لنډ خبرونه په متن او انځور کي
په بن کې د اقلیم په اړه کنفرانس، د پاریس د تړون د عملي کولو تدابیر وضع کړل
د ۱۹۵ هیوادو استازو د بن په نړیوال اقلیمي کنفرانس کي د پاریس د اقلیمي تړون د عملي کولو پریکړه وکړه. د نورو تر څنگ په کنفرانس کي پر دې باندي خبري وسوې او یو پلان جوړ سو چي هر هيواد څرنگه کولای سي خپل د بیلګې په توګه یو ټن کاربن ډای اکسايډ په یوه مشخص معیار سره اندازه گیري کړي. خو پر دې موضوع باندي به په ۲۰۱۸ کال کي د راتلونکي اقلیمي کنفرانس پر مهال په پولینډ کي په قاطع ډول فیصله وسي.
آلمان: د ایتلافي حکومت د جوړولو مقدماتي خبري جدي مرحلې ته رسیږي
د آلمان د ایتلافي حکومت د جوړولو د مقدماتي خبرو استازي خپلو مهمو او فیصله کونکو خبرو ته نن او سبا هم دوام ورکوي. په دغو خبرو کي د مسيحي دیموکراټانو، سوسيال مسيحيانو، آزاد دموکراټانو او زرغون ګوند د استازو په مخ کي بیا هم د اقلیم ساتني او مهاجرو د سیاست شخړه ایز مسایل پراته دي. د دغو گوندونو مرکچیان هڅه کوي چي تر سبا ماښام پوري په برلین کي پر دغو مسایلو باندي یوه تفاهم ته سره ورسیږي.
د لبنان لومړي وزیر ته په پاریس کي د مکرون له خوا هرکلی وویل سو
د لبنان ولسمشر میشال عون په راتلونکې اوونۍ کي د دغه هیواد د صدراعظم سعد حریري د استعفأ ورکولو خبره وکړه. په بیروت کي د جمهوري ریاست ماڼۍ خبر ورکړ چي عون د حریري څخه د تلیفون له لاري معلومات تر لاسه کړ چي هغه غواړي د لبنان د استقلال د ورځي په جشن کي برخه واخلي. حریري اوس په پاریس کي دی او په الیزي ماڼۍ کې یې له ولسمشر امانویل مکرون، ولیدل.
زیمبابوې: په زرهاوو مظاهره کوونکو د موگابي د استعفأ غوښتنه وکړه
تر پوځي کودتا څلور ورځي وروسته په زرهاوو مظاهره کوونکو په پایتخت هراري کي د رابرت موگابي د استعفأ غوښتنه وکړه. دغه مظاهره چي تر اوسه پوري سوله ایزه پاته سوې ده، ډیرو کسانو پکښي د موگابي ضد شعارونه ورکول. د دغي مظاهرې بلنه د حکومتي حزب (څانو-PF) یوې برخي، اپوزیسون او ډیرو مدني ټولنو ورکړې وله. د پوځ رهبري اوس د ۹۳ کلن موگابي سره خبري کوي، تر څو هغه استعفأ ته وهڅوي.
روسیې بیا د سوریې د زهرجن گاز نوره پلټنه ویټو کړه
روسیې د ملگرو ملتونو د امنیت په شورا کي بیا د سوریې د زهرجن گاز د استعمال پلټنه ویټو کړه. جاپان پیشنهاد کړی وو چي د هغه مطابق یو تحقیقاتي ماموریت دي په لومړي سر کي د یوې میاشتي له پاره تمدید سي. د پنجشنبې په ورځ د امريکا د متحده ايالاتو له طرفه وړاندي سوې پریکړه لیک یوه مسوده د روسیې له خوا ویټو سوه چې پر اساس به یې په سوریه کي د زهرجن گاز د استعمال گډ تحقیقات ترسره کیږي.
د ارجنتاین یو اوبتل په بحرآرام کي ورک سوی دی
د ۴۴ تنو عملې په درلودلو سره د ارجنټین د بحري قواوو یو اوبتل د رسمي معلوماتو پر اساس د تیرو ۴۸ ساعتونو راهیسي په بحرآرام کي ورک سوی دی. د بحري قواوو په حواله په هغه پسي یوه هر اړخیزه پلټنه پیل سوې ده. خو هغوی دا توضیحات ور نه کړل چي څرنگه دغه پيښه رامنځته سوې ده. دغه اوبتل د اوهاوای له ښار څخه لیري د مار دل پلاتا پر خوا روان وو چي د بوینس آیرس په ۲۵۰ کیلومترۍ کي موقعیت لري.