1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فیسبوک غواړي خپل پولي واحد ولري؛ خو بانکونه څه وايي؟

۱۳۹۸ مهر ۲۷, شنبه

د فیسبوک وړاندیز شوی دیجیتال پولي واحد لیبرا نومیږي او دغه شرکت یې په دیجیتالو معاملو کې د اوسنیو مروجود پولي واحدونو بدیل بولي. خو ډیرو مرکزي بانکونو او د مالي چارو تنظیموونکو پر دې پولي واحد نیوکې کړي دي.

https://p.dw.com/p/3RZCd
Facebook - Kryptowährung - LIBRA
انځور: Reuters/D. Ruvic

همدا د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر ۱۹مه) د نړۍ ډیر شمیر مشرانو د فیسبوک د دیجیتال پولي واحد مخالفت وکړ او ویې ویل چې دغه پولي واحد د هیوادونو ملي خپلواکمنۍ ته جدي ګواښ رامنځ ته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې لا تر اوسه پورې فیسبوک خپل پولي واحد نه دی رامنځ ته کړی او یوازې نظریه او پلانونه یې موجود دي. دغه شرکت غواړي په ۲۰۲۰ کال کې خپل پولي واحد یا لیبرا خپره کړي.

د آلمان د مالیې وزیر اولاف شولز، ویلي دي چې هغه د فیسبوک لیبرا پولي واحد ته ډیر زیات د شک په سترګه ګوري. هغه زیاته کړه: «زه د داسې یوه نړیوال پولي واحد د رامنځ ته کیدو د مخنیوي پلوي یم، ځکه دا [د پولي واحد رامنځ ته کول] د دیموکراتیکو دولتونو مسوولیت دی.»

خو شولز په عین حال کې ټینګار وکړ چې پر دې سربیره هم د بانکداري په سکتور کې اصلاحاتو ته اړتیا شته چې په پایله کې یې د پیسو لیږد را لیږد اسانه شي.

د ۲۰ پر مختللو اقتصادونو ډلې ګواښ کړی دی چې د اړینو قواعدو له شتون پرته، د فیسبوک دیجیتال پولي واحد د پیسو سپینولو او ترهګرۍ د تمویل له پاره زمینه برابرولی شي.

پر نورو سربیره اروپايي مشران غواړي د فیسبوک پر دې وړاندیز شوي پولي واحد باندې سخت محدودیتونه وضع کړي. هغوی روښانه کړې ده چې غواړي په بشپړه توګه دغه پولي واحد ویتو کړي چې د دیموکراتیکو هیوادونو د خپلواکي ساتنه وکړي. د فیسبوک د پولي واحد په اړه د اروپايي مشرانو بله اندیښنه دا ده چې ورسره به د اسعارو د تبادلې پر نرخ باندې کنترول له منځه ولاړ شي.

د اروپا مرکزي بانک او G7 ویلي دي چې که د فیسبوک پولي واحد په پراخه کې خپور شي نو کیدای شي نړیوال مالي سیستم له ستونزې سره مخامخ  کړي.

«اروپا یې نه غواړي»

د فرانسې د اقتصاد وزیر ویلي چې ایټالیا، آلمان او فرانسه به په راتلونکو اوونیو کې داسې اقدامات وکړي چې په روښانه توګه ښيي چې «اروپا د لیبرا هرکلی نه کوي».

د فرانسې د اقتصاد وزیر ویلي دي چې یوې شخصي کمپنۍ ته اجازه ور نه کړي چې د خپلواکو هیوادونو په څیر پولي ځواک ولري.

د فیسبوک د دیجیتال پولي واحد د څانګې مشر دیوید مارکوس، د لیبرا په اړه اندیښنې مني، خو وایي چې د اندیښنو د ځوابولو له پاره به دغه شرکت لارې چارې ولټوي.

(mvb/sms (AFP, AP, Reuters