لنډ خبرونه په متن او انځور کې
پر انترکانتيننتال هوټل بريد کې د يوې آلمانې میرمنې وژل کيدل هم تائید شوي دي
په کابل کې پر انترکانتيننتال هوټل د شنبې ورځې په بريد کې د يوې آلمانې میرمنې وژل کيدل هم تائید شوي دي. په برلين کې د بهرنيو چارو وزارت يوې وياندې دغه خبر تائید کړ خو په دې اړه د جزياتو له ورکړې ډډه وکړه. خو یو خیریه سازمان، شلتر نو یوې سرچینی دویچه ویله ته وویل چې وژل شوې یو المانې میرمن ده چې له کلونو را په دی خوا یې افغانستان کې د شلتر ناو په شمول له خیریه مؤسساتو سره کار کاو.
له آلمان څخه بله ډله مهاجر افغانستان ته ليږل کيږي
د آلمان خبري آژانس د مهاجرو د فعالانو په حواله خبر ورکړی دی چې د سه شنبه په ماښام به له دوسلدورف څخه لس تنه افغان مهاجر کابل ته اخراج کړل شي. د بايرن ایالت د مهاجرو د جرگه گۍ وياند شتيفان دونوالد وويل چې په دې ډله کې له دغه ايالت څخه اته تنه مهاجر شامل دي. د نورد راين ويستفالن ايالت د مهاجرو د جرگه گۍ له خوا هم ويل شوي چې له دغه ایالت څخه هم يو تن د اخرجيدونکو په نوملړ کې شامل دی.
اسرائيلو ته د مايک پنس لانجمن سفر
د امريکا متحدو ايالاتو مرستیال ولسمشر مايک پنس د اسرائیلو له لومړي وزیر بنيامن نتنياهو سره وليدل. پنس وويل: «دا ورته يو وياړ دی چې د اسرائيلو پلازمينې بيت المقدس ته تللی.» نتنياهو په دې ترڅ کې له ولسمشر دونالد ترمپ څخه د بيت المقدس د اسرائيلو د پلازمينې په توگه د پيژندلو له کبله مننه وکړه. فلسطينيانو په بيت الحم کې د مهد کليسا مخې ته د احتجاج په توگه د مايک پنس او دونالد ترمپ انځورونه وسوځول.
کردانو د سوریې په شمال کې بايللې سيمې بيرته نيولي دي
د سوریې په شمال کې د ترکیې د ځمکنيو ځواکونو تر تهاجمي بريدونو وروسته کردي ډلو هم ځوابي بريدونه پيل کړي دي. د بشري حقونو د څار سوريايي ټولنې د کردانو له خوا ورکړل شوي هغه معلومات چې وايي د ترکانو او د دوی د متحدو ياغيانو څخه خپل له لاسه ورکړي سنگرونه يې بيرته نيولي دي، تائيد کړي. د ترکیې له خوا د شنبې په ورځ پيل شوي عمليات په عفرين سيمه کې د امريکا متحدو ايالاتو کردي متحدو ځواکونو ته متوجې دي.
مرستندويه ټولنه وايي د نړۍ ځينې بحران ځپلي له پامه غورځول شوي
د «Care International» په نوم مرستندويه ټولنې د نړۍ د هغو لسو بحران ځپلو سيمو له خلکو سره د لا زياتې مرستې غږ کړې چې ډيره پاملرنه ورته نه کيږي. د دې ټولنې له خوا د دوشنبې په ورځ په ژنيو کې ويل شوي دي چې په شمالي کوريا، کانگو، اريتريا او پيرو کې په میليونو ماشومان، ښځې او نارينه د لوږې، زورزياتي او يا طبيعې ناورينونو له کبله کړيږي. د ټولنې مشر وويل چې د نړۍ دغه انسانان له پامه بايد ونه غورځول شي.
فرانسه له فلسطينيانو سره د اروپایي ټولنې د شراکت پر تړون ټينگار کوي
فرانسه غواړي چې اروپایي ټولنه له فلسطينيانو سره د شراکت د يوه تړون د رامنځته کولو په هلکه خبرې اترې پيل کړي. د فرانسې د بهرنيو چارو وزیر ژان ايف درين په بروکسل کې د اروپايي ټولنې په هغه غونډه کې چې تمه وه د فلسطينيانو مشر محمود عباس به پکښې د میلمه په توگه گډون وکړي، وويل چې تمه لري په دې هلکه ژر يوه پروسه پيل شي. ده وويل د دې پروسې هدف د يوه موقتي تړون د شراکت په تړون بدلول بايد وي.
روسيه غواړي چې د سوچي غونډې ته کردان هم دعوت کړي
په سوريه کې د ترکیې د تهاجمي عملياتو سره سره هم روسيه غواړي د کردانو استازي هم په سوچي ښار کې د سولې پلان شويو خبرو اترو ته دعوت کړي. د روسیې د بهرنيو چارو وزير سرگې لاوروف وويل چې «د جنورۍ په پای کې په سوچي کې د ملي ديالوگ غونډي ته بايد د «کردانو استازي» هم راوبلل شي. د ديموکراتيک اتحاد گوند او پوځي څانگه یې چې د کردانو ولس ساتونکې ځواک بلل کيږي، د سوریې د کردانو مهمې ډلې دي.
اوکسفام پر ټولنیزې بې عدالتې او د ټولنې پر ويش انتقاد کړی
د آکسفام د يوې څيړنې په حواله په ۲۰۱۷م کال کې په ټوله نړۍ کې توليد شوې تقریباً ټوله شتمني يوازې شتمنو ته رسیدلې ده. د پراختيا د دې سازمان په رپوټ کې ويل شوي دي چې په ۲۰۱۷م کال کې د لاسته راوړل شوي شتمنۍ کابو ۸۲ سلنه د نړۍ شتمن قشر ته رسيدلي دي. ويل شوي دي چې ۳،۷ ميليارده انسانانو ته چې د نړۍ بې وزله برخه جوړوي، له دې اقتصادي ودې هيڅ گټه نه ده رسيدلې.