لاسونه وساتئ! د کرونا ویروسونه چیرې په کمین کې دي؟
د کرونا نوی ویروس په نړۍ کې د خلکو د اندیښنې سبب ګرځیدلی دی. خو دغه ویروس احتمالا چیرې پټ وي؟ څرنګه ځان ساتلی شو؟ د انځورونو په دې البوم کې ځینو پوښتنو ته ځواب ویل شوی دی.
د دروازې دستګیر
د هغو معلوماتو له مخې چې تر اوسه د کرونا ویروس د کورنۍ په هکله ترلاسه شوي، دغه ویروسونه پر هغو سطحو چې لاس ورسره ډیر په تماس کې وي تر پنځو ورځو پورې ژوندې پاتې کیږي، لکه د دروازې دستګیر. که څه هم تر اوسه د کرونا د نوي ویروس د خصوصیتونو په هکله ډیر معلومات نه دي ترلاسه شوي، خو بیا هم څیړونکو په دې آند دي چې هغه معلومات چې د کرونا ویروس د کورنۍ په هکله ترلاسه شوي، د نوي ویروس په برخه کې هم صدق کوي.
د خوړو ظرفونه
په کانتینو او یا په طعام خوریو کې باید ډیره توجه وشي. که چیرې په کرونا اخته کس په مستقیمه توګه پر غاب او قاشق پنجه باندې ټوخی او یا پرنجی وکړي، دغه ویروس په ظرفونو باندې پاتې کیږي او که چیرې بل کس پرې لاس ووهي هغه ته تیریږي.
له وارداتي شیانو ویره؟
آیا مېندې او پلرونه د خپلو ماشومانو له پاره د لوبو د وارداتي سامان په هکله اندیښنه ولري؟ د خطرونو د ارزونې له پاره آلمانی انستیتوت، وایي چې تر اوسه د لوبو او نورو وارداتی وسایلو کې د کرونا موجودیت نه دی لیدل شوی. ویل کیږي چې د کرونا ویروس په یخه هوا لوړ رطوبت کې څو ورځې خطرناک پاتې کیږي.
آیا پستي بستې په ویروس ککړي وي؟
د کرونا ویروس په مجموع کې پر وچو سطحو ډیره بقا نه لري. له هغه ځایه چې د انسان د بدن د باندې د دغه ویروس ثبات له نورو عواملو لکه چاپیریال، د تودوخې درجه او رطوبت سره تړاو لري، د خطرونو د ارزونې له پاره آلمانی انستیتوت په باور د پستې له لارې د دغه ویروس انتقال واقعي نه بریښي.
کورني حیوانات؟
آیا کیدای شي له سپي څخه انسان ته ویروس انتقال شي او یا برعکس له انسان څخه سپي ته؟ که څه هم څیړونکو په کرونا ویروس د کورني حیواناتو د اخته کیدو په هکله ډیر کم حدس وهي، خو بیا یې هم په بشپړه توګه نه ردوي. کورني حیوانات په دغه ناروغۍ د اخته کیدو علایم نه لري، یعنې نه ناروغه کیږي، خو که چیرې په دغه ویروس اخته شي د دې امکان شته د تنفس او یا د بولو له لارې انتقال ومومي.
خطرناک سبزیجات؟
د خطرونو د ارزونې له پاره آلمانی انستیتوت، د ککړو خوراکي توکو له لارې د کرونا ویروس انتقال، نا احتمالي درجه بندي کړی. لا له دې لارې د اخته کیدو کوم مورد نه دی ثبت شوی خو د کرونا ویروس د رامنځ ته کیدو دمخه، اوس او یا وروسته د خوړو تر تیارولو دمخه په اساسي توګه د لاسونو پریمنځل یوه مهمه خبره ده. د کرونا ویروس د ګرمۍ پر وړاندې حساس دی، د خوراکي موادو ګرمول کولی شي د هغې د اخته کیدو خطر راکم کړي.
یخ وهلي خواړه
د کرونا ویروسونو د سارس او مرس د ډولونو څخه دا خبره معلومه ده چې دغه ویرسونه د ګرمۍ پر وړاندې حساس دي خو د یخنۍ پر وړاندې مقاومت لري. دغه ویرسونه کولای شي د سانتي ګراد تر منفي ۲۰ درجو کې تر دوو کلونو پورې خطرناکه پاتې شدي. خو تر اوسه د دغه نوي ویروس په اړه نه دي لیدل شوي چې د یخ وهلي خوراکي موادو له لارې دي انسان ته انتقال شوی وي.
د وحشي حیواناتو خوړل منع دي!
د نوي کرونا ویروس کووید ۱۹، د دې سبب شوی چې د چین هیواد د وحشي حیواناتو خوړل منع کړي. ډیری داسې نښې نخښانې شته چې د کرونا دغه نوی ویروس له شوپرک څخه انسان ته انتقال شوې ده.