1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فيدور روبوت نړيوال خلايي مرکز ته ورسېد

۱۳۹۸ شهریور ۵, سه‌شنبه

دويمه هڅه بريالۍ وه او روسی روبوت له ISS خلايي مرکز سره وصل سو. په دغه کېپسول کي د «فيدور» په نوم روبوت هم دی.

https://p.dw.com/p/3OXb5
Kasachstan Roboter FEDOR mit unbemannter Kapsel zur ISS
انځور: picture-alliance/dpa/AP/Roscosmos

د خلايي چارو له پاره د امريکا متحده ايالاتو ادارې (NASA) خبر ورکړ چي له نړيوال خلايي مرکز سره هغه کېپسول وصل سوی چي فيدور روبوت هم پکښې دی. دغه کيپسول د سايوز توغندي په مرسته و فضا ته توغول سوی ؤ.

خو د شنبې په ورځ (۲۰۱۹ کال د اګست ۲۴مه) په فضا کي د (ISS) سره د دغه کېپسو د وصل کېدنې لومړي هڅه ناکامه سوې وه. په دغه ترانسپورتي کېپسول کي د ياد روبوت تر څنګ په خلا کي د موجود نړيوال مرکز د عملې له پاره خوراکي توکي او درمل بار ول.
 

د انساني حرکاتو نقل کوونکی روبوت


فيدرو روبوت به لس ورځي په ياد خلايي مرکز کي تيري کړي. هغه به هلته له موجودو درو امریکايي، دوو روسي او يو ايټالوي فضانورد سره د هغوی په ورځني کارونو کي مرسته وکړي.

فيدور چي يو متر او۸۰ سانتۍ جګ دی او ۱۶۰ کلوګرامه وزن لري د (Skybot F850) ماډل داسي روبوت دی چي انساني حرکات څارلای او بيا يې نقل کولای سي.

په دې توګه به نو فيدرو څو ورځي پرله پسې د فضانوردانو حرکات وڅاري او زدکړي به ترې وکړي. دغه روبوت د بېلګي په توګه اوس لا د اوبو د بوتل سر خلاصولای سي.

د روبوت د دغې پروژې مشري روسی فضانورد اليکساندر سکوورتسوف کوي. هغه به له فيدور سره کار وکړي او و به ګوري چي ايا فيدور هغه کارونه په خلا کي هم کولای سي چي پر مځکه يې زده کړي ول او که څنګه. په خلا کي چيري چي ياد نړيوال مرکز موجود دی، د مځکې په شان جاذبه نسته او هلته د څيزونو وزن او جاذبه هيڅ لوري ته نه وي.

له ګواښه ډک وظايف
 

فضا ته د فيدور د لېږد مقصد دا دی چي د دې له پاره په آينده کي امکانات برابر سي چي په خلا کي ځيني چاري له انسانانو څخه و روبوتونو ته وسپارل سي. په زياته بيا له ياد نړيوال مرکز څخه دباندي و خلا ته د وتلو پر وخت د انساني فضانوردانو له پاره ګواښونه زيات وي. داسي هيلي سته چي په آينده کي روبوتونه دا ډول له ګواښه ډک مانورونه پر غاړه واخلي.

فيدور لومړی انسان ته ورته روبوت نه دی چي له مځکي څخه خلا ته لېږدول کيږي. ناسا په ۲۰۱۱م کال دوه روبوتونه فضا ته لېږدولي ول چي په ۲۰۱۸م کال د تخنيکي ستونزو له کبله له دندې ليري کړل سول.

جاپان په ۲۰۱۳م کال کي ياد نړيوال خلايي مرکز ته يو داسي کوچنی روبوت لېږلی ؤ چي خبري يې کولای سوای. البته دغه روبوت صرف په جاپاني ژبه خبري کولې.

هغه کېپسول چي فيدور روبوت هم پکښي موجود ؤ، د پنجشنبې په ورځ له قزاقستان څخه د سايوز توغندي په مرسته فضا ته توغول سوی وو. له مځکي څخه په ۴۰۰ کلومترۍ کي په خلا کي واقع د (ISS) مرکز سره د دغه کېپسول د وصل کولو لومړۍ هڅه ناکامه سوې وه.

A.A./N.Z. (dpa, afp)