1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر ته د سعودي عربستان د وليعهد لومړی سفر

۱۴۰۰ آذر ۱۸, پنجشنبه

د سعودي عربستان وليعهد تر څلورو کلونو ترنګلتياو وروسته په لومړي ځل قطر ته سفر کړی. سعودي عربستان، بحرین، مصر او متحده عربي اماراتو په ۲۰۱۷م کال کې له قطر سره خپلې اړيکي شلولې وې.

https://p.dw.com/p/442WL
Katar | Ankunft Mohammed bin Salman in Doha
انځور: Bandar Aljaloud/Saudi Royal Palace via AP/picture alliance

دا د سعودي عربستان د وليعهد محمد بن سلمان تر څلورو کلونو ترنګلتياو وروسته لومړنی ځل دی چې قطر ته سفر کوي.

سعودي عربستان، بحرین، مصر او متحده عربي اماراتو په ۲۰۱۷م کال کې له قطر سره خپلې اړيکي شلولې وې خو د روان میلادي کال په پېل کې یې د اړیکو د بيرته عادي کولو پريکړه وکړه.

سعودي رسنیو د دسمبر پر اتمه نیټه خبر ورکړ چې ولیعهد محمد بن سلمان قطر ته تللی او د قطر د امیر تمیم بن حمد ال ثاني له خوا یې د قطر په هوايي ډګر کې تود هرکلی شوی دی.

دا له  قطر سره د سعودي عربستان د اړیکو تر قطع کيدو وروسته د دغه هیواد د ولیعهد لومړی سفر دی.

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت په  خپل ټویتر کې په قطر کې له ولیعهد څخه د شوي تود هرکلي خبر خپور کړ.

د متحده عربي اماراتو، مصر او بحرین هیوادونو هم عربستان ته په کتو په ۲۰۱۷ کال کې له قطر سره خپلې اړیکي وشلولې. هغوی پر قطر د «ایران اسلامی جمهوریت سره د نږدی والي» او همدا رنګه د اخوان المسلمین او حزب الله  تروریستي ډلو د ملاتړ تور لګولی وو، خو قطر دا دواړه تورونه رد کړي دي.

یادو هیوادونو قطر ته د ۱۳ غوښتنو پر بنسټ یو لیست ورکړی وو چې په هغه کې د الجزیرې د خبري کانال بندیدل او له دغه هیواد څخه د ترکیې د عسکرو وتل غوښتل شوي وو.

قطر دا غوښتنې رد کړې وې او ګاونډي هیوادونه یې د قطر د ملي حاکمیت څخه په سرغړونه تور تورن کړي ول.

له قطر سره د یادو هیوادونو اړیکي په سعودی عرب کې د  ۲۰۲۱ کال  په کنفرانس کې بیرته ورغول شوې.

د عربستان ولیعهد قطر ته تر خپل سفر دمخه متحده عربي اماراتو ته هم ولاړ. په دې ترڅ کې دواړو هیوادونو د ایران د اتومي پروګرام، په یمن کې د بحران او د سوریې په باب هم یوه ګډه بیانیه صادره کړه.

سعودي عربستان او متحده امارات د ایران اتومي پروګرام ته د جدی پام او رسیده ګي غوښتونکي شول.

دويچه ويله ف/ع.بهارت/ب.ص.