لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په هلمند کې هوايي بريد ملکيانو ته مرگ ژوبله اړولې، اروپايي ټولنې له افغان سره مالي مرسته کړې، د اوکراين او روسیې ترمنځ د جگړې خطر.....
غني طالبانو ته د سولې د خبرو اترو له پاره شرائط وړاندې کړي
افغان ولسمشر محمد اشرف غني وسله والو طالبانو سره د سولې د خبرو اترو له پاره شرايط وړاندې کړي دي. اشرف غني په ژنيو کې د افغانستان په اړه کنفرانس کې د خبرو پر وخت وويل چې د افغانستان اساسي قانون بايد د يوه اساس په توگه ومنل شي او په همدې ترتيب د ښځو حقونه هم. غني په عين حال کې د سولې په خبرو کې د داعش په څير بهرنيو ترهگرو ډلو گډون رد کړ. نوموړي زياته کړه چې حکومت یې د خبرو اترو نقشه جوړه کړې ده.
په هلمند کې هوايي برید ۱۸ ملکيانو ته مرګ ژوبله اړولې ده
يوه افغان چارواکي ويلي دي چي په هلمند کې د حکومتي ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښتو پر وخت ۳۰ ملکيان او ۱۶ طالب جنگيالي وژل شوي دي. د هلمند د ولایتي شورا مشر عطاء الله افغان ويلي دي چې د پوځي عملياتو پر وخت پر يوه کور د هوايي بريد په نتيجه کې ښځې او ماشومان وژل شوي دي. خو د هلمند د والي وياند وويل چې په دې هوایي بريد کې د ښځو او ماشومانو په گډون ۱۸ کسانو ته مرگ ژوبله اوښتې ده.
اروپایي ټولنې له افغانستان سره مالي مرسته وکړه
افغانستان به له نړيوالې ټولنې څخه نوري مالي مرستې هم ترلاسه کړي. د اروپایي ټولني د پراختيا کمېسيون له دغه بحران ځپلي هېواد سره د ۴۷۴ ميليونه يورو مرستي ژمنه وکړه. په ژنيو کې د افغانستان د غونډې پر وخت د اروپايي ټولني د پراختيا کمیسار نوين ميمکا وويل چې په دې توگه غواړي په عامه سکتور کې د اصلاحاتو راوسلو او همدا راز د روغتيا، عدلیې، ټاکنو او مهاجرت په برخه کې مرسته وکړي.
پاکستان له هند سره يوه نوې سرحدي لاره جوړوي
پاکستان له هند سره د يوې نوې سرحدي لارې د جوړولو بسنټ کښيښود. د کرتاپور پاټک يا لاره به سيکانو ته د دې زمينه برابره کړي چې د پاکستان په پنجاب ايالت کې له خپلو مقدساتو زيارت وکولی شي. د پنجاب سيمه په ۱۹۴۷م کال کې د هند د ویش پر وخت د پاکستان او هند ترمنځ ویشل شوې وه. د سک مذهب بنسټ ايښوونکي گورو نانک د خپل ژوند وروستي ۱۸ کاله په کرتار پور سيمه کې تير کړي ول چې دغه سيمه اوس په پاکستان پوري اړه لري.
روسيه په کريميا کې خپل پوځي حضور پياوړی کوي
د روسیې او اوکراين ترمنځ ترنگلتياوي زياتې شوي دي. روسیې کريميا نيمه ټاپو ته د S-400 ډوله دافع هوا سستم د انتقالولو اعلان کړی. د روسيې پوځ هلته دمخه لا درې دافع هوا سسټمونه نصب کړي دي. د اوکراين ولسمشر پيترو پوروښينکو د روسیې د اشغال له گواښ څخه خبرداری ورکړ. د يکشنبې په ورځ د روسیې پوځي کښتيو په کيرچ تنگي کې د اوکراين پر درو کښتيو ډزې کړې وې او هغه يې نيولې وې.
اروپایي ټولنه غواړي د کاربن دای اوکسايد افرازات صفر کړي
د اقليم بدلون پر ضد مبارزې په ترڅ کې د اروپايي ټولنې کميسيون په ديرشو کلونو کې له گلخانه يي گازونو څخه د پاک اقتصاد غوښتنه وکړه. د اروپایي ټولنې د اقليم کميسار ميگل ارياس کانته يوه نوې تگلاره وړاندې کړه څو «تر۲۰۵۰م کاله پورې اروپا په يوه اقليم دوست ملي اقتصادي بدله شي.» له دې څخه هدف دادی چې د اقتصاد، انرژۍ او ترافيک په برخه کې له تیلو، ډبرو سکرو او گازو څخه صرف نظر وشي.