونه د وتلو پريکړه وکړي.
آلمان له چين سره د ژورې همکارۍ غوښتونکی دی
د آلمان ولسمشر فرانک والتر شتاين ماير د چين د خپل سفر په پای کې د ولسمشر شي جين پينگ او لومړي وزیر لي قي چيانگ سره وليدل. شتاين ماير د امريکا او چين ترمنځ تجارتي شخړې ته په کتو سره وويل چې د تجارت په برخه کې گډکار نور هم اړين شوی دی. نوموړي د نړيوال نظم پر ساتنې چې د دواړو هېوادونو شريکه موخه ده، ټينگار وکړ خو د بشري حقونو په هلکه یې د دواړو هېوادونو د نظر د بيلوالي يادونه هم وکړه.
سوريه: د داعشيانو پاخه سنگر کې د ځواکونو پرمختگ
د امريکا متحدو ایالاتو له ملاتړه برخمنو سوريایي جنگيالو د داعش په وروستي پاخه سنگر کې پرمختگ کړی او يو روغتون یې بيرته نيولی دی. د سوریې ديموکراتيک ځواکونه چې کردان یې مشري کوي، تيره اوونۍ لويديځ ښار حاجن ته داخل شوي ول او له هغه راهيسې سختې نښتې روانې وې. د دې ځواکونو وياند وويل چې د امريکا دې متحدو ځواکونو د يوه مهم روغتون کنترول بيرته اخيستی دی.