لنډ خبرونه په متن او انځور کې
روسيې او تاجکستان وايي په افغانستان کې يې هوايي بريدونه نه دي کړي، م.م. د ميانمار پوځ پر بشريت ضد جنايتونو تورن کړي، په ايران کې د سوریې په تړاو غونډه کيږي....
ايران د امريکا د بندیزونو له وجې نړيوالې محکمې ته مراجعه کړې
د دنهاک د جزا په نړيواله محکمه کې له دوشنبې ورځې څخه د ايران هغه دعوا څيړل کيږي چې د امريکا متحدو ايالاتو د اقتصادي بندیزونو پر ضد یې کړې. ايران استدال کوي چې دغه جزايي اقدامات د دوستۍ د هغه تړون څخه سرغړونه ده چې امريکا په ۱۹۵۵م کال کې د ايران شاهي حکومت سره کړی وو. ولسمشر دونالد ترمپ په ۲۰۱۵م کال کې د ایران او د لويديځو هیوادونو ترمنځ شوی تړون د روان کال په مي میاشت کې په يو اړخير ډول لغوه کړ.
روسیې او تاجکستان په افغانستان کې د هوايي بريدونو خبر رد کړی
افغان چارواکو د دوشنبې په ورځ ويلي چې یوې تاجکي يا روسي الوتکې د تخار په درقد ولسوالۍ کې د وسله والو طالبانو او تاجک سرتیرو ترمنځ تر نښتو وروسته هوايي بريدونه کړي دي. خو تاجکستان او روسیې دواړو دغلته د بمبار خبره رد کړې ده. د تخار د پوليسو ویاند خليل اسير، ويلي ول چې تر نښتو وروسته چې دوه تاجک سرتيري پکښې وژل شوي ول، په هوايي بريد کې اته تنه طالب جنگيالي وژل شوي او شپږ نور ټپيان شوي دي.
د م.م. د بشري حقونو کارپوهان د ميانمار پر پوځ د بشريت ضد جنایاتو تور لگولی
د ملگرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو د ميانمار پر پوځ د بشريت ضد جناياتو د ترسره کولو تور لگولی. کارپوهانو په خپل رپوټ کې ويلي چې عسکرو په وژنه، جنسي تيريو او شکنجو کې لاس لرلی او د ماشومان پر وړاندې یې د زور زياتي څخه کار اخیستی دی. په رپوټ کې همدا راز د حکومت پر مشرې اونگ سان سوچي، هم نيوکې شوي دي او ويل شوي چې نوموړې د دې ډول تيريو د مخنيوي له پاره له خپل مقام څخه کار نه دی اخیستی.
هند: مونسون ورښتونو تر ۱۲۰۰ زيات انسانان وژلي دي
د فرانسې د خبري آژانس په حواله د هند په جنوب کې د مونسون ورښتونو په ترڅ کې تر اوسه تر ۱۲۰۰ زيات انسانان مړه شوي دي. په ځانگړي توگه جنوبي ايالتي کیرالا ډير اغیزمن شوی چې په کې لږ تر لږه ۴۴۵ انسانان وژل شوي دي. ويل شوي چې هره ورځ په سېلاب ځپلو سيمو کې جسدونه موندل کيږي. د بارانونو او سېلابونو په نتيجه کې تر يو ميليون څخه زياتو انسانانو په موقتي سرپناو کې پناه اخيستې ده.
آلمان غواړي د لیبرالو ديموکراتيکو هيوادونو ائتلاف رامنځته کړي
د آلمان د بهرنیو چارو وزیر هايکو ماس، د امريکا متحدو ایالاتو د ولسمشر دونالد د «لومړی امريکا» د شعار په مقابل کې د يوه «څو اړخیز ائتلاف» د رامنځته کولو په لټه کې دی. نوموړي په برلین کې د بهرنيو چارو د وزارت د سفيرانو په غونډه کې وويل چې آلمان هغه وخت چې «ارزښتونه او گټې یې په واشنگټن کې د پامه د غورځيدو له گواښ سره مخامخيږي، بديلونو ته اړتيا لري.»
رسنۍ: روسيه، ايران او ترکيه د سوریې په هلکه غونډه کوي
ترکيه، روسيه او ایران غواړي چې د سپتمبر پر ۷ نیټه د سوریې د وضعې په اړه يوه درې اړخيزه غونډه وکړي. د ترکیې دولتي تلويزيون په حواله ولسمشر رجب طيب اردوغان به په دې غونډه کې د گډون په موخه د راتلونکې اوونۍ د جمعې په ورځ ايران ته سفر وکړي. په غونډه کې به د روسیې ولسمشر ولاديمير پوتين او د ایران ولسمشر حسن روحاني هم برخه واخلي. دغه ډول دوه غونډې تر دې مخه هم ترسره شوې دي.