1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فلیپین له امریکا سره نظامي تړون لغؤ کړ

۱۳۹۸ بهمن ۲۲, سه‌شنبه

له امریکا سره د نظامي تړون لغؤ کیدل زیادتره د فلیپین د جمهوررئيس د رهبرۍ د سبک نتیجه ده. حکومت وايي، په ۱۹۹۹م کال کي تصویب سوي دغه قرارداد د لغؤ کیدو علت د فلیپین په داخلي مسایلو کي د امریکا مداخله ده.

https://p.dw.com/p/3XbyS
USA Philippinen Militärmanöver Balikatan 2015
انځور: AFP/Getty Images/J. Directo

د سیاسي تحلیل گرانو په نظر د جمهوررئيس رودریگو دودیرتو هغه تورونه چي واشنگټن ته متوجه دي، ددغه قراداد د فسخ کیدو چنداني ښه دلایل نه دي. ددغه قراداد فسخ کیدل په داسي حال کي تر سره کیږي، چي فلیپین له چین سره د جنوبي چین د بحیرې د مالکیت او پر هغه باندی د نفوذ پر سر مشکلات لري.

د نظامي قرارداد د فسخ کولو په هکله امريکا متحده ايالاتو تراوسه پوري څه نه دي ویلي. د قرارداد د فسخ کیدو موده ۱۸۰ ورځي ده او ترهغه وروسته نور اعتبار نه لري. په همدې حال کي د فلیپین خارجه وزیر، تودیرو لوسین ویلي دي چي په دې سره کیدلای سي، د دواړو هیوادو تر منځ اقتصادي مناسبات ساړه سي او وايي چي له هغه څخه یې په مانیلا کي د امریکا سفارت ته خبر ورکړی دی. 

امریکا يو فليپيني ته ویزه ور نه کړه

د فلیپین جمهوررئيس رودریگو دودیرتو، هغه وخت د قرارداد لغؤ کولو تهدید کړی ؤ، چي امريکا متحده ايالاتو، فلیپیني سناتور، دیلا روزا ته ویزه ورنه کړه. روزا هغه وخت د رودریگو د پولیسو قومندان ؤ، چي په ډیر خشونت سره یې د مخدره موادو د تجارت په مقابل کي اقدام وکړ او په نتیجه کي يې۵۰۰۰ شکمن قاچاقبران او د هغه کارکوونکي په قتل ورسوله. هغه وخت جمهوررئيس دودیرتو امریکا ته یوه میاشت وخت ورکړی ؤ، چي دیلا روزا ته ویزه ورکړي.

Philippinen Präsident Rodrigo Duterte
د فلیپین جمهوررئيس رودریگو دودیرتوانځور: picture-alliance/AP Photo/A. Favila

امریکا د اپوزیسون سیاستمدارانو ازادیدل غواړي

رودریگو په عمومي ډول سره د امريکا پر متحده ايالات باندي پرون دوشنبه (د فبرورۍ لسمه) په خپله یوه بیانیه کي تور ولگاوه چي د فلیپین په داخلي مسایلو کي مداخله کوي. هغه د دې یو دلیل د امریکا هغه غوښتنه یاده کړه چي غواړي د اپوزیسون سیاستمداره، لیلا دَ لیمه دي ازاده کړي، کومه چي رودریگو هغه د مخدره موادو په غیر قانوني تجارت باندي تورنه کړې ده. خو پخوانۍ سناتوره، لیمه دغه تورونه ردوي.