لنډ خبرونه په متن او انځور کې
طالبانو د افغان امنيتي ځواکونو ۱۲ غړي وژلي، د اسرائيلو د دفاع وزیر له دندې استعفاء کړې، د برېتانيا کابنيه له اروپايي ټولنې څخه د وتلو د تړون په هلکه پريکړه کوي.....
په روان کال کې تر ۷۰۰ زرو زيات افغانان بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي
د مهاجرو د نړيوال سازمان په حواله په روان کال کې له گاونډيو هېوادونو ايران او پاکستان څخه تر ۷۰۰ زرو زيات افغانان بيرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. زياته شوې چې د دې مهاجرو لويه برخه کابو ۶۷۱ زره کسان له ايران څخه بيرته خپل هیواد ته تللي. ياد سازمان وويل چې دا شميرې يوازې د هغو افغانانو دي چې د ملگرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې «يو اين ايچ سي آر» له خوا د مهاجرو په توگه نه وو راجستر شوي.
افغانستان: د طالبانو په بريدونو کې د امنيتي ځواکونو ۱۲ غړي وژل شوي
افغان چارواکو ویلي دي چې طالبانو په بیلابیلو بریدونو کې د امنيتي ځواکونو ۱۲ غړي وژلي دي. ويل شوي چې د ميدان وردک ولایت په سيد آباد ولسوالۍ کې د طالبانو سره د نښتو په ترڅ کې نهه تنه عسکر وژل شوي دي. په دې نښته کې پنځه تنه طالبان هم وژل شوي. په تخار ولايت کې هم د پوليسو پر يوه پوسته د بريد په نتیجه کې د دريو پوليسو د وژل کيدو او دريو د ټپي کيدو خبرونه ورکړل شوي دي.
له آلمانه ۴۲ رد شوي افغان پناه غوښتونکي اخراج شول
د آلمان د لایبزيک څخه په ټولیزه توگه ۴۲ رد شوي افغانان د يوه چارتر الوتکې په واسطه کابل ته ليږدول شوي دي. په برلين کې د کورنيو چارو د وزارت يوې وياندې وويل چې ليږدول شوي ټول نارينه وو او د آلمان د بادن ووتمبيرگ، بايرن، برلين، براندنبورگ، هيسن، نورد راين ويستفالن، سارلند، زاکسن او زاکسن انهالت ایالتونو څخه وو. وياندې زياته کړه چې په اخراج شويو کې یې لسو د «زندان دوسیې» لرلې.
لندن: کابينه له اروپايي ټولنې څخه د برېتانيا د وتلو په هکله پريکړه کوي
د برېتانيا پارلمان د اروپايي ټولنې څخه د دغه هيواد د وتلو يا «بريگزيت» د تړون د مسودې په هلکه پريکړه کوي. حکومت د سه شنبې په ورځ له اروپايي ټولنې سره د «بريگزيت» په هکله په خبرو اترو کې يوې موافقې ته د رسيدو اعلان کړی وو. خو بروکسل تر اوسه دا خبر په رسمي توگه تائيد کړی نه دی. همدا د چهار شنبې په ورځ د اروپايي ټولنې د ۲۷ غړيو هيوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو يوه بيړنۍ غونډه هم ترسره کيږي.
ايران دوه تنه د ډالرو د قاچاق په جرم اعدام کړي
د ایران په يوه زندان کې دوه کسان د مالي فساد له کبله ادعام شوي دي. د اسنا د خبري آژانس د رپوټ په حواله د واحد. م او محمد. الف د سرو زرو د سکو او امريکايي ډالرو په قاچاق سره په باراز کې لاس وهنه کړې او په دې ترتيب په ایران کې د مالي بحران په رامنځته کيدو کې مقصر دي. ويل شوي چې محمد. م ته د «طلايي سکو سلطان» هم ويل کيده ځکه له هغه سره پوليسو کابو دوه ټونه د سرو زرو سکې موندلې وې.
د اسرائيلو د دفاع وزیر له دندې استعفأ وکړه
د اسرائيلو د دفاع وزیر اويدگور ليبرمن له خپل دندې استعفأ کړې ده. په دې توگه نوموړي د غزې تراډې د وسله والو فلسطيني ډلو سره په رامنځته شوي اوربند غبرگون ښوولی دی. لیبرمن وويل چې دا «ترهگرۍ ته د تسليميدو» په معنا ده. د نوموړي ناسيونالستي گوند به هم د بنيامن نتنياهو له حکومته ووځي. اوربند د فلسطنيانو له لوري د سه شنبې په ماښام تر متقابلو بريدونو وروسته اعلان شو چې بيا د اسرائيلو پوځ هم ومنه.