لنډ خبرونه په متن او انځور کې
م.م: درې ميليونه افغانان بیړنیو خوراکي مرستو ته اړتيا لري
ملگرو ملتونو خبرداری ورکړی چې په افغانستان کې لږ تر لږه درې میليونه انسانان بیړنیو خوراکي مرستو ته اړتيا لري او که مرسته ترلاسه نه کړي نو ښايي د سختې قحطۍ سره مخامخ شي. په افغانستان کې د ملگرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي توبي لانسر، د فرانسې خبري آژانس ته وويل چې ملگرو ملتونو خپلې هڅې کړندۍ کړي څو له دې دريو ميليون څخه ۲،۵ ميليونو ډيرو مستحقو کسانو ته د دسمبر تر نيمايي پورې مرستې ورسوي.
د چمن سرحد تړل شوی دی
د افغانستان او پاکستان ترمنځ له دوو مهمو سرحدي دروازو څخه يوه يې د دواړو هېوادونو د عسکرو ترمنځ تر نښتو وروسته تړل شوې. د چمن سرحد تر تړل کيد, وروسته دواړو خواو ته په زرونه کسان بند پاته دي. نښتې هغه وخت پیل شوې چې افغان عسکرو پر هغو پاکستاني سرتیرو ډزې وکړې چې د دواړو هېوادونو پر لانجمن سرحد د کټارو په لگولو بوخت ول. د پاکستان مليشو ځواک يوه وياند وويل: «زموږ پر ځواکونو د افغان لوري ډزې وشوې.»
په کولن کې د يرغمل نيونې پیښه پای ته رسيدلې
د آلمان د کولن ښار د اورگاډو په تمځای کې د يرغمل نيونې يوه پېښه د عامل په نيولو سره پای ته رسيدلې ده. د کولن ښار د پوليسو له خوا ويل شوي چې عامل یې تر کنترول لاندې دی. ويل شوي چې د ريل گاډو د تمځای په يوه درملتون کې يوه سړي يوه ښځه د دوو ساعتو له پاره يرغمل نيولې وه. دغه ښځه سرسري ټپي شوې ده. تر اوسه د پېښې د عامل د غوښتنو او يرغمل نيونې د انگیزې په هلکه څه نه دي ويل شوي.
د ایران د دفاع وزیر ترمپ له هټلر سره پرتله کړ
د ایران د دفاع وزير امير حاتمي، د امريکا متحدو ايالاتو د ولسمشر دونالد ترمپ پر سياست سختې نيوکي کړي او د هغه سیاست یې له ادولف هټلر له سياست سره پرتله کړی دی. نوموړي وويل چې ترمپ نړيوال تړونونه له پامه غورځوي او نړۍ د جگړو پر لور بيايي.هغه زياته کړه: «که نړۍ او په ځانگړي توگه ايران د دې ډول بې قانونۍ پر ضد ونه دريږي نو موږ به ډير ژر د نوي هټلریزم د پيدا کيدو شاهدان شو.»
فعالان: وسله وال د حايلې سيمې څخه نه دي وتلي
د سوریې په ادليب ښار کې چې د ياغيانو پوخ سنگر دی، د حايلې سيمې د رامنځته کولو هلې ځلې له ستونزې سره مخامخ شوې. د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنې ويلي چې وسله وال د ټاکل شوې مودې سره سم نه دي وتلي او وضيعت روښانه نه دی. ويل شوي چې جهادي ائتلاف له یوه اړخه د جگړې د دوام اعلان کړی او بل اړخ ته یې داسې اشارې هم کړي چې غواړي پر شوي تړون عمل وکړي.
د سعودي پر حکومت د يوه بل فعال تورونه
د سعودي عربستان د شاهي نظام يوه منتقد چې په کاناډا کې ژوند کوي، پر دغه شاهي حکومت تور لگولی چې د سعودي خبريال جمال خاشقجي د لادرکه کيدو ترمخه یې د دوی ترمنځ شوې تليفوني خبرې اوريدلي دي. په خټه سعودي عمر عبدالعزیز، د کاناډا د سي بي سي شبکې ته ويلي چې دی باوري دی چې د خاشقجي سره او په کاناډا، امريکا، ترکيه او سعودي عربستان کې یې د نورو فعالانو سره خبرو ته غوږ نيول شوی دی.
په فرانسه کې توپان ۱۳ تنه وژلي
د فرانسې د خبري آژانس په حواله د دغه هيواد په جنوب لويديځ کې د تازه معلوماتو په حواله د توپان او باران له کبله لږ تر لږه ۱۳ انسانان وژل شوي دي. دا خبر د دوشنبې په ورځ د ژغورونکې عملې له خوا ورکړل شوی دی. په لومړي سر کې د شپږو کسانو د مړينې خبر ورکړل شوی وو. په ځانگړي توگه اود سیمه زياته اغیزمنه شوې ده.
آلمان ته د مهاجرو او کډوالو شمير کم شوی دی
په تېر ۲۰۱۷ م کال کې آلمان ته د کډوالو راتگ په لومړي ځل کم شوی دی. د آلمان د احصايي فدرالي ادارې له خوا ويل شوي چې په ۲۰۱۷ م کال کې د آلمان د خالص مهاجرت شمیر ۴۱۶ زره کسانو ته رالویدلی. په ۲۰۱۶م کال کې په اصطلاح د خالص مهاجرت شمير ۵۰۰ زرو ته رسيده. په ۲۰۱۵ م کال کې يعني د مهاجرو د ازدهام پر کال دغه شمير ۱،۱۴ میليون وه.