1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فيسبوک ۵ ميليارډه ډالر جريمه شو

۱۳۹۸ تیر ۲۳, یکشنبه

مشهوره ټولنيزه رسنۍ فيسبوک پنځه ميليارد ډالره جريمه شوه. د امريکايي ورځپاڼې وال ستريت ژورنال د رپوټ په حواله، دغه جريمه د امريکا د فدرال تجارتي کميسيون نظارتي سازمان له خوا تائيد شوې ده.

https://p.dw.com/p/3M3ME
Jahresrückblick 2010 - Verbraucherzentrale verklagt Facebook
انځور: picture alliance / dpa

څه باندې يو کال کيږي چې د امريکا د فدرال تجارتي کميسيون نظارتي سازمان (FTC) د فيسبوک ادارې په اړه تحقيقات پيل کړي دي. فيسبوک د خپلو کارونکو د شخصي حريم پر نقضولو تورن دی.

د ياد سازمان درو جمهوري غوښتونکو استازو د دغې جريمې د ورکړې په اړه موافقې راېې ورکړي، خو دوو دموکراتو استازو بيا ورسره مخالفت ښکاره کړی دی.

په دې اساس د فيسبوک اداره اوس اړه ده چې دغه پنځه ميليارډ ډالره جريمه تحويل کړي، خو د تحويلۍ د عملي کيدو له پاره د عدليې وزارت تائيد ته اړتيا شته.

پر فيسبوک ادارې تور دی چې د خپلو کارونکو د شخصي معلوماتو د لا زيات خونديتوب له پاره يې د ۲۰۱۱م کال توافق نقض کړی دی.

فيسبوک په ۲۰۱۱م کال کې د امريکا د سوداګرۍ فدرال کميسيون سره د يوه توافق په جريان کې د کارونکو د اطلاعاتو په اړه د شفافيت رعايت ته ژمن شوی وو. دغه شرکت همدا ډول ضمانت ورکړی وو چې خپل کاروونکي به د پخوا په پرته په لا روښانه توګه په جريان کې واقع کوي چې د خپلو شخصي اطلاعاتو د استفادې پر وخت په څه ډول کار وکړي.

فيسبوک د دغې جريمې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي. دغه مشهوره ټولنيزه رسنۍ په ۲۰۱۷م کال کې د اروپايي ټولنې له خوا هم د ۱۱۰ ميليونه يورو جريمه شوې وه.

د آناليتيکا شرکت له خوا د فيسبوک د کارونکو د شخصي اطلاعاتو په اړه ناوړه استفاده د دې سبب شوه چې د امريکا د سوداګرۍ فدرال کميسيون يې په اړه تحقيقات پیل کړي. پر دغه بريتانوي شرکت تور دی چې د شاوخوا ۸۷ ميليون کارونکو له شخصي معلوماتو څخه يې استفاده کړې ده. په دغو اطلاعاتو کې هغه موارد هم شامل دي چې د دونالد ترمپ په انتخاباتي کمپاين کې ور څخه استفاده شوې ده.