1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قاضيان: «ميانمار بايد د نورو ظلمونو مخه ونيسي»

۱۳۹۸ بهمن ۴, جمعه

په ميانمار کې تر قتلونو، جنسي تېريو او شړنو وروسته اوس د جزا نړيوالې محکمې د خپل حکم د لارې دغه هېواد مجبور کړی چې د نورو ظلمونو مخه ونيسي.

https://p.dw.com/p/3Wlo3
Niederlande Justiz l Protest gegen die Führer Myanmars vor dem Internationalen Gerichtshof in Den Haag
انځور: DW/A. Islam

د هاګ نړيوالې جزايي محکمې امر کړی دی چې ميانمار (پخوانۍ برما) بايد د روهينګيايانو مسلمان اقليت، له ډله يزې وژنې څخه وژغوري. قاضيانو د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې د سويل ختيځې آسيا دغه هېواد بايد هر هغه څه وکړي څو د روهينګيا اقليت په وړاندې ظلمونه پای ته ورسوي او د نورو جنايتونو مخه ونيسي. د بشري حقونو ډلو د قاضيانو د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی او د روهينګيايانو د ژغورنې په برخه کې يې دغه اقدام يوه لاسته راوړنه وبلله. د ميانمار حکومت سمدلاسه کوم رسمي غبرګون نه دی ښوولی. د «دموکراسۍ ملي ليګ» حاکم ګوند يوه وياند فقط دومره ويلي دي چې د قاضيانو دغه پرېکړه کومه د هېښتيا وړ خبره نه ده. د «فرونتير ميانمار» په نوم مجلې د هغه په نقل قول ليکلي چې سړی بايد اوس وسنجوي چې دغه حکم به کومې پايلې ولري. 

د رايو په اتفاق پرېکړه

د رايو په اتفاق تر شوې دغې پرېکړې وروسته بايد د ميانمار پوځ د ټولو امنيتي ځواکونو له طرفه د نورو تاوتريخوالو مخه ونيسي چې د ۱۹۴۸ کال د ملګرو ملتونو د نسل وژنې د کنوانسيون خلاف تر سره کيږي. ميانمار بايد سربېره پر دې د دې ضمانت وکړي چې هيڅ شواهد د منځه يونه وړل شي چې د نسل وژنې دغسې جنايتونه تثبيتولی شي. د څلورو مياشتو په ترڅ کې بايد ميانمار دغې محکمې ته د پورته شوو تدابيرو په هکله رپوټ وړاندې کړي. ورپسې بايد په هرو شپږو مياشتو کې خبر ورکړل شي. د دغې محکمې پرېکړې د ملګرو ملتونو د ټولو غړو هېوادونو له پاره عملي او د اجرا وړ بڼه لري. خو دا چې د روهينګيايانو تعقيب نسل وژنه ارزول کيږي که نه، په دې هکله لا پرېکړه نه ده شوې. تر اصلي محاکمې پورې کېدای شي لا مياشتې يا کلونه وخت تېر شي.  

Niederlande Justiz l Protest gegen die Führer Myanmars vor dem Internationalen Gerichtshof in Den Haag
د هاګ نړيواله محکمهانځور: DW/A. Islam

EPD/ن ص/م ک ص