1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فیسبوک د انټرنټ له پاره د نړیوالو مقرراتو غوښتنه کړې

۱۳۹۸ فروردین ۱۱, یکشنبه

د ټولنیزو اړیکو مشهورې انټرنټ پاڼې فیسبوک د انټرنټ له پاره د نویو مقرراتو غوښتنه کړې. په غالب ګمان سره دغه غوښتنه په ژوندۍ بڼه د کرایست چرچ پر جوماتونو د برید د ویډیو د خپریدو په غبرګون کې شوې ده.

https://p.dw.com/p/3FxtN
Logos App Twitter Facebook Google
انځور: picture-alliance/xim.gs

د فیسبوک ټولنیزې شبکې بنسټ ایښودونکي او مشر مارک زکربرګ، له نړیوالې ټولنې غوښتي دي چې د انټرنټ کارونې له پاره دې نوي اصول او مقرارات رامنځ ته کړي. نوموړي دغه غوښتنه په مشهورې امریکایي ورځپاڼې «واشنګټن پوسټ» کې د خپرې شوې یوې ځانګړې مقالې په ترڅ کې مطرح کړې ده.

زکربرګ وړاندیز کړی دی چې دغه مقرارات دې په څلورو مختلفو برخو کې وضع شي. د هغه په خبره دغه نوي مقرارات باید، د انتخاباتو په بهیر کې د مداخلې، د معلوماتو د حفاظت، د ډیټا پرایوئسي یا د شخصي معلوماتو د خونديتوب او په کرکې خپرونکو موادو د بندیز په څیر ننګونو په پام کې نیولو سره ترتيب کړای شي.

زکربرګ دا هم واضحه کړې ده چې په نړۍ کې روان وضعیت د حکومتونو او د انټرنټ د څارونکو ادارو د جدي پاملرنې غوښتنه کوي. د زکربرګ په خبره د ټولنې د حفاظت له پاره اړينه ده چې د مقراراتو د جوړولو بهیر د نویو ارزښتونو پر بنسټ پيل کړای شي. نوموړي په دې هکله زیاته کړه چې په ظاهره کې ټولنیزې انټرنټ پاڼې په دې برخه کې ډیر څه نه شي کولی.

Karikatur Facebook Russische Soldaten
د نوي زیلاند هیواد په کرایست چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د برید ویډیو په فیسبوک کې په ژوندې بڼه خپره شوې وه.

مارک زکربرګ په خپله مقاله کې لیکلي دي چې ټکنالوجې په نني عصر کې د عامو انسانانو په ژوند کې مهم رول لوبوي او په دې ترتیب سره د فیسبوک په څیر د ټولنیزو انټرنټ پاڼو مسئولیت هم ډیر زیات شوی دی چې له امله یې دغه کمپنۍ په ورځني ډول د رامنځته کیدونکو مسائلو له کبله له شدید فشار سره مخامخ دي.

د زکربرګ په حواله ټولنیزې انټرنټ پاڼې د مختلفو معاملاتو په پام کې نیولو سره ځني پریکړې هم کوي. دغه پریکړې د هغو موادو په ارتباط کیږي چې کرکه او نفرت خپروي. سربیره پر دې د مختلفو سیاسي شعارونو د لیري کولو په موخه هم اقدامات ترسره کیږي. د دې ترڅنګ دغه کمپنۍ د ډیرو شدیدو سایبري بریدونو څخه د بچ پاتې کیدو په فکر کې هم وي.

د نوي زیلاند هیواد په کرایست چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو د برید ویډیو په ژوندۍ بڼه د خپریدو په غبرګون کې د فیسبوک انټرنټي شبکه په نړیواله کچه له سخت فشار سره مخامخه شوه. د دغه ترهګریز برید عامل چې یو استرالیایي تبعه دی پر «النور» جومات د برید د جریان ویډیو په ژوندۍ بڼه پر فیسبوک خپره کړې وه. د نوي زیلاند د پولیسو په غوښتنه فیسبوک په ډیرې بیړې سره د دې برید اړوندې ټولې ویډیوګانې لیري کړې.