لنډ خبرونه په متن او انځور کې
داعش په جلال آباد کې پر سيکانو او هندوانو د بريد پړه منلې ده، تايلند: په لادرکو ماشومانو پسې لټه دوام لري، اروپايي ټولنې امريکا ته د ځوابي تعرفو گواښ کړی
داعش په جلال آباد کې پر سيکانو او هندوانو د بريد مسئوليت منلی
داعش وسله والې ډلې په جلال آباد کې د يکشنبې ورځې د ځانمرگي بريد پړه منلې ده. په دې بريد کې۱۹ کسان وژل شوي چې زياتره یې سيکان او هندوان دي. د دوشنبې په ورځ په جاري کړل شوې يوه اعلاميه کې د دغه ډلې له خوا ويل شوي چې دغه کسان يې هدفمندانه په نخښه کړي دي. په افغانستان کې په اويايمه لسیزه کې د هندوانو او سکانو شمير تر ۸۰ زرو زيات وو خو په دې تيرو څه باندې څلورو لسیزو کې دغه شمير ډير کم شوی.
م.م: په سوريه کې د بې ځایه شويو شمير په چټکۍ سره لوړيږي
د ملگرو ملتونو د نويو ارقامو په حواله د سوریې په جنوب لويديځ کې د دوو اوونيو نښتو له کبله د بې ځايه شويو شمير ډير لوړ شوی دی. د ملگرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې «يو اين ايچ سي آر» وياند محمد حواري، په اردن کې وويل : «زموږ تازه معلومات ښيي چې د سوریې په جنوب کې د بې ځایه شويو شمير ۲۷۰ زرو ته لوړ شوی دی». نوموړي زياته کړه چې د جگړو له کبله په ډيره کمه موده کې ډير زيات انسانان بې ځايه شوي دي.
په ايران کې د اوبو د کمښت پر ضد نوی مظاهرې
د ايران د دولتي رسنيو په حواله د دغه هيواد په جنوب لويديځ کې په پرله پسې دويمه شپه د پوليسو او مظاهره کوونکو ترمنځ اخ و ډب رامنځته شوی دی. ويل شوي چې په آبادان ښار کې پر پوليسو کثافات او ډبرې وار کړي او يوه موټر ته یې اور اچولی دی. ويل شوي چې پوليسو د مظاهرو ځای ته څيرمه سړک تړلی دی او وضعيت تر کنترول لاندې دی. د ايران په جنوب کې له جمعې ورځې راهيسې د اوبو د کمښت او ټيټ کيفيت پر ضد مظاهرې کيږي.
په مکسيکو کې نوی ولسمشر ټاکل شوی
کين اړخه کانديد اندرېس مانويل لوپز اوبرادور، د مکسيکو ولسمشریزې ټاکنې گټلې دي. د رسمي شميرو په حواله اوبرادور کابو ۵۳ فيصده رای ترلاسه کړي دي. د حکومتي گوند پي آر آيي محافظه پالو نوماندانو ريکاردو انايا او خوزې انتونيو مياده، په واضح توگه ماته خوړلې ده. د امريکا متحدو ايالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، کين اړخي سياستوال اوبرادور ته مبارکي وويله. لوپز اوبرادور، مکسيکايي ولس ته د «ژور بدلون» وعده ورکړې.
تايلند: په لادرکو ماشومانو پسې لټه دوام لري
په تايلند کې اوس هم د فوټبال د ځوانونو په لوبډله پسې لټه روانه ده چې له لسو ورځو راهيسې په يوه غار کې بند پاتې دي. د چيانگ رای ايالت د چارواکو په حواله په غار کې د پېښې ځای ته د رسيدو نوې لارې هم کشف شوي دي. ویل شوي چې ژغورونکو د غار په خوله کې د رسيو د ځای پر ځای کولو هڅه وکړه. دغه دولس هلکان چې سنونه یې د يولسو او شپاړلسو کالو ترمنځ دي، د خپل روزونکي سره دې غارونو ته ختلي ول.
«روان کال په مديترانه سمندرگي کې تر زرو زيات مهاجر ډوب شوي»
په روان ميلادي کال کې تر اوسه تر ۱۰۰۰ زيات مهاجر له ليبیا څخه اروپا ته د رسيدو د هڅې په ترڅ کې په مديترانه سمندرگي کې غرق شوی دي. د مهاجرت د نړيوال سازمان له خوا زياته شوې چې يوازې په تیرو څو ورځو کې کابو ۲۰۰ انسانان وژل شوي د مهاجرت د نړيوال سازمان د ليبيا د برخې مشر وويل: «د لیبيا په سواحلو کې په سمندر کې د غرقيدو او ډوبيدو د پيښو شمير ډير زيات لوړ شوی دی.»
اروپايي ټولنې امريکا ته د ځوابي تعرفو گواښ کړی
اروپايي ټولنې د امريکا متحدو ايالاتو له خوا پر موټرو د مالیې د لوړولو په صورت کې د شديدو ځوابي اقداماتو گواښ کړی دی. د اروپایي ټولنې د کميسيون له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کې ويل شوي چې که سړی د امريکا متحدو ايالاتو له خوا پر فولادو او المونيم لگول شوې مالیه د معيار يا تناسب په توگه په نظر کې ونيسي نو د ۲۹۴ ميلياردو ډالرو په ارزښت پر امريکايي توکو به ځوابي ماليه غوره شي.