لنډ خبرونه په متن او انځور کې
تاېلند: په سمڅه کې بند پاتې شوي هلکان ژغورل شوي دي، په جلال آباد کې ځانمرگي بريد ۱۰ تنه وژلي، د آلمان د کورنيو چارو وزیر د «مهاجرت ماستر پلان» وړاندې کړ
تاېلند: په سمڅه کې بند پاتې شوي هلکان ژغورل شوي دي
د تاېلند په يوه سمڅه کې بند پاته ټول ۱۲ تنکي هلکان او د هغوی روزونکی ژغورل شوي دي. دغه فوټبالران او د دوی روزونکی له ۱۷ ورځو راهيسې د تاېلند د شمال په سمڅو کې گير پاتې ول. ځانگړو غوټه وهونکو په دريو ورځو کې دا هلکان چې سنونه یې د ۱۱ او ۱۶ کالونو ترمنځ دي او د دوی ۲۵ کلن روزونکی، وژغورل. موسمي بارانونو د ژغورنې علمیات له ستونزو سره مخامخ کړي ول ځکه په سمڅه کې د سيلاب اوبو د راتلو خطر وو.
په جلال آباد کې ځانمرگي بريد ۱۰ تنه وژلي
په جلال آباد کې د ملي امنيت د پلټنې پر يوه مرکز د ځانمرگي بريد په پايله کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي. د ننگرهار د والي ویاند عطاء الله خوږياڼي دويچه ويله ته وويل چې دغه ځانمرگي بريد د شپږمې ناحیې اړوند خالص فاميلو په چوک کې د تيلو د يوه پمپ سره نژدې شوی دی. هغه زياته کړه چې په وژل شويو کې دوه د ملي امنيت کارکونکي او اته تنه عام وگړي دي. تر اوسه کومې ډلې د بريد پړه نه ده منلې.
د آلمان د کورنيو چارو وزیر د «مهاجرت ماستر پلان» وړاندې کړ
د آلمان د کورنيو چارو وزیر هورست زيهوفر، تر څو اوونيو ځنډ وروسته بالاخره د «مهاجرت ماستر پلان» معرفي کړ. د آلمان د مسيحي سوسيال گوند د مشر د دې پلان اصلي موخه د مهاجرت او پناه غوښتنې د قوانينو سختول دي. د دې پلان پر اساس به په راتلونکي کې د دغه هيواد سرحدونو ته څیرمه جدي پلټنې ترسره کيږي. هلته نيول شوي پناه غوښتونکي به د مهاجرو مرکزونه ته ليږدول کيږي او د يوې چټکې پروسې له لارې دا معلومات کيږي.
سوډان: د ياغيانو او حکومت ترمنځ رامنځته شوی تړون لغوه اعلان شوی
په جنوبي سوډان کې ياغيانو له حکومت سره همدا د يکشنې په ورځ رامنځته شوې تړون لغوه کړې دی. ياغيانو ويلي دي چې تړون یې ځکه لغوه کړې چې حکومت دا خبره رد کړې وه چې د دوی مشر ريک ماشار به سملاسي وکولای شي د مرستيال ولسمشر په توگه په کار پيل وکړي. دا د هغه تړون اصلي شرط وو چې د يکشنبې په ورځ معرفي شوی وو. ياغيانو ويلي چې دوی تر اوسه کوم توافق ته نه دي رسيدلي.
اسرائيل وايي له بشارالاسد سره د اړيکو امکان نه ردوو
د اسرائيلو د دفاع وزير اويدگور ليبرمن، ويلي چې هيواد یې په راتلونکي کې د سوريې له ولسمشر بشارالاسد سره ممکنه اړيکې نه ردوي. د دې پوښتنې په ځواب کې چې آيا اسرائیل به له سوریې سره څه ډول اړيکې ولري؟ ليبرمن وويل: «زموږ ارزونه او اټکل دادی چې موږ لا داسې څه څخه ډير لیرې يو خو موږ هيڅ هم نه ردوو.»
چين د منځني ختيځ له هيوادونو سره د ميليونو يورو مرسته کوي
چين غواړي د منځني ختيځ عربي هيوادونو ته په مجموعي توگه تر ۲۰ میلياردو يورو زيات پورونه او مالي مرسته ورکړي. د چين ولسمشر شي جين پنگ په پيکنگ کې د ۲۱ عربي هیوادونو له استازو سره د ليدنې پر مهال وويل چې په بحران ځپلو سيمو کې اقتصادي پراختيا د ډيرو امنيتي ستونزو د حل يوه ډيره ښه لار ده. هغه وويل چې دا پورونه په سيمه کې د اقتصاد او صنعت د بيرته په پښو درولو د پلان عملي کولو له ورکول کیږي.