لنډ خبرونه په متن او انځور کې
لنډ خبرونه په متن او انځور کې
په ننګرهار کې ډله ایز برید نهه تنه وژلي
د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې پر یوه دولتي ودانۍ باندې د یوه ډله ایز برید په پایله کې د چارواکو په وینا لږ تر لږه نهه تنه وژل شوي چې پکښې یو ماشوم هم شامل دی. د چارواکو په وینا په پيښه کې نور ۳۶ تنه ټپیان شوي هم دي. د رپوټونو له مخې په لومړي سر کې چاودنه شوې او بیا وسله وال د مستوفیت ودانۍ ته ننوتي.
په پاریس کې د چړې مرګونی برید
د شنبې په ماښام ناوخته د فرانسې په پلازمینه پاریس کې یو کس د چړې په برید یو تن وژلی او دوه نور یې ټپیان کړي دي. پولیسو برید کوونکی هم وژلی دی. چارواکو دغه کس د خطر رامنځ ته کوونکي کس په توګه پيژنده. د فرانسې حکومت دغه برید د یوې ترهګرې حملې په توګه ارزوي. په اصطلاح «اسلامي دولت» ډلې یا داعش د دغه برید د مسوولیت ادعا کړې. ویل شوي چې برید کوونکی په ۱۹۹۷م کال په چیچنیا کې زیږیدلی وو.
په ایران کې اته کس د مرګ په سزا محکوم شوي
ایران د تیر کال د تر سره شوو بریدونو په تړاو چې مسوولیت یې داعش منلی وو اته کسان د مرګ په سزا محکوم کړي دي. په تهران کې د انقلاب محکمې مشر موسی غضنفر آبادي، د یکشنبې په ورځ د دغه هیواد دولتي تلویزون ته ویلي دي چې دغه کسان له پنځو یاغیانو سره په مرستې ګرم ګڼل شوي دي چې په پارلمان او د آیت الله خميني په مزار یې برید کړی وو. تیر کال جون میاشتې کې په دغه برید کې ۱۸ کسان وژل شوي او تر ۵۰ زیات ټپیان وو.
په اندونیزیا کې کلیساوې د ځانمرګو بریدونو هدف ګرځیدلي
د اندونیزیا په دوهم ستر ښار سورابایا، کې پر کلیساو باندې د ځانمرګي بریدونو په لړۍ کې لږ تر لږه لس تنه وژل شوي دي. د پولیسو د معلوماتو له مخې پر دې سربیره چاودنو تر ۴۰ زیات کسان ټپیان کړي هم دي. دغه بریدونه په یو بل پسې لږ زماني واټن کې رامنځ ته شوي دي. اندونیزیا چې ۲۵۵ میلیونه نفوس لري د نړۍ په کچه هغه ستر هیواد چې زیاتره اوسیدونکي یي مسلمانان دي. د دغه هیواد د نفوس یو پر لسمه برخه عیسویان جوړوي.
په بیت المقدس کې ترینګلی امنیتي وضعیت
د بیت المقدس د حرم شریف په ساحه کې د یهودانو او عربانو تر منځ آخ او ډب رامنځ ته شوی دی. د پولیسو د معلوماتو له مخې یو ډیر شمیر کسان د سرغړونو له کبله له مقدسې سیمې لیرې کړی شوي او د پولیسو له لوري ترې پوښتنې شوي. پر دې سربیره د دوشنبې په ورځ په بیت المقدس کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت پرانیستل کیږي.