1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فقر، افغان کوچنیان د ډبرو سکرو په کان کي کار ته اړ کړي دي

محمد اسحاق اکرمی | محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ مهر ۶, چهارشنبه

هغه افغان کوچنیان، چي د ډبرو سکرو په کان کي کار کوي، له ځورونو او تاوتریخوالي سره مخامخ دي. له پروسږکال راهیسي په افغانستان کي د وزګارتیا او فقر کچه لوړه سوې ده.

https://p.dw.com/p/4HS4e
کوچنیان دډبرو سکرو په کان کي په کار بوخت دي: افغانستان
کوچنیان دډبرو سکرو په کان کي په کار بوخت دي: افغانستان انځور: Farshad Usyan/AFP

همدا سبب دی، چي ډېر کوچنیان او تنکي ځوانان د فقر او لوږي له لاسه درنو کارونو ته اړ سوي دي، له دې ډلي يې یو زیات شمېر کوچنیان د ډبرو سکرو د رایستلو په موخه په کانونو کي درانه کارونه کوي، چي دغه کار يې روغتیا ته هم تاوان رسوي. 


په افغانستان کي د ډبرو سکرو راایستل یوه لږ اقتصادي چاره ده، چي د طالبانو له واکمنۍ سره نه یوازي دا چاره لږ سوې نه ده بلکي نوره هم لوړ پوړ ته رسېدلې ده. 


۱۴ کلن خدایار، اصلا د دایکندي ولایت د میرامور ولسوالۍ اوسیدونکی دی، هغه دامهال د خپلي کورنۍ د اقتصادي بار کمولو په موخه د سمنګان ولایت دره صوف ولسوالۍ د ډبرو سکرو په یو کان کي کار کوي. 

په افغانستان کي ۲ ميليونه ماشومان درانه کارونه کوي
هغه وايي: «پلار مي ناروغه دی او زه اړ یم، چي د کورنۍ د لګښتونو پوره کولو په موخه د ډبرو سکرو په کان کي کار وکړم، دلته ماته د ورځي له ۲۵۰ افغانیو څخه تر ۵۰۰ افغانیو پوري مزدوري راکوي.»


خدایار د خپلي اته کسیزي کورنۍ او ناجوړي پلار د لګښتونو پوره کولو په موخه اړ دی، چي هره ورځ لس ساعته د ډبرو سکرو په کان کي کار وکړي. 


هغه وايي: «پلار مي مغزي سکته کړې او کيڼ اړخ يې فلج سوی دی، دوه کوچني وروڼه او درې خویندې لرم، دوی په ترتیب سره د اووم، اتم او لسم ټولګيو زده کوونکي وې، اوس وزګاري او زما له مور سره بزګري کوي.»

کوچنیان دډبرو سکرو په کان کي په کار بوخت دي: افغانستان
کوچنیان دډبرو سکرو په کان کي په کار بوخت دي: افغانستان انځور: Qais Usyan/AFP


خدایار تر شپږم ټولګي ښوونځی لوستی، خو د فقر او مسکینۍ له لاسه يې زده کړي نیمګړي پاته سوي دي، د ده یوشمیر نورو همزولو هم د کورنۍ  اقتصادي ستونزو له امله دغسي درنو کارونو ته ملا تړلې ده.  


نوموړی د نورو کوچنیانو غوندي د لوړو زده کړو هیله لري، خو ورځنيو ستونزو يې د دې هیلي د پوره کیدو مخه نيولې ده، هغه په ژړغوني ږغ وویل: «دا ډېر سخت کار دی، د کار ناظرین موږ ته ښکنځل کوي، وايي: ژر کار کوئ!»

افغان ماشومان دي له کارونو خوندي سي
د ډبرو سکرو د کان تونلونه تنګ او ټیټ دي، له کوچنیانو پرته د لویو کسانو تګ راتګ په دغه تونلونو کي ستونزمن دی، نو همدا سبب دی چي د ډبرو سکرو په کان کي له کم عمره کوچنیانو څخه کار اخیستل کېږي، ځکه دوی ډېر جګ نه دي او په تونلونو کي په اسانۍ تګ راتګ کولای سي.


د سرپل ولایت په بلخاب ولسوالۍ کي د ډبرو سکرو د یوکان مسؤل سید شاه حسین وايي، یاد کوچنیان د فقر او وزګارتیا له لاسه د سکرو په کان کي کار کوي، په دې کي د کانونو د مسؤلینو هیڅ ګناه ده. 

په کوچنيانو درانه کارونه کول په نخښه سول
هغه وايي: «ډېر کارګر کوچنیان له کان څخه د ډبرو سکاره پر خرو یا کراچیو راباسي، ځيني کوچنیان بیا موټرو ته د ډبرو سکاره پورته کوي.»
عزت الله علي دوست، چي څلور کاله ترمخه يې په درصوف ولسوالۍ کي د «کوچني معدنچیان» په نامه یو مستند فلم جوړ کړی وایی چي په دغه کان کي کوچنیان د لفظي تاوتریخوالي ترڅنګ وهل او ټکول لا څه چي ان له جنسي پلوه هم ځورول کېږي.


علي دوست زیاتوي: «د څارنوالۍ د څېړنو پر بنسټ راته معلومه سوه، چي په دره صوف کي پر دوو کوچنیانو جنسي تیری سوی او بیا وژل سوي ول، کیدای سي اوس حالات نور هم ترینګلي سوي وي.»

Afghanistan I Kohle I Mine
انځور: Farshad Usyan/AFP


د طالبانو لوړ پوړي چارواکي هم د ډبرو سکرو په کان کي د کوچنیانو او تنکیو ځوانانو کار مني، خو وايي په دې اړه کره شمیره نه لري. 
د طالبانو د ادارې د معادن او پيټرولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان له دویچه ویله سره په خبرو کي وویل، له تېر یوه کال راهیسي خلکو ته د ډبرو سکرو په کانونو کي د کار زمینې برابري سوي او تر یو ميليون ډېر کسان په دې برخه کي کار کوي.   


برهان زیاتوي: «په هغو کانونو کي، چي د حکومت په لاس کي دي، هلته کوچنیان کار نه کوي، خو هغه کانونه چي په ليري سیمو کي د عامو خلکو په لاس کي دي، کوچنیان پکښي په کار اخته دي، خو دغه ماشومان له کان څخه دباندي کار کوي.» 


له کان څخه د ډبرو سکرو راایستل یوازي دروند کار نه دی، بلکي کوچنیان په ډیرو نورو درنو کارونو لکه د خښتو په بټیو او نورو... کي په کار لګیا دي. 


د کوچنیانو د حقونو یو فعال عزیز رحماني وايي، کوچنیان د ډبرو سکرو په کان او نورو درنو کارونو کي له زده کړو، روغتیايي خدمتونو او ذهني ودي څخه محرومیږي. 


رحماني وايي: «د فقر او وزګارتیا د ډېروالي له امله د ډبرو سکرو په کانونو کي د کوچنیانو شمېر زیات سوی او هغوی له دې لاري له فزیکي او جسمي تاوتریخوالي ترڅنګ له جنسي ځورونو سره هم مخامخ کېږي، خو له بده مرغه په دې اړه هیڅ د څار او عدالت غوښتنه نه ترسترګو کېږي.»
 

د افغانستان په کانونو کې د چین علاقمندي