لنډ خبرونه په متن او انځور کې
طالبانو د امريکايي پلاوي سره ليدنه کتنه تائيد کړې، د يمن حوثي ياغيانو اوربند ته چمتوالی ښوولی، په اسرائيلو کې حکومتي بحران پای ته رسیدلی.....
افغانستان: د نشه توکو په توليد کې کمښت راغلی
د نشه يي توکو او جرايمو پر ضد د ملگرو ملتونو دفتر ويلي دي چې په افغانستان کې د تيرکال په پرتله د کوکنارو په کرکيله کې کمښت راغلی دی. په رپوټ کې ويل شوي دي چې د اټکل له مخې په روان ۲۰۱۸م کال کې په افغانستان کې ۶۴۰۰ ټنه ترياک توليد شوي چې دا د ۲۰۱۷م کال په پرتله ډير کم دي. ويل شوي دي چي سږ کال په تولیزه توگه پر ۲۶۳۰۰۰ هکتاره ځمکه ترياک کرل شوي چې دا د تير کال په پرتله ۲۰ سلنه کموالی ښيي.
طالبانو په قطر کې د امريکايي پلاوي سره د ملاقات خبر تائید کړی
طالبانو په قطر کې د امريکا متحدو ايالاتو له يوه لوړ پوړي پلاوي سره د افغانستان د راتلونکي په تړاو د ملاقات خبر تائيد کړی دی. د وسله والو طالبانو يوه وياند ويلي چې دا ليدنه کتنه تيره اوونۍ په قطر شوې ده. زياته شوې ده چې په دې ترڅ کې پر يوه موضوع هم هوکړه نه ده شوې. وياند زياته کړې ده چې طالبانو د خبرو په ترڅ کې پر نورو سربيره په افغانستان کې د يوه «اسلامي حکومت» پر رامنځته کولو ټينگار وکړ.
په پاکستان کې پر مذهبي آزادۍ ټينگار
د اروپايي ټولنې د بهرنيو چارو وزیرانو په پاکستان کې پر مذهبي آزادۍ ټينگار وکړ. په بروکسل کې په جاري کړل شوې يوه گډه اعلاميه کې ويل شوي دي چې د بشري حقونو ساتنه په پاکستان کې د اروپايي ټولنې د هلو ځلو اساسي عنصر دی. وزيرانو پر دغه هيواد غږ وکړ چې د بشري حقونو د ساتنې خپل نړيوال مکليف پر ځای کړي. زياته شوې ده چې په خاص ډول مقدساتو ته د سپکاوي د قوانينو څخه د ناوړه گټه اخيستنې پېښې زياتې دي.
په اسرائيلو کې حکومتي بحران پای ته رسيدلی
په اسرائيلو کې له څو ورځو راهيسې روان حکومتي بحران ښايي پای ته رسيدلی وي. د روزنې وزير نفتلي بينيت چې د ناقلينو د گوند مشر دی، اعلان وکړ چې د گوندي جناح به یې په ائتلافي حکومت کې پاته شي. دا بحران د دفاع د وزير اويدگور ليبرمن تر استعفاء وروسته رامنځته شوی وو. بينيت گواښ کړی وو چې که د دفاع وزارت ورته ور نه کړل شي نو له کابينې به ووځي. خو نتياهو دغه څوکۍ پخپله واخيسته.
هانگ کانگ: د دريو مشهورو فعالانو محکمه پيل شوه
د هانگ کانگ د ديموکراسۍ غورځنگ د دريو مشرانو پر ضد د محکمې د پېل پر وخت دغه مشرانو پر خپله بې گناهۍ ټينگار وکړ. ټولنپوه چان کم من، وکيل بيني تای او پروتستانت ملا شو يو منگ په محکمه کې د چين په دې ځانگړې اداري ساحه هانگ کانگ کې د عامه نظم د خرابولو تورنه رد کړل. د پړې د ثابتيدو په صورت کې به چان، تای او شو ښايي تر ۷ کالونو بند په سزا محکوم شي.
يمن: حوثي ياغيانو خپل بريدونه درولي دي
په جگړه ځپلي هېواد يمن کې حوثي ياغيانو يوه اوربند ته چمتوالی ښوولی دی. د ياغيانو د انقلابي کميټې په يوه اعلاميه کې ويل شوي دي چې د ښه نيت ښوولو په موخه یې راکټي او د بې پيلوټه الوتکو بريدونه درولي دي. زياته شوې ده چې له دې سره به اوس دښمنانانو ته د سولې د خبرو د نه پيلولو او د يمن د «محاصرې» د نه ختمولو بهانه ور پاته نه شي. ملگرو ملتونو همدا په روان کال کې د سولې د خبرو هيله څرگنده کړې.
آلمان له جنوبي افريقا سره د ژورې همکارۍ په لټه کې دی
د آلمان رئيس جمهور فرانک والر شتاين ماير جنوبي افريقا ته ځي. په دې توگه به په تيرو شلو کالونو کې دا لومړی ځل وي چې يو آلمانی ولسمشر دغه هيواد ته سفر کوي. شتاين ماير د جنوبي افريقا د «Sunday Times» په نامه ورځپاڼې ته وويل چې د اقليم بدلون، تجارتي بحرانونو او مهاجرت چیلجونو ته په کتو سره دی د يوه مهم شريک سره ژورې همکارۍ ته هيله من دی. له شتاين ماير سره به يو لوړ پوړی تجارتي پلاوی هم مل وي.