قطر ولې دومره اهمیت لري؟
د نفوس او مساحت له اړخه قطر د خلیج یو کوچنی هیواد دی، خو په ټوله عربې نړۍ کې یې هله گوله رامنځ ته کړې ده. د انځورونو په دې گالرۍ کې د قطر په هکله ځینې معلومات شته.
تیل او گاز
قطر په نړۍ کې یو له هغو هیوادونو دی چې زیات «مایع طبیعي گاز» لري او په نړۍ کې دریم هیواد چې د طبیعي گاز ستري زیرمي لري. دغه خلیجي هیواد د تیلو او گازو په برخه کي بډای هیواد دی.
په نړیوالو شرکتونو کې ونډه
دغه هیواد د آلمان د موټر جوړولو شرکت فولکس واگن کې ۱۷ سلنه او د نیویارک د «امپایر سټیټ بلډنگ» کې لس سلنه ونډه لري. قطر په تیرو څو کلونو کې په بریتانيا کې میلیارده پونډه پانگونه کړې ده چې پکښې د بریتانيا د مشهور پلورنځي «هروډز» رانیول هم شامل دي.
د دریمگړي نقش
قطر د سوډان له حکومت او دار فور له قبایلو سره د څو لسیزو شخړې په هواري کې د دریمگړي نقش لوبولی وو. همداشان د فلسطین د الفتح او حماس ډلو تر منځ د منځگړتوب او همداشان له افغان طالبانو سره د سولې د خبرو اترو له پاره قطر نقش لرلی دی.
الجزیره شبکه
د دوحه، حکومت په ۱۹۹۶م کال کې د «الجزیره» په نوم یوه تلویزوني شبکه تأسیس کړه، چې په عربي نړۍ کې د خبرونو پوښښ او د خپرونو شکل ته بدلون ورکړ. اوس الجزیره نه یوازې په عربي، بلکې په ټوله نړۍ کې یو پیژندل شوی نوم دی.
قطر هوایي شرکت
د قطر دولتي هوایي شرکت «قطر ایر ویز» د نړۍ په ښو هوایي شرکتونو کې حسابیږي. دغه شرکت ۱۹۲ الوتکې لري او د نړۍ په ۱۵۱ ښارونو کې فعالیت کوي.
د فټبال نړیوال جام
په ۲۰۲۲م کال کې د فوټبال نړیوال جام سیالۍ په قطر کې تر سره کیږي. قطر د عربي نړۍ لومړنی هیواد دی چې د فوټبال د نړیوال جام کوربه توب کوي. دغه هیواد د فوټبال د سیالیو له پاره پر زیر بناوو باندې په میلیاردونو یورو پانگونه کوي.
د قطر نفوس
د قطر ټول نفوس ۲،۴ میلیونه دی چې د هغوی زیاتره یې په ۱۸مه میلادي پیړۍ کې د گاونډیو سیمو څخه دغه ځای ته ورغلي دي. دغه هیواد چې د طبیعي زیرمو له کبله بډای دی پکښې په کال کې د سړي سر متوسط عاید ۱۲۳ زره یورو دی.
له بریتانیا سره اړیکي
قطر تر۱۹۷۱م کال پورې د بریتانيا تر حمایې لاندې وو. د بریتانيا د ځانگړې ادارې لاندي ټوله موده ۵۵ کلونو ته رسیږي. خو په ۱۹۷۱م کال کې قطر له دې انکار وکړ چې د متحدو عربي اماراتو یوه برخه دې وگرځي او د یوه خپلواک هیواد په توگه راڅرگند شو.
شاهي نظام
په قطر کې له ۱۹مې پېړۍ راهیسې پاچاهي نظام واکمن دی او له همدغې مودې راهیسې د الثاني کورنۍ په واک کې ده. د قطر اوسني امیر شیخ تمیم بن حما الثاني، په ۲۰۱۳م کال کې هغه وخت د قدرت واگي په لاس کې واخیستل چې پلار یې خلیفه الثاني له خپلې واکمنۍ لاس پر سر شو.
له بېلابېلو عربي هیوادونو سره د اړیکو خرابیدل
د سعودي عربستان په گډون اوو هیوادونو له قطر سره دیپلوماتیکي اړیکې پرې کړي دي. په دې سره منځنی ختیځ چې لا تر مخه له کړکیچونو سره لاس او گریوان دی له یوې بلې شخړي سره مخامخ شوی دی. پر قطر باندي د ترهگرو د ملاتړ تور پورې کیږي، چې دغه هیواد یې ردوي.