لنډ خبرونه په متن او انځور کې
امريکا د ایران د تيلو د تحريم غوښتنه کړې، په افغانستان کې پر مرستندويانو بريدونه زيات شوي دی، امريکايي محکمې د مهاجرو کورنيو د بيرته يوځای کولو لارښونه کړې
په افغانستان کې پر مرستندويانو بريدونه زيات شوي دی
په افغانستان کې د پراختيايي پروگرامونو پر کارکونکو او فعالانو د بريدونو شمير ډير لوړ شوی دی. د ملگرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (OCHA) په خپل نهه میاشتني رپوټ کې ويلی چې يوازې په مي مياشت کې ۵۱ دا ډول پېښې ثبت شوي دي چې تر دې له مخکنۍ میاشتې دوه برابره زیاتې دي. د دې پېښو په ترڅ کې يو مرسته کونکی وژل شوی او نهه تنه نور ټپيان شوي دي. همدا راز شپږ مرستندويان تښتول شوي او يو نيول شوی دی.
امريکا د ایران د تيلو د تحريم غوښتنه کړې
د ايران له اتومي تړون څخه تر وتلو وروسته، امريکا متحدو ايالاتو اوس له ټولو هيوادونو څخه غوښتي چې له تهران څخه دې د تیلو واردات بند کړي. د امريکا متحدو ايالاتو د بهرنيو چارو وزارت له خوا پر هغو هيوادونو د بندیزونو د لگولو گواښ شوی چې نه غواړي دغه غوښتنه ومني. ويل شوي چې په دې ترڅ کې به هيڅ استثنا نه وي.
امريکايي محکمې د مهاجرو کورنيو د بيرته يوځای کولو لارښونه کړې
د امريکا يوې محکمې دغلته د جلا شويو کډوالو کورنيو په يوه مياشت کې بيرته د يوځای کولو لارښونه کړې. د کاليفورنيا ايالت يوه قاضي چارواکو ته لارښونه کړې چې تر پنځوو کلونو کم عمر لرونکي ماشومان دې آن په دوو اوونيو کې بيرته له خپلو والدينو سره یوځای کړي. د ولسمشر دونالد ترمپ د «صفر زغم د سياست» په ترڅ کې هغه کډوال چې د مکسيکو له پولې څخه په غير قانوني توگه امريکا ته داخل شوي ول، له ماشومان جلا کړل شول.
ملګري ملتونه: د مالي عسکرو دولس تنه ملکيان وژلي
په مالي کې حکومتي عسکرو په عامه محضر کې د غچ اخيستنې په موخه دولس ملکيان وژلي دي. دا خبر د ملگرو ملتونو د سولې د ماموريت مينوسما له خوا ورکړل شوی دی. ويل شوي چې د ترهگرۍ ضد ځواکونو په بولکیزي ښار کې د نامعلومو ولسوالو کسانو له خوا د یوه عسکر تر وژل کیدو وروسته، د ملکيانو په وژنه لاس پورې کړی. د لويديځې افريقا د دغه هيواد پر عسکرو تل پر ملکيانو د بريدونو تورونه لگول کيږي.
په نکاراگوا کې د ناکراريو له وجې تر ۲۸۵ کسان وژل شوي
د فعالانو په حواله په نکاراگوا کې د اپريل مياشتې راهيسې د ناکرايو له وجې تر ۲۸۵ زيات انسانان وژل شوي دي. د نگاراگوا د بشري حقونو د کميسیون په حواله تر ۱۵۰۰ زيات کسان ټپيان دي او تر ۱۵۶ زيات لادرکه دي. کميسيون د دې پړه پر حکومتي ځواکونو او حکومت ته پر نژدې نیمه پوځي ملیشو وراچوي. ناکراريو د مالیې د لوړولو او تقاعد د پيسو د کمولو د پلانونو له وجې زور اخيستی وو.
د بخښنې نړیوال سازمان د ميانمار چارواکي په بشريت ضد جنايتونو تورن کړي
د بخښنې نړيوال سازمان د ميانمار پر پوځ د بشريت ضد جنايتونو تور لگولی. د بشري حقونو د دې سازمان په روپوټ کې ويل شوي چې د پوځ مشر من اونگ ليانگ، او دولسو نورو لوړپوړو پوځي چاراکو د ۷۰۰ زرو زياتو روهنگيا اقليت په بې ځايه کولو کې لاس درلود. د ميانمار په راخين ايالت کې د ۲۰۱۷م کال راهيسې په سونه کلي سوځول شوي، زرونه انسانان وژل شوي او زيات شمير ښځې د جنسي تیري ښکار شوي دي.