لنډ خبرونه په متن او انځور کې
افغانستان ته دمهاجرو د اخراج پر ضد مظاهرې شوي، په غزه کې د نوې جګړې په هلکه انديښنې او افغان حکومت د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو خبره رد کړې.....
په آلمان کې افغانستان ته د مهاجرو د اخراج پر ضد مظاهرې وشوې
د آلمان د لايبزيک ښار په هوايي ډگر کې د سه شنبې په ورځ د بشري حقونو فعالانو افغانستان ته د مهاجرو د اخراج پر ضد چې ښايي د سه شنبې په ماښام ترسره شي، مظاهره کړې او غوښتنه یې کړې چې جگړه ځپلي افغانستان ته د مهاجرو اخراج ودرول شي. د دې فعالانو له ډلې څخه يوې وويل: «د آلمان حکومت د افغانستان په وضعيت سترگې پټوي او داسې کسان اخراجوي چې په آلمان کې ښوونځي ته ځي او يا په مسلکي زده کړو بوخت دي».
افغان حکومت د ولسمشریزو ټاکنو د ځنډولو خبره رد کړه
د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د ولسمشریزو ټاکنو د احتمالي ځنډ خبره رد کړی دی. د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند هارون چخانسوري، ويلي چې حکومت د هيواد د اساسي قانون پر اساس او انتخاباتو د خپلواک کميسيون له خوا پر ټاکل شوي تاريخ د ولسمشرۍ ټاکنو ترسره کولو ته «په بشپړه توگه ژمن» دی. تر دې د مخه د «والستريت ژورنال» په نامه ورځپاڼې ليکلي ول چې د ترمپ اداره په دې فکر کې ده چې په افغانستان کې ولسمشریزې ټاکنې وځنډوي.
آلمان يو وار بيا آسيه بي بي ته د پناه د ورکړې ژمنه تکرار کړه
د آلمان حکومت يو وار بیا ټينگار کړی چې چمتو دی د پاکستانۍ عيسوۍ میرمنې آسيه بي بي ته پناه ورکړي. په برلين کې د آلمان د بهرنيو چارو د وزارت یوې وياندې زياته کړه چې د پاکستاني لوري سره په دې هلکه خبرې اترې شوي دي. عیسوۍ آسيه بي بي په ۲۰۱۰ کال کې مقدساتو ته د سپکاوي په تور د مرگ په سزا محکومه شوې وه. خو په اکتوبر میاشت کې ورته د پاکستان د سترې محکمې له خوا برائت ورکړل شو.
اسرائيلو پر غزه ځوابي بريدونه کړي دي
پر اسرائيلو د توغندیو تر سختو بريدونو او په غزه تراډه کې د اسرائيلو د پوځ د هوايي حملو له کبله په نزدې ختیځ کې د يوې نوې جگړې د رامنځته کيدو په هلکه انديښنې زياتې شوي دي. د اسرائيلو د معلوماتو په حواله د غزې تراډې څخه د دوشنبې ورځې راهيسې پر اسرائیلو کابو ۴۰۰ راکټي بريدونه شوي دي چې په پايله کې لږ تر لږه يو تن وژل شوی دی. د پوځ وياند وويل چې دا د ۲۰۱۴م کال راهيسې تر ټولو سخت بريدونه دي.
ناوالني وايي کريملن ورته له روسيې څخه د وتلو اجازه نه ورکوي
د کريملن منتقد اليکسې ناوالني ته د هغه په خپله وينا له روسیې څخه د وتلو اجازه نه ده ورکړل شوې. نوموړي د تويتر له لارې ليکلي چې د مسکو په هوايي ډگر کې چارواکو هغه ته داسې اسناد ورکړي چې دی له سفره منع کوي. نوموړی فعال په څو ځلي د مظاهرو د تنظيمولو له کبله د بند په سزاو محکوم شوی دی. په شتراسبورگ کې د پنجشنبې په ورځ د نوموړي له خوا د ده د نيونو پر ضد د يوه شکايت په هلکه پريکړه کيږي.
رپوټ: د خاشقجي په قضيه کې د وليعهد د ښکیلتیا نخښې موندل شوي
د وژل شوي خبريال جمال خاشقجي، په قضيه کې اوس په ظاهري ډول د وليعهد د ښکیلتیا په هلکه ډير قوي شواهد موندل شوي دي. «نيويارک ټايمز» ورځپانې ليکلي چې د کوماندو يوه غړي چې ښايي خاشقجي يې وژلی وي، تر پېښې لږ وروسته د تليفون له لارې خپل مشر ته ويلي وو چې هغه دې «خپل مشر» ته خبر ورکړي. د ورځپانې په حواله د امريکا متحدو ایالاتو استخبارات په دې آند دي چې دغه «مشر» ښايي د سعودي وليعهد محمد بن سلمان وي.
څيړنه: شمالي کوريا اوس هم اتومي وسلې جوړوي
د امريکا متحده ايالاتو د ستراتيژيکو او نړيوالو مطالعاتو د مرکز د معلوماتو په حواله شمالي کوريا د امريکا متحدو ایالاتو سره د اتومي بې وسلې کولو پر خبرو اترو سربيره هم خپل اتومي پروگرام پرمخ وړي. د دې مرکز په یوه څيړنه کې ويل شوي چې د ستېلايت له لارې اخيستل شويو انځورونو ښوولې چې دغه هيواد لږ تر لږه په ديارلسو ځایونو کې سيار او داسې راکټونه پټ کړي دي چې په اتومي توگه کارول کيدای شي.