اوروف: سوریه بايد د ايران او اسرائيلو د جګړې ډګر نشي
۱۳۹۹ دی ۳۰, سهشنبهد روسې د بهرنيو چارو وزير، سرګي لاوروف په روسیه کې د دوشنبې په ورځ د (جنوري ۱۸) په يو مطبوعاتي کنفرانس کې د اسرائيلو د نقش او په سوریه کی د ايران سره د متحدو ځواکونو پر سنګرونو د اسرائيلو د هوايي بريدونو په تړاو خپل دريځ څرګند کړ. د اسپوتينک وېبپاڼي د رپوټ په حواله لاوروف د اسرائيلو له دولت څخه غوښتي دي چې د امنیتی ګواښونو سره د عملي مقابلې تر مخه دې له روسيې سره دغه ګواښونه شريک کړي.
لاوروف په سوريه کي د اسرائيلو د کړنو په اړه وويل:«درنو اسرائيلي همکارانو،هرکله چې تاسې د دغه موضوع په هکله کوم دلايل لرئ، چې د سوريې له خاورې ستاسي هيواد ته ګواښ پيښ شوی، نو همدومره چې ډير ژر هغه له موږ سره شريکه کړئ. موږ به د دغه ګواښونو له منځه وړلو له پاره ټول اړين اقدامات ترسره کړو.«
د لاوروف اشاره په سوريه کي د ایران له خوا حمايت کېدونکو ځواکونو پر سنګرونو د اسرائيلو وروستيو بریدونو ته ده. د بيلګې په توګه، د اسرائيلو هوايي ځواکونو په تيره اونۍ کې د (جنورې په ۱۲) سه شنبې په ورځ په ابو کمال او دیرالزور کې د ايران سره متحدو ځواکونو پر سنګرونو بريدونه کړي وو.
په همدې تړاو د (جروزالم پس) ورځپاڼې په خپل رپوټ کي ليکلي چې اسرائيلي ځواکونه په سوريه کي د نظامي اقداماتو په لړ کې له هر بريد څخه تر مخه د روسي مقاماتو سره معلومات شريکوي.
لاوروف په خپله مطبوعاتي مرکه کې ټينګار کړې دی، چې روسيه نه غواړي د سوريې له خاورې څخه د اسرائيلو پر ضد نظامي اقداماتو کې ګټه پورته شي. د روسيې بهرنیو چارو وزير په ورته وخت کي ټينګار کړی دی چي دغه هيواد د دې خلاف دی چې سوريه د دوو هيوادونو، ايران او اسرائيلو د جګړې ډګر شي.
ف.د./ح.ح./ا.ا.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور: