لنډ خبرونه په متن او انځور کې
م.م: ترکيه دې د اضطراري حالت قوانين لغوه کړي
ملگرو ملتونو پر ترکیې غږ کړی چې د ۲۰۱۶م کال په جولای مياشت کې تر ناکامي کودتا وروسته نافذ کړل شوي د اضطراري حالت قوانين دې ليرې کړي. په ژنيو کې د ملگرو ملتونو د بشري حقونو د دفتر له خوا ويل شوي دي چې دا قوانين له بشري حقونو څخه د سختو سرغړونو سبب شوي چې په هغه کې د ۱۶۰ کسانو نيونه او د عامه خدماتو د ډيرو کارکونکو له دندو څخه گوښه کول شامل دي. په رپوټ کې ويل شوي چې دغه قوانين بايد له منځه يوړل شي.
د امريکا لوی درستیز کابل ته رسیدلی
د امريکا متحدو ایالاتو لوی درستیز جنرال جوزف دانفورد افغانستان ته رسیدلی دی. جنرال دانفورد هلته خبريالانو ته وويل چې د خپل سفر په ترڅ کې غواړي د امريکا نظامي ماموريت و ارزوي څو د افغانستان په اړه د نوې تگلارې له پاره معلومات ترلاسه کړي. دانفورد وويل چې هغه غواړي «له هغو مشاورينو سره خبرې وکړي چې په افغانستان کې کار کوي او د هغوي د ځينو کارونو په اړه پريکړې وکړي.
فعالان: په ختېځه غوطه کې پر يوه ښوونځي بريد ۱۵ ماشومان وژلي
د فعالانو په حواله د ختېځې غوطې پر يوه ښوونځي د هوايي بريد په نتيجه کې ۱۵ ماشومان او دوې ښځې وژلي شوي دي. د بشري حقونو د څار لندن ميشتې سوريايي ټولنې ويلي دي چې په پېښه کې ۵۲ نور کسان ټپيان شوي دي. په اربين ښار کې دغه انسانانو د ښوونځي په تهکاوۍ کې پنا اخيستې وه. ويل شوي چې بريد ښايي د روسیې د جنگي الوتکو له لوري شوی وي.» د فيبرورۍ مياشتې راهيسې په ختیځه غوطه کې تر ۱۴۰۰ زيات ملکيان وژل شوي
امريکا او جنوبي کوريا پوځي تمرينونه کوي
امريکا متحد ايالات غواړي چې له جنوبي کوريا سره په گډه پوځي تمرينونه بيرته پيل کړي. د امريکا متحدو ایالاتو او جنوبي کوريا د دفاع وزیرانو ويلي دي چې دا تمرينونه به احتمالاً د اپريل پر لومړۍ نيټه پيل شي، خو د ۲۰۱۷م کال تر مانورونو به لنډ وي. دغه تمرينونو په جنوبي کوريا کې د اولمپيک د ژمنيو لوبو له وجې ځنډول شوي ول. د جنوبي کوريا حکومت وويل چې دا تمرينونه «دفاعي بڼه» لري.
په آلمان کې پر ترکي تاسیساتو بريدونه زيات شوي دي
په آلمان کې پر ترکي تاسيساتو بريدونه ډير شوي دي. فونکه رسنيزې ډلې د پوليسو په حواله خبر ورکړی دی چې په روان ميلادي کال کې تر اوسه د احتمالي کردي پلوه فعالانو له خوا پر مسجدونو، کلتوري ټولنو او ترکي رستورانتو ۳۷ يرغلونه شوي دي. په تير کال کې په ټولیزه توگه دا ډول ۱۳ بريدونه ثبت شوي ول. په دې بريدونو کې زياتوالی د سوریې په شمالي ښار عفرين کې د ترکېې د ځواکونو د عملیاتو له وجې راغلی دی.
د فرانسې پخواني ولسمشر سرکوزي توقيف شوی
د فرانسې پخوانې ولسمشر نيوکولای سرکوزي د ټاکنیز کمپاين پر وخت د غيرقانوني بسپنو د افتضاح له وجې توقيف شوی دی. نوموړی په نانتري کې د فساد ضد ادارې د پلټونکو له پوښتنو سره مخامخ شوی دی. پلټنونکي قاضيان له پنځوو کلونو راهيسې په دې اړه پلټنې کوي چې په ۲۰۰۷م کال کې د دې محافظه پال سياستوال له ټاکنیزې مبازرې سره د ليبيا د هغه وخت ولسمشر معمر قدافي له خوا مالي مرسته شوی وه او که نه.