فعالان: په جنوري کي د افغان مهاجرو بل اخراج پلان سوی دی
۱۳۹۶ دی ۵, سهشنبهیو مهاجر پلوه خیریه سازمان، چي پخوا یې هم څرگندوني باوري ثابتي سوي دي، ويلي دي چي د افغان مهاجرو یوه بله ډله به د جنورۍ میاشتي پر ۲۳ نیټه باندي د جرمني له دوسلدورف هوايي ډگر څخه کابل هوايي ډگر ته پرواز وکړي. خو د جرمني حکومت په رسمي ډول دغه خبر نه دی تايید کړی.
د افغان مهاجرو وروستی اخراج د رواني ډسمبر میاشتي پر۶ نیټه وو چي پکښې۳۴ تنه اخراج سول. دا تر اوسه پوري د اخراج سوو افغان مهاجرو تر ټولو لويه ډله وه.
ویل کیږي، چي د ډسمبر میاشتي په اخراج سوو کسانو کي دوه تنه داسي کسان هم شامل ول، چي د خطرناکو کسانو په توگه درجه بندي سوي ول. یعني داسي کسان چي ورڅخه د یوه ترهگري عمل خطر موجود وو.
د همدې کال په می میاشت کي په کابل کي د جرمني سفارت مخته تر خونړۍ حملې وروسته د جرمني په مرکزي او ایالتي سطح د افغان مهاجرو اخراج په درو ډلو کي محدود سو: یو هغه کسان چي جُرمي اعمال یې کړي وي، دوهم هغه کسان چي خطرناکه درجه بندي سوي او دریم هغه کسان چي د خپل هویت په معلومولو کي همکاري نه کوي.
خو له جرمني څخه د افغان مهاجرو اخراج یوه ډیره جنجالي موضوع هم ده. ځکه چي په افغانستان کي امنیتي وضعیت خراب دی او سږکال تر هغه نور هم خراب سوی دی. د نړيوالو ځواکونو او افغان پوځ د اظهاراتو پراساس طالبان د هیواد ۱۳ سلنه خاوره تر خپل کنټرول لاندي لري او د۳۰ سلنه خاوري د نیولو له پاره جنگیږي.
د افغان ځواکونو پر مقاومتونو سربیره ددې ترڅنگ د داعش ډلي یوه ځانگه هم په دغه جنگ ځپلي هیواد کي د ودي په حال کي ده.
جرمني په تیرو ۱۲ میاشتو کي تر اوسه پوري په ۸ پروازونو کي ۱۵۵ افغان مهاجر اخراج کړي دي.
dpa(Q.N/N.Z)
زموږ له ارشيف څخه: