1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستلبنان

لبنان: د پېسو د رایستلو له پاره پر بانکونو حملې ډیرې شوي

۱۴۰۱ شهریور ۲۷, یکشنبه

په لبنان کې د جمعې په ورځ خلکو د خپلو پيسو د راوښکلو په مقصد پر پنځو بانکونو حملې وکړې. يوازې په همدې اوونۍ کې دا ډول ۷ پېښې رامنځ ته شوي دي. دغه وضعیت لبناني چارواکي اړ کړي چې بانکونو وتړي او امنیتي تدابیر یې ټینګ کړي.

https://p.dw.com/p/4H1cZ
Libanon l  Banküberfälle häufen sich
انځور: Razane Salman/DW

د لبنان بانکي ټولنه چې دا وخت تر سختو پورونو لاندې ده وايي وروسته له هغې چې خلکو د جمعې په ورځ پر پنځو بانکونو حملې وکړې فیصله وشوه چې له دوشنبې څخه تر راتلونکو درو ورځو پورې به په دې هیواد کې بانکونه تړلي وي.

تر هغې مخکې د تیرې چهارشنبې په ورځ د لبنان په پلازمینه بيروت کې يوې ښځې د خپلو پيسو د ایستلو له پاره د پلاستيکی تومانچې په ذریعه د بانک کارکونکي یرغمل کړي ول چې تر هغې وروسته نورو خلکو هم دغه کار ته مخه کړه. هغه کسان چې پر بانکونو د حملې په نتېجه کې د خپلو پیسو پر را اېستلو بریالي شوي، په بيروت کې ېې د «اتل» په توګه هرکلی  او ستاینه کيږي.

په لبنان کې د اوکراین د غله جاتو لیږدونکې کښتۍ نیول شوې

پر بانکونو د بانکي حسابدارانو له خوا د حملو په ډيرېدو سره، د لبنان د کورنيو چارو وزیر، بسام مالاوي، بېړنۍ غونډه جوړه کړه. د دې هیواد د کورنیو چارو وزير تر غونډې وروسته خبریالانو ته وويل چې «په دا ډول طریقې سره د خپلو حقونو ترلاسه کول کېدای شي سیستم خراب کړي چې په نتیجه کې ېې د بانک نور حسابداران خپل حقونه له لاسه ورکولی شي.» د فرانسې خبري آژانس په حواله، د جمعې په ورځ په بيروت کې پر بانکونو درې او په جنوبي لبنان کې دوه حملې شوې دي.

له پلاستيکي تومانچې څخه استفاده

زیاته شوې چې د لبنان په جنوبي سېمه غازيه کې یو کس له تومانچۍ او د تيلو ډکې ېوې بوشکې سره بانک ته دننه او د خپلو پیسو مطالبه ېې کړې وه. هغه تيل د بانک په منځ کې پر فرش خالي کړي ول، او خبرداری ېې ورکړی وو که بانک ېې په اکاونټ کې موجوده پېسې ورته نه ورکوي نو تېلو ته به اور واچوي.

دغه کس له بانک څخه تر ۱۹ زره ډالرو ایستلو وروسته پولیسو ونېوه، چې دې سره خلک د هغه په ملاتړ سړکونو ته را ووتل.

Libanon | Wirtschaftskrise
په لبنان کې کې د اړینو موادو اکمالات محدود شوي، د پيسو ارزښت ېې رالوېدلی او له بانکونو څخه د پېسو پر وښکلو سخت شرایط لګول شويانځور: Mohamed Azakir/REUTERS

تېره میاشت د باسم شيخ په نوم ېو موټر چلوونکي په بيروت کې د یوه بانک لس کارکونکي د وسلې پر مټ یرغمل نيولي ول. نوموړي د بانک او امنيتي چارواکو سره تر ساعتونو خبرو وروسته، له بانک څخه خپلې ۳۵ زره ډالر وايستل او بېا ېې پولیسو ته ځان تسلیم کړ. دې سره خلکو هغه ته «اتل» وویل او د هغه د دغه کار ستاینه یې وکړه.

د لبنان بانک د کارمندانو د اتحادېې مشر اندېښنه ښکاره کړې چې کېدای شي دا ډول پېښې ډيرې شي چې د مخنيوي له پاره ېې د لازمو اقداماتو غوښتنه کړې ده. د هغه په خبره خلک غواړي له بانکونو څخه خپلې ټولې کړې پېسې وباسي خو کله چې پېسې نشي ترلاسه کولی، د بانک پر کارمندانو خپل زړه تشوي، ځکه لوړ پوړو چارواکو ته لاسرسی نه لري.

د لبنان په تاريخ کې تر ټولو سخت اقتصادي وضعیت

لبنان په حاضر وخت کې له شدید اقتصادي بحران سره لاس او ګریوان دی چې دا د دغه هیواد په نوي تاريخ کې تر ټولو ستر اقتصادي بحران دی. په دې هیواد کې د اړینو موادو اکمالات محدود شوي، د پيسو ارزښت ېې رالوېدلی او له بانکونو څخه د پېسو پر وښکلو سخت شرایط لګول شوي. نړېوال بانک په لبنان کې دغه وضعیت د نړۍ په سطحه تر ټولو سخت اقتصادي وضعیت بللی دی.

ويجاړ سوی ښار: په بيروت کي اضطراري حالت

لبنان په داسې یو موقعیت کې نه دی چې د پېسو نړېوال صندوق غوښتنې پوره کړي او له بلې خوا بریالی شوی نه دی چې د ۲۰۲۲م کال د عمومي بودجې منظوري ترلاسه کړي. دا په داسې حال کې ده چې د بهرنيو مرستو له پاره په دغه هیواد کې مالي اصلاحات ضروري شوي دي. لنډه دا چې لبنان د «نابودۍ څنډې» ته ورنژدې شوی دی.

لبنان په ۲۰۲۰م کال کې د لومړي ځل له پاره د خپلو پورونو په ورکړه کې ناکام شو. دغه هیواد اوس نژدې ۹۰ ميليارډه ډالر یا د داخلي ناخالصو تولیداتو د ۱۷ سلنې برخې په اندازه پوروړی دی. د کرونا وبا په خپرېدو سره د لبنان اقتصاد نور هم ضعیف شو. له دې ټولو سره سره، په ۲۰۲۰م کال کې د بيروت په زړه کې د کيمياوي موادو په يوه لویه زيرمه کې چاودنه وشوه چې له ۲۰۰ ډير کسان په کې مړه او د ميليارډونو ډالرو زیان ېې دغه هیواد ته واړاوه.

دويچه ویله ا/م.ک.ص./ا.خ.ح.