1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قزاقستان د ۲۶ «وسله والو مجرمينو» د وژلو ادعا کوي

۱۴۰۰ دی ۱۷, جمعه

امنيتي ځواکونو په قزاقستان کې د حکومت په حواله ۲۶ «وسله وال مجرمين» وژلي دي. ۱۸ تنه نور د کورنيو چارو وزارت په حواله په تېرو ورځو کې ټپيان شوي هم دي.

https://p.dw.com/p/45F6Z
Kasachstan Almaty | Proteste & Ausschreitungen
انځور: Abduaziz Madyarov/AFP/Getty Images

د قزاقستان د کورنيو چارو وزارت په خبره د هېواد ټولې سيمې «آزادې او تر زيات حفاظت لاندې راغلي» دي. په ټول هېواد کې اويا د کنترول پوستې لګول شوې دي. ولسمشر قاسم شومارت توکايف ويلي چې قانوني نظم «تر ډېره په ټولو سيمو کې راوستل شوی» دی. په خبره يې د امنيتي ځواکونو ماموريتونه د وسلوالو ډلو «تر بشپړې فنا» پورې دوام پيدا کوي.

قزاقستان د يو څو ورځو راهيسې د مظاهره کوونکو او امنيتي ځواکونو تر منځ بې سارو نښتو لړزولی دی. دغسې احتجاجونو چې لومړی د ګازو د لوړېدونکو بيو په وړاندې کېدل، په ټول هېواد کې يې اوس د حکومت ضد پراخو احتجاجونو بڼه خپله کړې ده.

د پنجشنبې په ورځ د روسيې په مشرۍ د ځواکونو يوه جوپه د سوله ساتو ځواکونو په نوم دغه هېواد ته ورسېده. توکايف تر دې مخکې له »تروريستي ګواښ« څخه خبرې کولې او د روسيې په مشرۍ د ټوليز امنيتي تړون د سازمان په نوم له پوځي ټلوالې څخه يې مرسته غوښتې وه. دغه «سوله ساتی ځواک» د دغه پوځي سازمان په حواله د محدود وخت له پاره قزاقستان ته استول شوی څو «وضعيت ثابت او عادي» شي. په دغه پوځي ټلواله کې د روسيې او قزاقستان تر څنګ څلور نور د مرکزي آسيا هېوادونه هم ګډون لري. قزاقستان ته د لېږل شوو سوله ساتو عسکرو د شمېر په هکله دغې ټلوالې څه ونه ويل.