قاچاقبر له لارۍ په ټوپ سره ۳۴ افغان مهاجر ټپيان کړل
۱۳۹۸ تیر ۳۰, یکشنبهاعلان
دغه لارۍ چې افغان کډوال يې لېږدول، د شمالي مقدنيې له لوري سربستان ته په لاره وه چې پوليسو ورته د درېدو دستور وکړ. خو د موټر چلوونکي ورته توجه ونه کړه او په سرعت يې خپلې لارې ته دوام ورکړ. د تېښتې او تعقيب په پېښه کې چلوونکي له لارۍ څخه ټوپ وکړ. پوليسو ويلي چې دغې لارۍ موټر د اصلي لويې لارې په اوږدو په شمالي مقدونيه کې د ۱۴ متره له لوړې يوې درې ته لوېدلې چې سيند پکې هم بهيږي. مسئولينو ويلي چې درې تنه افغان کډوال سخت ټپيان شوي او روغتيايي وضعيت يې ښه نه دی. د دغې لارۍ چلوونکی چې له شمالي مقدونيې څخه دی، ۲۴ کاله عمر لري او هغه هم په شدت ټپي شوی چې په روغتون کې د پوليسو تر نظارت لاندې قرار لري. د دغې پېښې ټول ټپيان نزدې روغتونونو ته لېږدول شوي دي.
(AP/Reuters)/ن ص/م ک ص