لنډ خبرونه په متن او انځور کې
کندز: امنيتي ځواکونو د طالبانو له خوا يرغمل نيول شوي ۱۴۹ تنه آزاد کړي
د چارواکو په حواله امنيتي ځواکونو د دوشنبې په ورځ په کندز ولايت کې د عملياتو په ترڅ کې د ښځو او ماشومانو په گډون هغه ۱۴۹ تنه آزاد کړي چې څو ساعته تر مخه د طالبانو له خوا يرغمل شوي ول. زياته شوې چې د پاتې ۲۱ کسانو د آزادولو په موخه په سيمه کې نښتې روانې دي. د کورنيو چارو د وزارت مرستیال وياند نصرت رحيمي، ویلي دي چې د دوشنبې پر سهار وسله والو طالبانو په دريو بسونو کې سپاره مسافر یې له ځانه بیولي ول.
روسیې په سپتمبر میاشت کې طالبان په مسکو کې د سولې خبرو ته بللي
روسیې د دوشنبې په ورځ وویل چې د سپتمبر د څلورمې نیټې له پاره د افغانستان د سولې په اړه یوه کنفرانس ته چمتوالی نیسي چې ورته طالبان هم بلل شوي دي.د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د انترفاکس خبري آژانس ته ویلي دي: «موږ دغه غونډه د سپتمبر د څلورمې نیټې له پاره چمتو کوو» کابلوف روښانه کړې ده چې طالبان هم په مسکو کې جوړیدونکو دغو خبرو اترو ته بلل شوي دي.
په سعودي عربستان کې د حج مراسم
نن د افغانانو په شمول د ټولې نړۍ مسلمانان په سعودي عربستان کې د عرفات مراسم پر ځای کوي. حاجيانو پرون د حج مراسم پيل کړل، احرام يې وتاړه او د مکې معظمې څخه یې د منا پر لور حرکت وکړ او هلته د شپې تر تيرولو وروسته نن د حج مهم رکن پرځای کوي. د سعودي عربستان د رسمي شميرو په حواله روان کال له ټولې نړۍ څخه شا او خوا ۲ ميليونه مسلمانان د حج مراسم پر ځای کوي.
ترکیې د آلمانۍ خبريالې د سفر بندیز لغوه کړ
هغه آلمانۍ خبرياله او ترجمانه ميسال تولو چې په ترکیه کې پرې د اقامې دعوا شوې وه کولای شي له دغه هيواده ووځي. نوموړې د تويتر له لارې دا خبر تائید کړی دی. تولو ويلي چې د سفر بندیز یې لغوه کړل شوی خو محاکمه به یې دوام پيدا کړي. پر نوموړې د ترهگرۍ د تورونو له کبله چې دا یې ردوي، د اقامې دعوا شوې ده. د دې ميړه چې پر هغه هم دعوا شوې، ښايي د ترکیې څخه د وتلو اجازه ونه لري.
په انقره کې د امريکا پر سفارت ډزې شوي
د آلمان خبري آژانس د «سي اين اين ترک» او هابرترک تلويزيوني شبکو په حواله خبر ورکړې چې د ناپيژندل شويو کسانو د دوشنبې په ورځ په انقره کې د امريکا متحدو ايالاتو پر سفارت ډزې کړي دي. د رسنیو د رپوټونو په حواله له یوه موټر څخه چې د حرکت په حال کې وو د امریکا د سفارت پر لور ډزې شوې دي چې یو شمیر مرمۍ یې د سفارت د ساتونکو پر غرفې هم لږیدلي دي. په دې برید کې څوک ټپي شوی نه دی.
اروپايي سياستوالو يونان ته مبارکي ورکړې
د اروپايي ټولنې د جرگه گۍ مشر دونالد توسک يونان ته د يورو د ژغورنې د موقتي پروگرام پای ته د رسيدو له امله مبارکي ورکړې ده. توسک د تويتر ټولنیزې شبکې له لارې ويلي چې يونان په ډير زيار او د اروپا د يووالي له لارې د خپل چانس څخه استفاده وکړه. د اروپايي ټولنې د کميسیون مشر جان کلود يونکر، هم پر دغه بحران لاس بری ستایلې ده. د دوشنبې په ورځ د اتن له حکومت سره د مرستو دريمه بسته پای ته رسيږي.