لنډ خبرونه له انځورونو سره
میرکل او اردوغان بیرته خبري کوي
د جرمني صدراعظمي انګيلا ميرکل او د ترکيې جمهوررئيس رجب طيب اردوغان ترڅو میاشتو ځنډ وروسته بیرته یو له بل سره تلیفوني خبري وکړې او د دواړو خواوو پر روابطو باندي یې رڼا واچوله. ترکي خبري آژنس انادولو رپوټ ورکړی دی، چي دواړه سیاستمداران پردې باندي موافق سوي، چي په لوړه سطحه دوو اړخیزو اړیکو ته هغه وخت نوی تحرک ورکړي چي کله په جرمني کي نوئ حکومت جوړ سوی وي.
پاکستاني طالبانو د محصلینو په لیلیه کي ۹ کسان وژلي دي
پاکستاني طالبانو د پیښور د زراعت انستیتوت د محصلینو پر لیلیې باندي په حمله کي حداقل ۹ کسان وژلي دي. پولیسو او د روغتون پرسونل همدارنگه ویلي دي چي پنځه بریدکونکي هم په دغه يرغل کي وژل سوي دي. د بریدکونکو د حملې پروخت په لیلیه کي تقریبأ سل کسان ول. طالبانو پرهغوی باندي د یوه سره او هري خواته فیرونه کوله. د دغي حملې مسئولیت تحریک طالبان پاکستان پرغاړه اخیستی دی.
شولڅ د لوی اییتلاف پرخبرو ټینگار رد کړی
د جرمني د سوسيال ډيموکراټانو رئیس مارتین شولڅ هغه رپوټونه رد کړي دي، چي گواکي له اتحادی ګوندو سره پرخبرو باندي ټینگ ولاړ دی. خو سوسيال ډيموکراټان بیا هم هیڅ امکان نه ردوي. شولڅ همدرانگه وویل چي غواړي د راتلونکي دوشنبې په ورځ د حزب له رهبرۍ سره مشورې وکړي، چي ایا سوسيال ډيموکراټان د مسيحي دموکراټانو او سوسيال مسيحيانو سره د اییتلافي حکومت جوړولو په خبرو کي برخه واخلي که نه؟
م.م. د عاجلو مرستو له پاره په ميلیونو ډالرو ته اړتيا لري
ملګري ملتونه راتلونکئ عیسوي کال د سختو مجبورو انسانانو له پاره ۲۲،۵ ميلیارده ډالرو عاجلو مرستو ته اړتيا لري. د ملګرو ملتو د عاجلو مرستو دادارې (OCHA) د اټکلونو پراساس په ټوله نړۍ کي ۱۳۶ ميلیونه انسانان د جنگو، شخړو او طبیعي آفاتو څخه د ساتلو په خاطر بشري مرستو ته ضرورت لري. د مجبورو کسانو دغه تعداد د ۲۰۱۷م کال په مقایسه ۵ فیصده ډېرښت ښيي.
د امریکا سنأ د مالیاتو د اصلاحاتو په هکله رايي وځنډولي
د امریکا سنأ د مالیاتو د اصلاحاتو په هکله د جمهوري غوښتونکو پرمسوده باندي تر ساعتونو کشمکشونو وروسته خپلي رايي وځنډولې. دا هم په داسي حال کي ده، چي د جمهوررئيس دونالد ترمپ د اصلاحاتو دغه پلانونه حتی دده د جمهوري غوښتونکو د مخالفت سره هم مخامخ سوي دي. د امریکا د کانگرس د نوي محاسبې پراساس به د مالیاتو په نظرکي نیول سوي کمیدل داخلي قرضې نوري هم تقریبأ یو بلیون ډالره لوړي کړي.
پاپ په بنگله دېش کي
د کاتولیکي مذهب مشر پاپ فرانسیسکوس په بنگله دیش کي د ۱۰۰۰۰۰ انسانانو په مخکي مذهبي مراسم ترسره کړل. په دې ترځ کي یې د خپلو سفرونو په جریان کي د اول وار له پاره ۱۶ راهبان هم ونومول. د اسلامي هیواد بنگله دیش د۱۶۰ ميلیونو اوسیدونکو څخه یې یوازي صفر اعشاریه ۲۴ فیصده عیسوي کاتولیکان دي. پاپ غواړي وروسته د برما څخه راتښتیدلي ۱۶ تنو روهنگیا مسلمانانو سره هم وگوري.