لنډ خبرونه له انځورونو سره
لنډ خبرونه له انځورونو سره
«پاکستان څخه تر۳۵۰ زره زيات افغان مهاجرافغانستان ته ستانه شوي»
ملګري ملتونه وايي چې له پاکستان څخه په روان میلادي کال کې د ۳۵۰ زرو زيات افغان مهاجر بیرته خپل هېواد ته ستانه شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ د دفتر له خوا د بيرته ستونو شويو افغان مهاجرو تازه شمير په ډاګه شوې چې پکښې د راستنو شويو غير راجستر مهاجرو شمير کابو ۱۶۲ زره ښوول شوی. دغه شمیر ته په کتو سره سږ کال د نورو ۴۴۶ زرو افغان کډوالو د راستنیدو اټکل شوی.
عراقي ځواکونو او پيشمرګه ملېشو په موصل کې د پرمختګ ادعا کړې
عراقي ځواکونو او کردي پیشمرګه مليشو د تندلارې ډلې «اسلامي دولت» پر ضد د موصل د تهاجمي عملياتو په لومړيو ۲۴ ساعتونو کې يو شمير کلي نيولي. ويل شوي چې عسکر د سويل او سويل ختيځ لوري او پيشمرګه ملېشې د ختيځ لورې پرمختګ کوي. زياته شوې چې کردي جنګيالو د موصل او اربيل ترمنځ د غځيدلي سړک يوه برخه کې نيولې ده. افراطي ډلې «اسلامي دولت» په ۲۰۱۴م کال کې موصل بې له کوم ستر مقاومت نیولی وو.
ميرکل او پوتين د اوکراين پر کړکيچ خبرې کوي
د اوکراين د کړکيچ د پیل راهيسې به په لومړي ځل د آلمان صدراعظمه انګلا ميرکل د روسیې جمهور ريئس ولاديمير پوتين ته په برلين کې هر کلې ووايي. پوتين د چهار شنبې په ورځ د فرانسې د ولسمشر فرانسوا اولاند او د اوکراين د جمهور ريئس پيترو پوروشينکو سره په شريکه په اصطلاح د «نورماندي فورمات» په سرمشريزه کې ګډون وکړي. دغه څلور مشران غواړي د مېنسک د سولې تړون اجرا وارزوي او د نورو ګامو په هلکه سلا مشورې وکړي.
سوریې او روسیې پر حلب بريدونه درولي
روسيې او سوریې پر حلب هوايي بريدونه درولي دي. د روسیې دفاع وزير سرګې شويګو وويل چې د سه شنبې په ورځ د سيمې په وخت د ۱۰ بجو راهيسې نوي بريدونه نه دي ترسره شوي. روسیې د دوشنبې په ورځ د نړيوال انتقاد وروسته د پنجشنبې ورځې له پاره د يوه اته ساعته اوربند اعلان وکړ. شويګو پر هغو هيوادونوچې د حلب په ختيځ کې پر ياغيانو اغيز لري، غږ وکړ چې د ياغيانو قوماندانان وسلو ایښودولو او ښار پریښولو ته واداره کړي.
م.م.: په يمن کې نوی اوربند نافذيږي
ملګرو ملتونو په کورنۍ جګړه ځپلي هيواد يمن کې د اوربند د يوه نوي توافق اعلان وکړ. د يمن له پاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي اسماعيل ولد شيخ احمد، وويل دا اوربند به د پنجشنبې په شپه نافذ شي او تر راتلونکو ۷۲ ساعتو به دوام ولري. په يمن کې سني حکومت چې د سعودي عربستان په مشرۍ پوځي ائتلاف له ملاتړه برخمن دی، او شيعه حوثي ياغيانو ترمنځ جګړه کې د ۴۰۰۰ زيات ملکيان وژل شوي دي.
په کانګو کې ولسمشریزي ټاکنې ۲۰۱۸م کال ته څنډول شوي
د کانګو په ديموکراتيک جمهوريت کې به نوی ولسمشر د ۲۰۱۸م کال په اپريل مياشت کې وټاکل شي. دا په داسې حال کې ده چې د اوسني ولسمشر جوزف کابیلا د دندې موده د روان کال په پای کې سر ته رسیږي. په کنساشا کې د «ملي ديالوګ» ګډونوالو پر دې توافق وکړ چې ولسمشر کابيلا به تر ټاکنو پورې د حکومت چارې پر مخ یو سي. د اپوزيسيون لويې برخې دغه مشورتې غونډه تحريم کړې.